30-09-2016 د متجاوزو امریکایانو او د هغوی د نورو لسګونو غښتلو پوځي متحدینو لښکرو په وړاندي په تش لاس جګړه کول؛ رښتیا هم یو نه منونکې او خارق العاده چاره ده چې تنها هغه څوک به ورته را دانګي چې ایمان او باور یې یوازي د الله تعالی پر ثابت او برحقه نصرت وي، وبس. مجاهدینو تر اوسه په خپله وسلواله فرض عین جهادي مبارزه کې چې د اسلام او افغانستان د سترو او مکارو دښمنانو په وړاندي یې روانه کړي، هومره بریالیتوبونه ترلاسه کړي چې هیڅکله یې چا نه توقع کړې او نه یې کوله. بریا په دې مانا نه چې پنځلس کاله وروسته مجاهدین د کابل پر وزارتخانو حاکمان شول، چې د پردیو په زور پر کابل مسلط خلک د بریا تعبیر صرف همدا ګڼي، بلکي کامیابي دا ده چې خپلې برحقي داعیې ته متعهد پاتي شوي او د همدې لپاره يې په سپیڅلتیا سره د سر او مال داسي قرباني ورکړه چې دوست او دښمن دواړه ورباندي معترف شول، د امریکا د پریمانه ډالرو پرځای يې د خپل غریب ولس په څنګ کې د غربت ژوند غوره وباله خو د اسلام او وطن پلورونکو په مقابل کې په میړانه ودریدلي. د خدای تعالی فریضه (جهاد) ته يې هیڅکله شا نه کړه. له همدې ځایه ده چې نن د دښمن له لیکو نه په جوپو جوپو عسکر د مجاهدینو په حقیت او ريښتینولۍ اعتراف کوي، او ورسره یوځای کیږي. د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد کمیسون په لارښونو سره د دښمن له لیکو څخه راجلا شويو عسکري ځوانانو شمیر تر زرګونو اوړي، چې په دې وروستیو کې ورسره یوځای شوي دي. په لاندي راپور کې ښکاري چې د روان کال په تیرو 9 میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو ساحو کې د کابل د ګډ سرې ادارې زیات شمیر وسلوال عسکر او پولیس تسلیم شوي چې له ځان سره یې بې شمیره وسلې او نور ډول ډول وسایط راوړي. تفصیلې راپور یې د یاد کمیسون لخوا خپور شوی چې دلته یې متخصراً داسی یادونه کوو: ټول تسلیم شوي عسکر 2959 تنه له 751 کلاشینکوفونو، 86 ثقیلانو، 44 راکیټونو، 17 هاوانونو، 94 نور مختلف النوع وسله، 149 چانټې، 52 موټرسایکل، 42 مخابرې، 5 ټانګونه، 1610 رینجرموټر، 3 د شپې دروبینان، 18000 د پیکا مرمۍ، 1 زغره، 1 د ماین آله، 17 ګرنیټونه، 15 صندوقه د ماشین مرمۍ، 27 صندوقه د شليکا او جرسي مرمۍ 12 صندوقه د دهشکې مرمۍ یې له ځان سره مجاهدینو ته تسلیم کړې دي. دا راپور زیاتوي چې د څلور نیمو کالو په جریان کې چې یاد کمیسون کار پیل کړی او له دوی سره د راجستر تسلیم شویو خلکو شمیر 20709 تنو ته رسیږي چې 4628 میله سپکه او درنه وسله یې مجاهدینو ته له ځان سره راوړې ده. له همدې نه ښکاري چې د جهادي بریاو ترڅنګ د مجاهدینو د دعوت او ارشاد د جذب و جلب پروسه هم خورا په اغیزمنه توګه پرمخ روانه ده او نژدي ده چې افغان ولس به د مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې د تلپاتي خپلواکۍ زیری واوري. وماذلک علی الله بعزیز.
06-10-2016
05-10-2016
04-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]