Home / شعراو ادب / تدريب/عرفاني

تدريب/عرفاني


م.عرفان الله عرفاني

مجاهد اول وکړه ښه تدريب
د جهاد لپاره جوړ کړه ښه ترتيب
په قرآن او احاديثو ځان ښه پوه کړه
ټول جهان کړه مخاطب او ځان خطيب
د اسلام وطن خدمت پرتا لا زم دی
ولسونه دې خپل ځان ته کړه قريب
د نفرت په کروندو لوونه ګډ کړه
د رنځورو زړو لپاره شه طبيب
جهل ختم کړه پر ځای يې علم خپور کړه
بې ادبو لره ولره تأديب
د کفري دنيا سياست دې خطا نکړي
ای جانانه بيدار اوسه ښه لبيب
جوړې شوې درته ډېرې دسيسې دي
شوم پلانونه د غليم کړه ور تخريب
که پوره دې ارمان نشو په دنيا کې
( عرفاني ) حورې غلمان دې شه نصيب


Leave a Reply !



//