Home / تازه لیکني او مقالې / د کندوز او هلمند سوبي دښمن ته څه پیغام لري

د کندوز او هلمند سوبي دښمن ته څه پیغام لري


په کندوز او هلمند کي مجاهدینو نوې سوبي ترلاسه کړي، دښمن یې ځپلی او له پراخو سیمو یې شړلی دی.

مجاهدینو د عمري عملیاتو په بریمن بهیر کي نن د کندوز پر ښار له څلورو استقامونو څخه بریدونه پيل کړل، د نواباد سیمه فتحه شوې، مجاهدین د ښار د ننه په سه درک، پختۍ میدان، او سپین زر چمن سیمو کي مستقر دي. دښمن ته لوی ځاني او مالي زیان اوښتی او له سیمي په تیښته دی.

د کندوز په ګاونډ بغلان کي هم دښمن په تیښته دی، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کي مجاهدینو د دښمن په ګڼو مرکزونو حملې کړې، کندوز ته غځیدلې لار یې د دښمن پر مخ تړلې او مجاهدین د پرمختګ په حال کي دي.

همداراز د پلخمري په ډنډ غوري کي هم مجاهدینو دښمن یو لوی بیس فتحه کړی او دښمن له سیمي پښې سپکي کړي دي.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي په ټولیزه توګه فتحه شوه او د دښمن څخه په زیاته پیمانه غنیمتونو ترلاسه شول، د پیښي په اړه د الاماره ویب پاڼي خبر په لاندي ډول دی:

د عمري عملیاتو په ګړندي بهیر کې نن سهاروختي ۵ بجې د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو د هلمند ولایت د ناوي ولسوالۍ په مرکز، امنیه قومندانۍ او پوستو وسلوال بریدونه پیل کړل.

د برید په مهال د اسلامي امارت یو تن قهرمان فدایي مجاهد ( عارف ) خپله شوبله چې په زیاته پیمانه قوي منفجره مواد پکې ځای پرځای شوي وو، د ولسوالۍ له مرکز سره وجنګوله چې له امله یې د ولسوالۍ مرکز له خاورو سره خاوري او دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته، په وژل شوو کسانو کې د ناوې امنیه قوماندان احمدشاه سالم زوی هم وژل شوی دی.

سهار ۸ بجو ته د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولي امنیتي پوستې په ټولیزه توګه فتح او پکې میشتو ګوډاګیانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، اوس په سیمه کې مجاهدین په تصفیوي عملیاتو بوخت دي او په زیاته پیمانه سپکي او درنې وسلې او مهمات غنیمت شوي.

د هلمند د ګرمسیر ولسوالي په بګک دښت کي یوه لویه قرارګاه له دښمن څخه ونیول شوه، ۱۲ تنه عسکر ووژل شول، نور وتښتیدل او مجاهدینو ته ډیر زیات غنیمتونه ورپه برخه شول، په مفتوحه قرارګاه کې له دښمن څخه ۳ شوبلې، ۵ عرادي رینجرموټر، یو وسط هاوان له لسو مرمیو سره، یو ثقیل، ۳ کلاشنکوفونه، ۲۰۰۰۰ د ثقیل او کلاشنکوف مرمۍ، ۵۰ پیره د راکټ مرمۍ، ۳۰۰۰ د دهشکې مرمۍ، یو څلور ټیره موټرسایکل او ګڼ شمېر نور ډول ډول مهمات غنیمت شول.

د هیواد په مختلفو برخو کي د امریکایې ګټو مدافع د کابل رژیم وسله وال له سخت شکست او خجالت سره مخ دي، مجاهدینو د محاصرې کړۍ ورباندي ټینګه کړې، ورځ په ورځ لوی لوی بیسونه او پوستې ترې نیسي، د فتحو لړۍ په فاریاب، سرپل، بغلان، بدخشان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، لوګر، فراه، غور، کندهار، میدان وردګ او…. روانه ده، په ځانګړې توګه د کندوز، ارزګان او هلمند ولایتي مرکزونه هم د اتلو مجاهدینو له لوري تر کلکي محاصرې لاندي دي، داخلي دښمن د یرغلګرو د هوایې مرستي سره سره په پرله پسې توګه هڅه وکړه چي د محاصرې کړۍ ماتي کړي، خو هر ځل د پریکنده ماتي او پراخو تلفاتو سره مخ شوی دی.

د کندوز او هلمند سوبي دښمن ته دا پیغام لري چي که دښمن هر څومره ډیري مرستي او وسایل له یرغلګر دښمن څخه ترلاسه کړي، بیا به هم ناکام او شرمنده وي، ځکه له دښمن سره یو وړوکي ټولګي نه جنګیږي، بلکي ټول ولس یې په وړاندي قیام کړی، تجربو ثابته کړي هیڅ یو ځواک له ولس څخه مقابله نشي ګټلی، دښمن باید درک کړي چي د دوی په وړاندي پاڅون کونکي مجاهدین د اسبابو په لحاظ له دوی سره نه دي برابر، خو چي داعیه یې برحقه ده او مبارزه یې سپېڅلې ده؛ نو هر ځای یې په همدې کمزورو وسایلو دښمن پر ګونډو کړی او ځغلولی دی.

د کابل رژیم وسله وال نور باید د ولس سره له جګړې لاس واخلي، وسله مجاهدینو ته وسپاري او نور خپل ځان او ولس د یرغلګرو د ګټو قرباني نه کړي.


Leave a Reply !



//