06-10-2016 محمود جابر د یو چا له ذلالته مینار لوړ سو د یو چا له شجاعته مینار لوړ سو څوک تله ارګ ته په ضعیفه غلامۍ کې څوک تله ارګ ته له قوته مینار لوړ سو چا د کیري سلامي ته تندی ټیټ کړ چا ګوزار ته کړ اوچته مینار لوړ سو د نمرود په اور کباب شهید منصوره دادی ستا له کرامته مینار لوړ سو د عمر د لښکر ځوږ دی های افسوسه د کسرا قیصر حالته مینار لوړ سو د کندز ښکلی سینګاره نظره مه سې بیا د سپین توغ له زینته مینار لوړ سو هلمندونو بیا د نیل صفت ژوندی کړ غرور وړي له فرعونیته مینار لوړ سو دوه سرونه دي یو ولوېد او دا بل یې جابر ښکل کړ له محبته مینار لوړ سو
11-10-2016
02-10-2016
26-09-2016
18-08-2016
09-10-2016
06-10-2016
03-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
ماشومان دلوی خدای ج له لوري له نعمت سره سره یو امانت هم ده . نوځکه په […]
م \ اعظم صدیقي دصله رحمي ګټې اوزیانونه : ډیرې مودې راباندي انتظارکي […]
دعاشوراء دورځي مسايل : مسله : دعاشورا دورځي مسله چي کوم فضایل راغلي […]
ليکنه: عزام افغان د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته […]