06-10-2016 سبا د اکتوبر 7مه نیټه ده، دا ورځ هم د افغانستان په تاریخ کې د مرغومي د شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼله کیږي. ۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ یعني د 2001 م میلادي کال د اکتوبر پر 7مه نیټه، د امریکا په مشرۍ نړیوالو یرغلګرو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف، زموږ د هیواد پر سپیڅلي حریم، وحشیانه پوځي یرغل وکړ . امریکایی یرغلګرو په ظاهره د خپل وحشت لپاره د سپتمر د 11مي پیښه یوه بهانه وګرزوله، په داسي حال کې چې په هیڅ ډول دا بهانه د توجیه وړ نه وه او نه ده . دا ځکه چې د سپتمبر په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو . مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ. د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي ؛ نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې : 1 – افغانستان به پر خپلو پښو دروي . 2 - نشه يي توکي به له منځه وړي . 3 - د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي. 4 - سوله ، ثبات او امنیت به تأمینوي. ـــ خو نن دا دی ۱۵ کاله تیریږي، موږ او تاسو وینو چې هرڅه ، سرچپه روان دي ، افغانستان پرخپلو پښو ولاړ څه ، چې په نړۍ کې يې یو محتاج ترین هیواد تري جوړ کړی ، له پریمانه امکاناتو سره سره ، هیڅ ډول بنسټیز کار په کې ترسر ه نشو. ـــ نشه ئي توکي چې دامریکایې یرغل څخه مخکې یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي دکښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه، اوس یې ټوله نړۍ ګوري چې د بل هروخت په پرتله نن افغانستان دنشه يي توکو په کر او صادرولو کې د نړۍ ریکارډ مات کړی . ــــ د افغان ولس د خوښی حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین ، غل او د شروفساد ګډوله سیټپ یې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې. ــــ د ثبات او امنیت دا حالت دی چې امریکایی جنرالان خپله اعلان کوي چې په یوه میاشت کې 1000 تنه انسانان وژل کیږي . د عامو خلکو پر کورونو او عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ورځنی معمول ګرځیدلی . په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۵ مي کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینی تويې نه کړي ، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد او خپل راتلونکي برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي. دا هماغه سالمه او معقوله لاره ده چې اسلامي امارت پنځلس کاله وړاندې هم تاسوته د قضيې د ریښتوني حل په اړه در په ګوته کړې ، او په وار وار یې درته تکرار کړي ده . کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي! هغه مهال به بیا تاسو په زرهاوونورعسکر هم له لاسه ورکړي ، په سلګونو میلیارده نور ډالر به مو هم ضائع کړي وي؛ خو د یو تاریخي او شرموونکي شکست په بدل کې، چې همدا اوس، اوس هغه وخت را نژدې شوی دی.، انشاء الله . او علائم یې ټوله نړۍ پخپلو سترګو ویني . « وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ـــ ژباړه: برلاسي او مرسته هرڅه چې دي، دهغه الله له خوا دي چې ډير زورور او دحکمت خاوند دی» والسلام دافغانستان اسلامي امارت ۱۴۳۸/۱/۵هـ ق ۱۳۹۵/۷/۱۵ هـ ش ـــ 2016/10/6م
سبا د اکتوبر 7مه نیټه ده، دا ورځ هم د افغانستان په تاریخ کې د مرغومي د شپږمې نیټې په څیر یوه توره ورځ ګڼله کیږي.
۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ یعني د 2001 م میلادي کال د اکتوبر پر 7مه نیټه، د امریکا په مشرۍ نړیوالو یرغلګرو ځواکونو د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو نورمونو خلاف، زموږ د هیواد پر سپیڅلي حریم، وحشیانه پوځي یرغل وکړ .
امریکایی یرغلګرو په ظاهره د خپل وحشت لپاره د سپتمر د 11مي پیښه یوه بهانه وګرزوله، په داسي حال کې چې په هیڅ ډول دا بهانه د توجیه وړ نه وه او نه ده . دا ځکه چې د سپتمبر په پیښه کې نه افغانانو لاس درلود او نه ورباندي خبر وو .
