Home / بیلابیلي لیکني / اسلام له هر چا سره د خواخوږۍ لارښوونه کوي

اسلام له هر چا سره د خواخوږۍ لارښوونه کوي


حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا صَفْوَانُ بْنُ عِيسَى عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَجْلاَنَ عَنِ الْقَعْقَاعِ بْنِ حَكِيمٍ عَنْ أَبِى صَالِحٍ عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الدِّينُ النَّصِيحَةُ» . ثَلاَث مِرَارٍ, قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ لِمَنْ قَالَ « لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ ».

ژباړه: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت شوی، چي نبی علیه السلام وویل: دین نصيحت دی، درې ځله یې دا توري راوګرځول، صحابه وو رضی الله عنهم پوښتنه ورڅخه وکړه، چي اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! د چا لپاره نصيحت دی؟

نبی علیه السلام ورته وویل، چي د الله تعالی لپاره، د هغه د کتاب، د مسلمانو مشرانو او د عامومسلمانانولپاره .

نصيحت څه شی دی؟

توضيح اوتشريح:

نصيحت هغوتورو او الفاظو ته ویل کيږي، چي په ويلوسره یې د منصوح له(مخاطب) د خیر اراده کيږي او د دې معنا د ادايني لپاره په عربي کلام کي د نصیحت له توري پرته بله داسي کلمه نه ترسترګوکيږي، چي همدابشپړه معنا ادا کړای شي، نصیحت او نصح په اصل کي د خلوص او صميميت په معناسره ده، همداراز ویل شوي، چي د نصيحت لفظ له «نصح الرجل ثوبه» څخه را اخیستل شوی، يعنی هغه سړي خپله شلېدلې جامه پیوندکړه، لکه ناصح (نصیحت کونکی) چي په دې عمل سره د منصوح له(چاته چي نصیحت کول کیږي) د سموني او د هغه د خير ښېګڼي فکر کوي.

د شلېدلي جامې په پیوندولو سره د جامې عيب له منځه ځي، همداسي ناصح هم د منصوح له د ښېګڼي او خیر کوښښ کوي او له عيب او زيان څخه د هغه د ساتلو فکر کوي، له دې څخه موږ په خواخوږي سره تعبيرکوو.

د الله تعالی لپاره خواخوږي:

د الله تعالی لپاره د خواخوږي مطلب دادی، چي په الله تعالی ايمان راوړل شي، له هغه سره يو ډول شریک هم ونه نيول شي، د کمال او جلال ټول صفتونه د الله تعالی لپاره ثابت کړل شي، د عيب او زيان له ټولوصفاتوڅخه د الله تعالی پاکي بیان کړای شي، د الله تعالی لپاره بايد دوستي او د هغه لپاره دښمني وشي، د الله تعالی له تابعدارو کسانوسره دوستي او د هغه له نافرمانوسره دښمني کول، له کافرانوسره د جهاد فريضه ترسره کول، د الله تعالی د نعمتونو شکر اداکول او په ټولوحکمونوکي د اخلاص ترڅنګ د هغه فرمانبرداري کولوته له الله تعالی سره خواخوږي ویل کيږي.

په حدیث کي چي د خواخوږي نسبت د الله تعالی لوري ته شوی، دا په حقيقت کي د بنده لوري ته ورګرځي، ځکه دا په حقيقت کي له خپل ځان سره خواخوږي ده او د همدې خواخوږي ټوله ګټه خپله همدې ناصح ته ده، الله تعالی د هر ناصح (نصيحت کونکي) له نصيحت څخه بې پروادی.

دقرآن کريم لپاره خواخوږي:

دالله تعالی د کتاب خواخوږي داده، چي په دې ايمان ولرې، چي دا د الله تعالی کلام دی، الله تعالی دا کتاب په خپل پيغمبرمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم باندي نازل کړی، هيڅوک د داسي کلام د وړاندي کولوتوان نه لري، همداراز د هغه درناوی کول، د هغه د تلاوت حق اداکول، د قرآن کریم حروف په سمه توګه اداکول، یعنی په حسینه لهجه یې ویل او د محرفينوغلط او ناوړه تاويلات له قرآن کریم څخه لري کول، په قران کریم د ټولوحکمونوتصديق کول، د قرآن کریم حکمونه زده کول او په هغوعمل کول، د قرآن کريم د زده کړي خپراوی او د هغه لوري ته د خلکو رابلل هغه څه دي، چي د قرآن کریم لپاره خواخوږي ګڼل کيږي.

د نبی عليه السلام لپاره خواخوږي:

په دې حدیث کي که څه هم د نبی عليه السلام لپاره د خواخوږي يادونه –نه ده شوې، خو امام ترمذی رحمه الله د حضرت تميم داری په روایت هم حواله ورکړي او د تمیم داری روایت مسلم او داسي نورو روایت کړی، په هغه روایت کي د«ولرسوله» زياتونه شوې ده، له همدې امله دا غوره ده، چي له نبی عليه السلام سره د خواخوږي مطلب هم څرګند کړای شي، له نبی عليه السلام سره خواخوږي داده، چي د نبی عليه السلام د نبوت تصديق وکړای شي، د هغه له دوستانوسره خپلوي کول، د نبی عليه السلام درناوی اوتکریم کول، د نبی علیه السلام د طريقواوسنتو ژوندي ساتل، د هغه بلنه خپرول، د هغه په راوړي شريعت عمل کول او هغه خپرول، د نبی عليه السلام په لوړواخلاقوځان برابرول، د هغه له صحابه وواو اهل بیت رضی الله عنهم سره مينه کول، د هغه د سنتوله پرېښونکو بدعتیانواو د هغه د صحابه وو رضی الله عنهم په شان کي د سپکاوي کونکوڅخه ځان ژغورنه او داسي نور څیزونه له نبی علیه السلام سره د خواخوږي برخي دي.

له مسلمان مشرتابه سره خواخوږي:

دمسلمانومشرانوخواخوږي داده، چي د حق په خبروکي د هغوی مرسته، په حق کي د هغوی

پيروي او فرمانبرداري وشي، له نرمي او بشپړ ادب سره هغوی ته د حق لوري ته بلنه ورکول هغه څه دي، چي له مسلمانومشرانوسره خواخوږي بلل کيږي، علامه خطابی رحمه الله وايي: د مسلمانومشرانو لپاره خواخوږي داده، چي د هغوی ترشا لمونځ وکړئ، له هغوی سره يوځای په جهادکي برخه واخلئ، هغوی ته صدقې او زکاتونه ور ادا کړئ، که د هغوی له لوري ظلم او يا فساد څرګند شي، نو په خلاف یې باید توره راوانه خيستلای شي، په درواغجنوستاينو یې بايدچاري زيانمني نه کړای شي، د هغوی لپاره بايد له الله تعالی څخه د خیر او ښېګڼي دعا وغوښتله شي، همداراز د اسلامي مشرانو درناوی، د هغوی ادب او احترام ضروري دی او په هرهغه کارکي چي په هغه کي د الله تعالی نافرماني نه وي، په هغوکي د امیراطاعت لازم دی، داهغه څه و، چي د مسلمان حاکم خواخوږي ګڼل کيږي.

ژباړن: موسی مهاجر

 


Leave a Reply !



//