Home / تازه لیکني او مقالې / سوله غواړو، خو د اسلامي نظام او خپلواکۍ په قیمت نه

سوله غواړو، خو د اسلامي نظام او خپلواکۍ په قیمت نه


سوله د جګړه ځپلو ولسونو هغه ورکه ده چي له کلونو کلونو راهیسي د همدې ورکي (سولي) لپاره مبارزه کوي، ځکه په سوله کي امنیت دی، ښیرازي ده، د قومونو او ولسونو سوکالي ده او سوله د ملت د معنوي او مادي سیر لپاره حیاتي ارزښت لري.

افغان ولس د یوې مثالي سولي او امنیت څخه برخمن و، شرعي نظام نافذ و، قومي، سمتي او لساني توپیرونه نیست او نابود وو، مرکزي واکمني ټینګه وه، په واحد افغانستان کي میشتو قومونو د وروڼو په شان خوږ ژوند کاوه، اسلامي امارت د ولس د محافظ او خادم ځواک په توګه د ولس د حقه حقونو څخه دفاع کوله او افغان ولس یې د امن او عدل په غیږ کي ساتلی و.

ناببره د غرب له خوا د وحشت او بربریت بړبوکۍ راوالوته، د افغان ولس سوله او ښیرازي یې وتروړله، د وینو لښتي یې وبهیول، د آهونو طوفان یې جوړ کړ، د وحشت لوګي پورته شول، اسمان تیاره شو، د عدل لمر غوپه شو، د نا امنۍ، ګمراهۍ او فساد سیلۍ خپره شوه، افغان ولس د سولي سولي نارې ووهلې، د هغوی چي د بشر دوستۍ او انساني خواخوږۍ دعوې کوي ورونه یې ور وټکول، خو د مظلوم افغان په اواز د معاصري نړۍ مهذب او متمدن انسان غوږ ونه ګراوه او د غربي یرغل پر جنایتونو او ظلمونو یې سترګي پټي او خولې قلف کړې.

افغان ولس له یوې نیمي لسیزي راهیسي د سولي، مادي او معنوي ترقۍ او ارامۍ ترلاسه کولو په موخه د معاصرو یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو پر ضد مبارزه شروع کړې، ترهغو پوري به خپله روانه مبارزه پر مخ بیایې چي د یرغل جګړه ییزه ماڼۍ ړنګه کړي، د کرکي او ګمراهۍ بوتان یې نسکور کړي، د خپلواکۍ ماڼۍ ودانه کړي، د معنویت ښکلي ښار داسي اباد کړي چي د سولي کوتري پرې پرواز کړي او په پایله کي یې د افغان ولس ستر ارمان ( اسلامي نظام) نافذ کړي.

افغان ولس دا ځل هم د تیرو یرغلونو په څیر ستري قربانۍ ورکړې، دښمن یې په دې پوه کړ چي په طول د تاریخ کي دلته د اسلام او افغانیت دنګ منار د نړۍ هیڅ ګبر و ترسا ته سر نه دی ټیټ کړی، هو! د افغانیت هسک منار د چنګیز، ګورګین، انګریز او شوروي اتحاد د لویو امپراتوریو د زوال عیني شاهد دی او په حال کي معاصر استعمار ته د دې میړني ولس تاریخي حماسي یادوي، د یرغلګرو د ماتي داستانونه بیانوي.

موږ د سولي تږي یو، سوله غواړو، سولي ته امیدواره یو، خو سوله واقعي سوله، نه شعاري، سوله د سولې لپاره نه د جګړې لپاره، موږ سولي ته دومره ژمن یو چي خپل سرونه پرې ښندو، خو اسلامي ارزښتونه او خپلواکي په هیڅ قیمت په سوله نه سودا کوو!.

موږ داسي ښکلې او تل پاته سوله غواړو چي دین ته پکي سپکاوی نه کیږي، مذهبي ارزښتونه خوندي وي، اسلامي شعایرو ته کاملا احترام موجود وي، قران او احادیث د پریکړو اصلي مرجع وي، غربي کلچر نیست او نابود وي، د لا دینیت پوچه او غولونکې ایډیالوژي محوه وي، ملي منافع خوندي وي، ارضي تمامیت محفوظ وي، ملي حاکمیت حاکم وي او لنډه دا چي د اسلام مبارک دین په دولتي چارو او د انفرادي او ټولنیز ژوندانه په ټولو اړخونو او چارو کې حاکم وي.

موږ په قراني زیور خپل وطن زیبا غواړو

نه یو غلامان د چا دین د مصطفی غواړو


Leave a Reply !



//