Home / تازه لیکني او مقالې / هزیمت او نصرت په څه راځي…!!؟

هزیمت او نصرت په څه راځي…!!؟


په دې شپو ورځو کې موږ او تاسو د مجاهدینو د بریاوو او د دین او وطن د دښمنانو د شکست او ذلت د پیښو شاهدان یو، مجاهدین په داسي حالت کې فاتحانه پرمختګ کوي چې د دنیوي وسایلو له پلوه یې له مجهز او مسلح دښمن سره هیڅکله پرتله شونتيا نه لري؛ مګر بیا هم دغه تش لاسي مجاهدین الله تعالی د دې جوګه کړل چې له صِفرِي حالت نه یې اوس یو عظیم فاتحانه مورال او باثباته عزم ورپه برخه کړ او خبره دې ته رسیدلې چې نن له دښمن نه د کلیو، مورچو او پوستو پرځای ولسوالۍ، ولایتونه او لوی لوی ښارونه نیسي، د دښمن د دوه و درې تنه عسکرو د وژلو پرځای اوس د هغوی له باطل صف نه په سلګونو تنه را جدا کوي او د حق له لښکر سره یو ځای کیږي. ﴿ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴾ [الروم: 47{ خدای تعالی وایي، د مؤمنانو مرسته او نصرت موږ پرځان حتمي ګڼلي.

خو برعکس دښمن ته د ابتکار پرځای اوس یوازي مایوسۍ او وارخطائۍ ورپاتې ده. بيشكه چې د شیطان (او د هغه د لارویانو) چال ډېر کمزوری وي. (إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفاً ..النساء- 76).

دا خو هغه نصرت و چې الله تعالی یې له مؤمن سره ازلي وعده کړې او پرخپله حقه وعده وفاء کوي، مګر هغه مهال چې بنده په رښتیني ډول د الله تعالی بندګي اختیار کړي، نه دا چې هغه په ځان غره شي او د تکبر او غرور لاره خپله کړي.

نو مجاهدین باید دا فکر و نه کړي چې ګویا هر څه په خپل مټ ترسره کوي، بلکي پر دې باید حق الیقین ولري چې دا هر څه عزت او نصرت خاص من عندالله دی.

یو مشهور مبارز عالم وایي: فهذه هي عوامل النصر الحقيقية: الثبات عند لقاء العدو، والاتصال بالله بالذِّكر، والطاعة لله والرسول، وتَجنُّب النزاع والشِّقاق، والصبر على تكاليف المعركة، والحَذَر من البَطَر والرئاء والبغي.

د حقیقي نصرة لاملونه دا دي چې، له دښمن سره د مخامخ کیدلو په صورت کې ثابت قدم پاتې کیدل، د ذکر او طاعة په وسیله له الله او رسول سره تعلق مضبوط ساتل، له خپل منځي تفرق او بدبختۍ نه ځان ژغورل، د جنګ جګړو پر تکالیفو زغم او صبر کول او له دې نه په ټینګه ځان ساتل چې، تکبر، ریاء او سرکشي وکړي.

نو که چیري موږ او تاسو له بریاوو او فتوحاتو سره سره نور هم د الله تعالی په وړاندي رښتینی عجز غوره کړو، بیشکه چې خدای تعالی به مو تر دې هم په سترو بریاوو او عزتونو ونازوي، ولي که خدای مکړه په خپل ځان غره او نافرماني اختیار کړو، نو حتمی ده چې هغه مهال به مو بد ترین ذلت او هزیمة په برخه وي. الله تعالی مو دي وساتي.

نسأل الله جل وعلا- أن يؤلِّف بين قلوب المجاهدين جميعًا، وجميع المسلمين، وأن يَعصِمنا من الفتن، وأن يُجنِّبنا الشرور، وأن يغفر لمسيئِنا و يُصلِح ذات بيننا، آمين.

ياربه! د ټولو مجاهدینو او د ټولو مسلمانانو ترمنځ د زړونو الفت او محبت پیدا کړې، له فتنو مو وساتې، هر شر او خطر رانه لیري کړې، ګناهونه او خطییات مو معاف کړې او په خپلو کې مو اصلاح کړي. آمین.


Leave a Reply !



//