Home / تازه لیکني او مقالې / د افغانستان کمزورې حکومتولي، د لویدیځوالو د کشمکش په ډب کې!!!

د افغانستان کمزورې حکومتولي، د لویدیځوالو د کشمکش په ډب کې!!!


بت شکن

د کابل د ګډوله ادارې اختلاس، اداري فساد، رشوت، غلا، مسلمان وژنې، وطن پلورنې احساس، بې دینۍ، اسلام ضد او د ولسي عداوت تعفن او بدبویي نه یوازې چې سیمه ایز هیوادونه مسموم کړي او په کدورت یې لړلي، بلکې خپل باداران او لویدیځي خواخوږې یې هم د خپلو مکروهو غازاتو او مکروبونو له چټلیو نه چاپیریال ساتنې ته اړیستې دي، هغه غربیان چې یې د خپلو مجللو شاهي ماڼیو نازولي عسکر د افغانستان د خوارې دیموکراسۍ د چاغیدو لپاره نذرانه کړل او هغه د جنرال دوستم خبره چې (امریکایانو افغانستان کې ډیر شهیدان ورکړي او د افغانستان خاوره د دوی د شهیدانو په وینو سره ده) او هم یې د دې پاشل کیدونکې ولسواکۍ د تحفظ لپاره د خپلو هیوادونو بي خرته پانګې او سرمایې دلته تباه شوې، خو بیا هم د دې دیموکراتیک حکومت د کامیابیدو او پرمختګ کومه نښه او نشان نه ښکاري، دوی نن د اشرف غني او عبدالله د ګډ حکومت څخه ناراضه ښکارې او نور دې حد ته رسیدلې، چې په خپلو رسمي نړیوالو غونډو کې پرې نیوکې پیل کړي .

د دې لپاره چې بیخې د کابل چارواکې نهیلې نه شي، یو شمیر هیوادونه یې بیا ننګه وکړي او د حکومتولۍ د مشروعیت څه کونجونه ورته تش پریږدي، د دې لپاره چې په اصطلاح د لویدیځوالو په ګوتو رغول شوې تنکۍ او ځوانه دیموکراسي له شړیدلو څخه وژغورل شي، لازمه ده چې ملل متحد ورته وخت نا خت رسمي غونډې جوړې کړي او نورې چندې او بسپنې ورته د ملاتړنې په موخه اعلان کړي، خو هلته چې د نورو ګڼ شمیر غربي هیوادونو زړونه له غمه ډک او نور چاودیدو ته نږدې دي، نور مزید تحمل د دې ناخوالو نه لري، نو په واز کومې او ژړانده غږ، د تایید او ملاتړ پرځای د کابل اداره چیان د افیون د غوزو په شان تر نشتر لاندې ونیسې او زخمې زخمې یې کړي، د غونډې د جوړیدو هدف معکوس شي او د ملاتړ غونډه په ناندریو پای ته ورسیږې.

په دې وروستیو کې د نیوزیلینډ هیواد چې د ملل متحد نوبتي مشري هم کوي او د افغانستان د دې غونډې ریاست یې هم کاوه، د بهرنیو چارو وزیر مککولې د افغانستان ګډ حکومت یو کمزوری او له فساده ډک وباله او دا یې د سولې په نه اعادې تضعیف کړ.

د نیوزیلنډي رسنۍ (nzherald.co.nz) د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مورې مککولي، په داسي حال کې چې هیواد یې د دوهمې دورې لپاره د امنیت شورا مشري کوي، او د افغانستان په اړه د ۲۰۱۶/۹/۱۵ شپې د غونډې ریاست یې هم په غاړه درلود، د افغانستان پر حکومت سختې نیوکې وکړې.

مککولي د افغانستان د حکومت پر مشرتابه د انتقاد په ترڅ کې وویل « هغه وخت راغلی چې په دې باب صادقانه خبرې وشي چې ولي په دغه هیواد کې سوله نه راځي.»

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هیواد د مالي او پوځي ملاتړ یادونه وکړه، ویې ویل چې ۱۰ کاله ۳۵۰۰ نیوزیلنډي پوځیانو په افغانستان کې خدمت وکړ او ځیني ووژل شول.

ده زیاته کړه، په تېرو ۱۵ کلونو کې د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره سره لا هم په افغانستان کې د سولې څرک د دې لپاره نه لګېږي چې حکومتولي پکې کمزورې ده.

مککولي وویل « دوه کاله وړاندې د ملي یووالي د نوي حکومت جوړېدا له شخصي ګټو او فساده د افغانستان د پاکولو لپاره نوې هیلې وغوړولې، خو موږ اوس څه وینو؟»

ده د ملي یووالي حکومت په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو په راوستلو او د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کولو کې ناکام وباله، ویې ویل چې دا د افغانستان د اوسني حکومت مشروعیت زیانمنوي.

د نیوزیلنډ (nzherald.co.nz) نه دي ویلي چې د منځني ختیځ د کوم هیواد استازو د مککولي د څرګندونو مخالفت وکړ او یا یې دقیقاً څه وویل.

نیوزیلنډي پوځیان له افغانستانه تر وتلو مخکې په بامیان ولایت کې دېره ول.

نور داسې ډیر امثال شته، چې له ورایه ترې د کابل د اوسنۍ ادارې د حکومتولۍ ضعف او ناکامې معلومیږې او داسې اشارې ورکوي، چې نور غربیان د کابل د اوسني حکومت په ملاتړ پښیمانه او نه غواړې چې تر آخرې سلګۍ پورې ورسره اوږه په اوږه ودریږې، نور د دې وخت رارسیدلی، چې یا خو د کابل اداره د خپلې کامیابي حکومتولۍ چاره وکړي او نړیوالو ته وښایې، چې دوئ کولای شي، چې هیواد کې یوه سالمه او له فساداتو پاکه اداره رامینځ ته کړي او یا دا چې خپل باداران او مرستندویان ترې لاس په سر شي او نور یې د افغانانو تبرګي ته پریږدي، چې هغوی يې د خپلې خوښې سره سم جوړ کړي.


Leave a Reply !



//