Home / تازه لیکني او مقالې / د ډرون بریدونو قرباني ولس

د ډرون بریدونو قرباني ولس


په ډیر تاسف سره یو ځل بیا یرغلګرو افغان ولس د ویر او غم په ټغر کښېناوه، د هیواد والو د خوښۍ مراسم یې په غمونو ور بدل کړل.

اشغالګرو یو وار بیا خپله وحشي او کرغیړنه څېره د ښځو او ماشومانو په وژنه بربنډه کړه، هغه دا چي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د شډل په بازار د اشغالګرو په وروستي ډرون برید کي ۲۷ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول، دغه ټول وژنه هغه مهال رامنځته شوه چي په سیمه کي یو افغان حاجي تازه د حج د فریضي د اداء کولو څخه راستون شوی و، دوستان او قریبان یې مبارکۍ ته ورغلي وو، چي په دې خوشحالي کي ګډون ورسره وکړي.

د کابل رژیم د ولسي وګړو همدغه عام وژنه مني، خو تر دې دمه یې نه دغه پیښه غندلې او نه یې د ښکاره عاملینو په اړه څه ویلي دي.

دې وروستیو کي د یرغلګرو په ډرون حملو او شپنیو چاپو کي د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډيره شوې، هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کي د اشغالګرو په ډرون بریدونو او شپنیو چاپو کي د ولسي زیانونو خبرونه ورکول کیږي، خلګ د خپل مظلومیت نارې وهي، خو د بشري حقونو ټولني د یرغلګرو پر همدغو جنایتونو پټه خوله دي.

همداراز هغه رسنۍ چي د ازادۍ او بې طرفۍ شعارونه زمزمه کوي، د یرغلګرو او کابل رژیم پر جرمونو یې په اتفاق سره خولې پټي کړي دي.

روان کال کي د یرغلګرو په ډرون حملو کي د ولسي مرګ ژوبلي څو بېلګې په لاندي ډول دي:

د اپریل په ۷مه د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کي یرغلګرو د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د قومي مخورو په ګډون نولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي، د ځایې خلګو په وینا په نښه شوي کسان په ۳ موټرو کي سپاره، په سیمه کي د دوو قومونو د خپلمنځي شخړي دحل په موخه روان وو چي د پیښي ښکار شول.

د اپریل په ۷مه د ننګرهار ولایت پچیرآګام ولسوالۍ پچیر مارکیټ ته څیرمه اشغالګرو دملکي وګړو دسپرلۍ موټر باندي ډرون برید کړی، په دغه برید کي دیني عالم مولوي عبدالسلام او پیر قمرالدین شهیدان شوي او درې تنه نور ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د مئ په ۶مه د کندهارولایت د میوند ولسوالۍ د کلانکیچي په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۱مه د لوګر ولایت دازري ولسوالۍ او حصارک ترمنځ په سپاندوکڅ سیمه کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي،په ولایتي شوری کي د ازرې وکیل عبدالولي وکیل دپیښي د تائید ترڅنګ وایې چي په دغه حمله کي طالبان او ولسي وګړي ګډ وژل شوي دي.

د جون په ۱۲مه د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په اتړیو سیمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یو ملکي کوچي وګړی شهید شوی دی.

د جولای په ۱۹مه دننګرهارولایت دشیرزادو ولسوالۍ د طوطو په سیمه کي د یرغلګرو په ډرون حمله کي یې یو ملکي هیوادوال(عبدالکبیر)شهید شوی دی.

د اگست په ۱۲مه دپکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کي د یرغلګرو په برید کي دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،بمبار د ډاکټر وریښمن پر کور شوی او دنوموړي په ګډون د کورنۍ دیارلس تنه غړي یې شهیدان شوي دي.

افغان ولس له یوې خوا دکابل رژیم دایله جارو ټوپکمارو له لوري د وژلو،بندي کولو او ډول ډول ځورونو سره مخ دی،له بلي خوا د یرغلګرو او کابل رژیم په ګډو او ځانګړو شپنیو چاپو کي له لوی ناورین سره مخامخ دی.په تیره ډرون حملې دولسي مرګ ژوبلي ستر لامل شوی.


Leave a Reply !



//