مګر بیا هم د وخت امریکایی واکمنانو او متحدینو یې د ټولو بین المللي موازینو خلاف او د هرډول شواهدو او اسنادو له موجودیت پرته پر افغانستان یرغل وکړ.
د دې لپاره چې یرغلګر د خپل کړي وحشت لپاره د برائت څه توجیهات ولټوي او په تاریخ کې د افغانانو د مظلومیت له حسابه ځان خلاص کړي ؛ نو د خپل برید لپاره یې نوري موخي هم په دې ډول وټاکلي چې :
1 – افغانستان به پر خپلو پښو دروي .
2 - نشه يي توکي به له منځه وړي .
3 - د افغان ولس د خوښې حکومتي سیستم به رامنځ ته کوي.
4 - سوله ، ثبات او امنیت به تأمینوي.
ـــ خو نن دا دی ۱۵ کاله تیریږي، موږ او تاسو وینو چې هرڅه ، سرچپه روان دي ، افغانستان پرخپلو پښو ولاړ څه ، چې په نړۍ کې يې یو محتاج ترین هیواد تري جوړ کړی ، له پریمانه امکاناتو سره سره ، هیڅ ډول بنسټیز کار په کې ترسر ه نشو.
ـــ نشه ئي توکي چې دامریکایې یرغل څخه مخکې یې اسلامي امارت تر خپله واکمني لاندي دکښت کچه صفر ته راټیټه کړي وه، اوس یې ټوله نړۍ ګوري چې د بل هروخت په پرتله نن افغانستان دنشه يي توکو په کر او صادرولو کې د نړۍ ریکارډ مات کړی .
ــــ د افغان ولس د خوښی حکومتي سیستم جوړول څه چې د نړۍ په کچه یو فاسد ترین ، غل او د شروفساد ګډوله سیټپ یې پر افغانانو د الوتکو او ټانګونو په مټ تحمیل کړی او حمايه کوي يې.
ــــ د ثبات او امنیت دا حالت دی چې امریکایی جنرالان خپله اعلان کوي چې په یوه میاشت کې 1000 تنه انسانان وژل کیږي . د عامو خلکو پر کورونو او عامه تأسیساتو بمبارونه، د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو ورځنی معمول ګرځیدلی .
په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو دا وحشیانه یرغل پيل او بیا د اشغال دوام په تر ټولو سختو ټکو غندي او د دوی د وحشت د ۱۵ مي کلیزي د پوره کیدو پر مهال یوځل بیا پر یرغلګرو ږغ کوي چې نور زموږ هیواد پریږدئ، نور خپل وحشیانه اشغال ته خاتمه ورکړئ ، د خپل منحوس موجودیت په وجه د بی ګناه افغانانو وینی تويې نه کړي ، افغانان پریږدئ چې د خپل هیواد او خپل راتلونکي برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي.
دا هماغه سالمه او معقوله لاره ده چې اسلامي امارت پنځلس کاله وړاندې هم تاسوته د قضيې د ریښتوني حل په اړه در په ګوته کړې ، او په وار وار یې درته تکرار کړي ده .
کنه نو افغان مؤمن ولس به د اسلامي امارت په قیادت کې خپلي برحقي مبارزې ته تر هغو دوام ورکوي ، ترڅو تاسو یرغلګر یې د مخکنیو هغو په شان له هیواده په زور شړلو ته اړایستلي نه وي! هغه مهال به بیا تاسو په زرهاوونورعسکر هم له لاسه ورکړي ، په سلګونو میلیارده نور ډالر به مو هم ضائع کړي وي؛ خو د یو تاریخي او شرموونکي شکست په بدل کې، چې همدا اوس، اوس هغه وخت را نژدې شوی دی.، انشاء الله . او علائم یې ټوله نړۍ پخپلو سترګو ویني .
« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ـــ ژباړه: برلاسي او مرسته هرڅه چې دي، دهغه الله له خوا دي چې ډير زورور او دحکمت خاوند دی»
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۸/۱/۵هـ ق
۱۳۹۵/۷/۱۵ هـ ش ـــ 2016/10/6م
09-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
06-10-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]