30-09-2016 لیکنه : عزام افغان رښتیاهم حقیقت نه پټیږي اوپه یوه نه یوه صورت کې خپل وجود ښیی، خو د حقیقت څرګندېدل هغه مهال خپل تأثر لا زیاتوي کله چې د هغوخلګوله خولو راښکاره شي چاچې یې تل د پټولو هڅي کړي وي. په افغانستان کې دیرغلګرو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن په پنټاګون کې دیوې ناستي پرمهال دا اعتراف وکړ چې:” دکابل رژیم او مجاهدینو تر منځ روانه جګړه په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې ده ” دښمن تل د مجاهدینو پر بریاؤ پرده اچولې اوپر حقیقت یې سترګي پټي کړي دي ، خو اوس خپل او دګوډاګیو دبد حالت لیدلو دې ته اړ کړي دي، چې وښیی چې نور لمر په دوو ګوتو نه پټيږي, د نوموړي جنرال دا اعتراف په ډاګه کوي چې مجاهدین دپخوا په پرتله ځواکمن شوي ، عملیات یې ګړندي کړي او دومره پياوړتیا یې موندلې ده چې دکابل دهغه رژیم سره په مساوي ډول مبارزه کوي دچاسره چې اته څلوېښت هیوادونه مله دي اوپر شایې ټپوي . دا دمجاهد ولس لپاره لویه لاس ته راوړنه او بریا ده او له همدې امله دستایني وړ دی چې باید مبارکي ورته وویل شي چې څوارلس کلني مقدسي مبارزې اود سپېڅلو شهیدانو پاکو وینو مو رنګ راوړی دی ، بې ساري قربانیو او پرله پسې فتوحاتو مو دښمن د خپلي ماتي منلو ته اړ کړی دی ، هغه نور دجګړې توان له لاسه ورکړی دی . تاسي یې وینئ چې ورځ تربلي یې حال بدتر کیږي او دهیوادله مختلفو ساحوڅخه یې د واک لمن ټولیږي, د الله تعالی مرسته او د غازي ولس څپاندي هلي ځلي دي چې په برکت سره یې دښمن مورال بایللی اوپه عالمي کنفرانسونو کې په ډاګه د خپل ناوړه حالت اعتراف کوي. که دغربیانو هغه لومړنۍ تکبرانه ادعاوي چې “مونږ به افغانستان په اته څلویښت ساعته کې ونیسو” ، د جورج بش هغه فرعوني لهجه چې “ماته بلاواسطه د خدای له لوري هدایات راکول کیږي ” . دنن ورځي دماتي اوله ذلته ډک اعتراف سره پرتله کړل شي ، نوداپه ډاګه ثابتوي چې دسویت یونین په څير دنړۍ دې ستر دجال هم دمسلمان افغان قوم پر وړاندي له رسوایی ډکه ماته خوړلې ده او داسي کاري زخم یې خوړلی چې دپیړیو په تېرېدلو سره به یې تدواي ونه کړای شي . د سپټمبر ۲۱ نېټه هر کال په نړیواله کچه دسولي د ورځي په توګه لمانځل کیږي . دپګواش نړیوال سازمان د دارالانشاء مشر پروفیسرپاولو کوټا رامسینو(Paolo Cotta Ramusino) هم دمجاهد ولس بریا او د اجیر رژیم ماتي ته اشاره وکړه او د سولي د نړیوالي ورځي په مناسبت یې د بي بي سي سره په خپلو څرګندونو کې وویل, چي حکومت طالبانوته ماته نه شي ورکولی ، د نوموړي دا وینا نه یوازي داجیر حکومت د بې وسۍ اقرار دی ، بلکي د دوی تر شا د ولاړو ټولو نړیوالو طاغوتونو پر مخ تونده څپېړه او د هغوی د زر او زور د اوبه کېدلو منل دي . طالبان په واقعي ډول یو داسي قوت دی، چي دښمن هم انکار نه شي ورڅخ کولای، دوی د جګړې په ډګر کي خپل برلاسی ثابت کړی او په دې وروستیو کي يې د هیواد په لر او بر کي د خپل واک ساحه نور هم پراخه کړې ده، په ډیره لنډه موده کي يې وکولای شوای، چي د هلمند په ۹۵ سلنه خاوره خپل واک ټینګ او دښمن په لښکرګاه کي کلابند کړي، په کندوز او اروزګان کي هم د کابل د رژیم واک د مرکزونو تر ځینو برخو ور محدود شوی او د هیواد په نورو برخو کي دښمن د ويري، تيښتي او شړلو په حال کي دی. طالبان او د کابل ګوډاګی رژيم د مادي وسائلو په لحاظ نشي سره پرتله کېدلی، د کابل رژیم د امریکا د ايف ۱۶، بی ۵۲، ډرون، ټانګونو، توپونو او ډول ډول وسلو او غربي عسکرو په مټ جګړه په مخ بیايي، خو طالبان د دغو مادي وسائلو په ځای په معنوي وسله سمبال او د الله تعالی په توکل او مرسته جګړه په مخ بیايي، همدا لامل دی، چي هغوی د وسائلو له کمبودي سره سره بريالي دي او اوس د هیواد تر ۷۰ سلنې په زیاته برخه واک لري.
06-10-2016
05-10-2016
04-10-2016
03-10-2016
02-10-2016
01-10-2016
27-09-2016
19-09-2016
بسم الله الرحمن الرحیم دمحرم میاشت یوه عظیمه دقدراواحترام میاشت […]
علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه د رانجو د استعمال د ګټو په هکله […]
لیکنه: نورالله خان احمدزی د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث […]
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد: د شاه شجاع چوکۍ ته د […]