09-10-2016 یوه نیمه لسیزه وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نیټه، امریکایي یرغلګرو د جعلي پلمولاندې، زموږ په ګران هیواد یرغل وکړ. ظاهرأ یې د سپتمبر د یولسمې واقعې پلمه کړې وه خو پدې هکله تراوسه پورې د ادعا پرته بل یقیني ثبوت نلري. لاکن په تیره یوه نیمه لسیزه کې د امریکې او د هغې د انډیوالانو اعمالو او تګلارو په کراتو دغه حقیقت برملا کړ چې امریکا افغانستان او سیمې ته د نورو اهدافو لپاره راغلې او هغه تعقیبوي . همدې اهدافو ته د رسیدو لپاره یې افغانستان ته یو نیم لک عسکر راوستل، په افغان مسلمان ولس یې د کیمیاوي وسلو په ګډون ټولې عصري وسلې استعمال کړی. د افغان بی دفاع ولس سپین ږیري، ښځې، ماشومان او ځوانان یې شهیدان کړل حتی په باغونو او فصلونو یې هم سپما ونکړه. یرغلګرو فکر کاوو چې طالبان یوه ډله ده. د عصري وسلو او تاکتیکو په مټ به ختم شي لاکن دیته متوجه نه وو چې دا یو ملت دی. د دوی مقابله په دین او آزادۍ مین ملت سره ده. هر چا چې ددې ملت په ټاتوبي یرغل کړی ، نوبیا تل دغه ویاړمن ملت یو موټی شوی، اختلافات یې پریښي او یرغلګرو ته یې داسې سبق ورکړی چې بیا یې پخپل هیواد کې هم پښې نه دي ټینګې شوی. د انګریزانو نه نیولې بیا تر پخواني شوروي اتحاد پورې د ټولو تاریخ د نړیوالو مخته پروت دی. هغوی چې یرغلګرو ته یې غلط معلومات او مشورې ورکولي او ورکوي یې، یوازې یې غوښتل چې د یرغلګرو په اوږو ځان قدرت ته ورسوی. په لوی لاس یې د افغانستان داخلي مسئلی ته نړیوال رنګ ورکړي خو داسې څوک چې خپلواکي پلوري او ولس د پردیو په مټ او د هغوی لپاره وژني، هیڅکله د ولس نمائندګان نشي کیدای او نه ولس ورسره تړاو لري. ټول ویني چې په تیره لسیزه کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې په هیواد کې د عدالت، اهلیت او پرمختګ په نوم څه نه لیدل کیږي. د هیواد د سرنوشت وروستۍ فیصلې د یرغلګرو هیوادونو په سفارتونو کې ترسره کیږي. دا واقعیتونه اوس له چا پټ نه دي. موږ په افغانستان د امریکا او انډیوالانو ناروا یرغل غندوو او یو ځل بیا یرغلګرو ته وایو چې نور د نړیوالو په سترګو کې خاورې مه اچوی. خپلې تګلارې د افغانستان د عینی واقعیتونو په اساس جوړې کړی نه د غلطو تحلیلونو، معلوماتو او مشورو په بنیاد ځکه دغه مشورې او تحلیلونه هم د خیالي ښوونځيو، کلینیکونه، عسکرو، په څیر خالي او خیالي دې. ټول ولسونه د خپل سرنوشت، خپلواکۍ او حکومت داسې حق لري لکه تاسې یې چې ځانونو ته ورکوی. اوس هم وخت دی، مخکې لدې چې د پخواني شوروي اتحاد په سرنوشت باندی اخته شی، میداني واقعیتونه ومنئ او افغانستان افغانانو ته پریږدئ.
یوه نیمه لسیزه وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نیټه، امریکایي یرغلګرو د جعلي پلمولاندې، زموږ په ګران هیواد یرغل وکړ. ظاهرأ یې د سپتمبر د یولسمې واقعې پلمه کړې وه خو پدې هکله تراوسه پورې د ادعا پرته بل یقیني ثبوت نلري. لاکن په تیره یوه نیمه لسیزه کې د امریکې او د هغې د انډیوالانو اعمالو او تګلارو په کراتو دغه حقیقت برملا کړ چې امریکا افغانستان او سیمې ته د نورو اهدافو لپاره راغلې او هغه تعقیبوي . همدې اهدافو ته د رسیدو لپاره یې افغانستان ته یو نیم لک عسکر راوستل، په افغان مسلمان ولس یې د کیمیاوي وسلو په ګډون ټولې عصري وسلې استعمال کړی. د افغان بی دفاع ولس سپین ږیري، ښځې، ماشومان او ځوانان یې شهیدان کړل حتی په باغونو او فصلونو یې هم سپما ونکړه.
یرغلګرو فکر کاوو چې طالبان یوه ډله ده. د عصري وسلو او تاکتیکو په مټ به ختم شي لاکن دیته متوجه نه وو چې دا یو ملت دی. د دوی مقابله په دین او آزادۍ مین ملت سره ده. هر چا چې ددې ملت په ټاتوبي یرغل کړی ، نوبیا تل دغه ویاړمن ملت یو موټی شوی، اختلافات یې پریښي او یرغلګرو ته یې داسې سبق ورکړی چې بیا یې پخپل هیواد کې هم پښې نه دي ټینګې شوی. د انګریزانو نه نیولې بیا تر پخواني شوروي اتحاد پورې د ټولو تاریخ د نړیوالو مخته پروت دی. هغوی چې یرغلګرو ته یې غلط معلومات او مشورې ورکولي او ورکوي یې، یوازې یې غوښتل چې د یرغلګرو په اوږو ځان قدرت ته ورسوی. په لوی لاس یې د افغانستان داخلي مسئلی ته نړیوال رنګ ورکړي خو داسې څوک چې خپلواکي پلوري او ولس د پردیو په مټ او د هغوی لپاره وژني، هیڅکله د ولس نمائندګان نشي کیدای او نه ولس ورسره تړاو لري.
ټول ویني چې په تیره لسیزه کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې په هیواد کې د عدالت، اهلیت او پرمختګ په نوم څه نه لیدل کیږي. د هیواد د سرنوشت وروستۍ فیصلې د یرغلګرو هیوادونو په سفارتونو کې ترسره کیږي. دا واقعیتونه اوس له چا پټ نه دي.
موږ په افغانستان د امریکا او انډیوالانو ناروا یرغل غندوو او یو ځل بیا یرغلګرو ته وایو چې نور د نړیوالو په سترګو کې خاورې مه اچوی. خپلې تګلارې د افغانستان د عینی واقعیتونو په اساس جوړې کړی نه د غلطو تحلیلونو، معلوماتو او مشورو په بنیاد ځکه دغه مشورې او تحلیلونه هم د خیالي ښوونځيو، کلینیکونه، عسکرو، په څیر خالي او خیالي دې. ټول ولسونه د خپل سرنوشت، خپلواکۍ او حکومت داسې حق لري لکه تاسې یې چې ځانونو ته ورکوی. اوس هم وخت دی، مخکې لدې چې د پخواني شوروي اتحاد په سرنوشت باندی اخته شی، میداني واقعیتونه ومنئ او افغانستان افغانانو ته پریږدئ.
06-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
09-10-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]