Home / تازه لیکني او مقالې / ملي ځواکونه؟! د تیښتي په حال کې…!!

ملي ځواکونه؟! د تیښتي په حال کې…!!


د امریکا د پینټاګان چارواکي وایي په دې ډېر زیات اندیښمن دي چې د دوی تربیت شده لسګونه افغان عسکر لادرکه شوي او د روزني پر مهال له خپلو دندو تښتيدلي دي.

دا خبري د پینټګان ترجمان ایډم سټمپ کړې دي. دی وایي 44 افغان عسکر هغه مهال تښتیدلي چې د روزنې لپاره دوی له ځان سره امریکا ته بیولي وو. ده وویل: د نورو ملکونو عسکر هم کله نا کله د تیښتې هڅي کوي، خو په دومره زیاته اندازه چې افغاني عسکر تښتي؛ د حیرانتیا ځای دی. دا ترجمان وایي: له دې وروسته به دوی له داسې طریقو کار واخلي چې افغان عسکر ځیني ونه تښتیدلای شي.
خبره دا ده چې د 44 تنه عسکرو لادرکه کیدل، دومره غټه خبره نه ده چې امریکایي یرغلګر ورباندي اندیښمن دي، اصلاً د دوی انديښنه په دې کې ده چې ولې دوی نشي کولای په یوه نیمه لسیزه کې د پریمانه ډالرو او بې پایانه ځواک په کارولو سره سره بیا هم په دې نه توانیږي چې افغانان ذهناً د ځان غلامان کړي، که بیا هم څوک یې فکري غلامان جوړ کړي وي، هغوی د ګوتو په شمیر دي. خو په مجموع کې افغانان د یرغلګرو په دښمنۍ د زړه له تله پوهـ دي. افغانان په فطري ډول داسې قوم نه دی چې د یرغلګرو هر ډول وحشت ته دې تسلیم شي. او ذهناً دې د دوی غلامۍ ته تیار شي.
امریکایی یرغلګر او مؤتلیفین یې اوس په دې ښه پوهـ شوي دي چې د دوی زور او زر کارول او په زرګونو خپل نازولي عسکر یې له لاسه ورکول بې ځایه هڅه وه. دا ځکه چې یرغلګر او نور نړیوال ټول د سر په سرتګو ګوري چې روزانه په افغانستان کې په اوسط ډول له 65 نه تر 75 تنه پوري حکومتي کارمندان او د جګړې عسکر له نظامه تښتي او له مجاهدینو سره یوځای کیږي او هغه چې وژل کیږي، یا په زور اسیران کیږي او یا هم د جګړې له ډګره پرشا تښتي په زرهاوو تنو ته رسیږي، بیلګي یې هرچا ته معلومې دي.
دا چې د یرغلګرو د پرمختللي پلټنیز سیسټم باوجود د دوی په ترتبیت شده اردو کې بې شمېره نفوذي مجاهدین ننوتي او د اردو له منځه یرغلګر او ملاتړي یې په نښه کوي، دې چاري لا له وړاندي پینټګان په عصبي ټینشن اخته کړی او اوس چې یې په خپلو کې هر ډول باور او اعتماد له منځه تللی؛ نو حتمي ده چې په یو نه یو شکل به د خپل شکست، مایوسۍ او ذهني ډیپریشن اظهارات کوي. چې د 44 عسکرو پر تیښته یې اندیښنه یوه وړه بیلګه ده.
دا اوس اوس چې په کندوز، بغلان، جوزجان، فراه، هلمند او نورو بیلابیلو سیمو کې د لسګونو لسګونو عسکرو د تسلیمۍ ویډیویي صحني ټول خلک د خواله رسنیو له لاري ګوري، دا پورتنی حقیقت ښه په ډاګه کوي.
هغه ورځي د طوفان په نوم یو سیمیز عسکر قومندان وویل: ما خدای ته دوعا وکړه چې داسی لاري ته مي هدایت کړي چې هغه حقه وي، نو بالاخر مي زړه ته الله پاک دا تلقي کړه چې نور د کفارو صف پریږدم او له مجاهدین سره یوځای شم. همدا و چې له خپلو لسګونو پولیسو سره یو ځای مجاهدینو ته تسلیم او ورسره یو ځای شول. ده ویل: زه په دې خبره کې رښتینی یم، کفار هیڅکله د مسلمانانو دوست کیدلای نشي. زه به ترمرګه د هغوی پر خلاف د مجاهدینو په څنګ کې جهاد کوم.

Leave a Reply !



//