Home / تازه لیکني او مقالې / له سلګونو تسلیم شوو عسکرو سره نیک او غوره چلند وشو

له سلګونو تسلیم شوو عسکرو سره نیک او غوره چلند وشو


د روانو ګړندیو فتوحاتو او حیرانونکو جهادي لاسته راوړنو په سلسله کې د تیرې ورځي یوه په زړه پوري خبر دا و، چې د هلمند او روزګان په ولایتونو کې د اردو هغه سلګونه پوځیان چې د مجاهدینو تر سختي کلا بندي او ګوزار لاندي وو، بالاخره اړ شول چې د خپلو کنډکونو له ټولو پوځي وسایلو، تجهیزاتو او وسلو سره د اسلامي امارت غیږي ته پناه وروړي او تسلیم شي.
د راپورونو ترمخه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د بشرانو هديرې سیمه کې د مزدور دښمن یوه لویه قوه د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې ونیول شوه، چې په نتیجه کې ۶۹ تنه ورڅخه ووژل شول او نور يې تسليمۍ او وسلو کيښودلو ته اړ کړل شول.
د معلوماتو په اساس د یادې قوې ټولو پاتې ۱۲۵ عسکر، پولیس او اربکیانو ځانونه وسپارل، چې ۵ تنه يې د دښمن مهم قومندانان دي.
په دغه پيښه کې د رژیم ۸ ټانکونه او یو کاماز موټر سوزول شوي، ۲۲۰ میله سپکه او درنه وسله، ۱ زغروال ټانک، ۲۲ عرادي هاموي شوبلې، ۲۰ عرادي رینجر موټر، ۳ عرادي ټوډي موټر، زیاته اندازه مهمات، نظامي توکي او لوازم مجاهدینو ته په غنیمت پاتې شوي دي.
دغه راز د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د نظم عامه پولیسو د (کنډک چهار) قومندانۍ هم په ټولیزه توګه مجاهدینو ته تسلیم شوه.
دا پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دښمن تر بریدونو لاندې ونیول شو، او له تسلیمیدو څخه ماسوا يې بله لار نه درلوده.
له دښمن سره په جګړه کې د هغوی ۳ تنه پولیس وژل شوي، پاتې ۱۰۰ تنه پولیس د قومندان شیرمحمد په ګډون مجاهدینو ته تسلیم شول.
دغو پولیسو هم له ځانه سره ۳۰ عرادي هاموي شوبلې، ۱۵ عرادي رینجر موټر، ۴ عرادي کاماز موټر، ۱۸ عرادي موټر سایکل، ۱۰۵ میله سپکه او درنه وسله، یو نیم لک دانې مختلف النوع مرمۍ، ۲۰۰۰ داني د بم افګن مرمۍ، ۲۰۰۰ فیره د راکټ لانچر مرمۍ او ۴ دانۍ د شپې دوربینان يې مجاهدینو ته راوړل او تسلیم یې کړل.
په هلمند او روزګان ولایتونو کې د اسلامي امارت غیږي ته د سلګونو عسکرو پناه راوړل او له ټولو تجهیزاتو، وسلو او امکاناتو سره تسلیمي په خپل ځای کې خورا مثبت ګام او هیله بښونکي لاسته راوړنه ده.
شک نشته چې په کومو سیمو کې د اردو عسکرو د مجاهدینو لیکو ته پناه راوړپ، پر هغوی د تیښتي ټولي لاري او ګودري بندي او څو ورځې د مجاهدینو تر کلکو ګوزارونو لاندي وو، خو بیا هم چې کله دوی وغوښتل چې له جګړي او شرارت څخه لاس اخلي او تسلیم شي، نو مجاهدینو ورته د پناه ورکولو غیږ پرانیسته او د اسلامي شریعت د مقرراتو په رڼا کې یې ورسره نیک او غوره چلند وکړ.
د سوونو عسکرو د تسلیمیدو او د مجاهدینو له لوري د هغوی په وړاندې له سهولت او ترحم څخه کار اخیستل د دې خبري امکان نور غښتلی او پیاوړی کړ، چې په نورو ولایتونو او سیمو کې به هم که الله تعالی ته منظوره وه د مزدور رژیم له لیکو او قطعاتو څخه ډلي ډلي عسکر او افراد جلا کیږي او د اسلام او افغانیت نجات بښونکي صف او سیوري ته به پناه راوړي.
امریکایانو او د کابل مزدور تنها په هلمند ولایت کې ۴۰ زره د ملي اردو عسکر او تر بیلا بیلو نومونو او عنوانو لاندي امنیتي او دفاعي قطعات درلودل، ویل کیږي چې په دې شمیره کې د امریکا ۹۰۰ ځانګړي پوځیان هم اوږه په اوږه وجنګیدل او د هوايي او ځمکني جنګي ماشین هر ډول وحشت، زور ازمايي او هم یې ډول ډول ستراتیژیاني په کار واچولې.
خو د الله تعالی نصرت، د مجاهدینو میړانه او د عام ولس د هر اړخیزه همکاري په نتیجه کې د امریکا او مزدور رژیم دا ټول تدابیر له خپلو ټولو ستراتیژانیانو سره دړې وړي او د هلمند پراخه او لویه ځمکه د لښګرګاه ښار له یو څو امنیتي ماموریتونو پرته د مجاهدینو تر واک او سلطې لاندي راغلې، دغه ډول روزګان، فراه او بغلان ولایتونه د بشپړې فتحې شیبې شماري او د کندوز ولایت په مرکز کې تصفیوي عملیات جریان لري.

Leave a Reply !



//