Home / news / د تسلیم شویو کسانو دحفاظت په اړه اعلامیه

د تسلیم شویو کسانو دحفاظت په اړه اعلامیه


بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت، د نظامي کمیسیون د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایاتو عمومي اداره
د تسلیم شویو کسانو د حفاظت په اړه اعلامیه
الحمدلله د الله (جلّ جلاله) په نصرت د ارزګان ولایت د غیورو مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې د ارزګان ولایت د فتحي په درشل کي دی؛ نو باید ټول مسئولین، مجاهدین اوعام مسلمانان دي ته جدي توجه وکړۍ، کوم کسان چې له مزدورې ادارې راجلا او له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي، د دغوکسانو پوره حفاظت وکړي چې څوک هیڅ ډول ضرر ورته ونه رسوي، یا د انتقام اخیستلو اقدام ونه کړي، ځکه تیره ورځ داسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د عمومي ریاست لخوا د عمومي عفوې اعلامیه خپره شوه، چې دراوتلیو کسانو سر، مال، عزت او ابرو به په امن کې وي، که څوک د انتقام اخیستلو اقدام وکړي، دابه د شوې وعدې د ماتولو اوغدر په معنی وي اوداسې عمل په اسلام کې ممنوع او دالهي نصرت دقطعې او دمجاهدینو لپاره دناکامۍ سبب ګرځي، باید په لوی لاس د ناکامۍ عوامل ایجاد نه کړو
او په راوتلیو کسانوکې که چاته ضرر ورسول شو نو هغه دې عاجل د ملکي تلفاتو د مخنوي اوسمع شکایاتو ادارې ته خبرورکړي ځکه دااداره د همدې هدف لپاره داسلامي امارت په تشکیلاتو کې ایجاد شوي ده.
دسمع شکایاتو د ادارې نمبرونه په لاندې توګه دي.
(۰۷۷۲۹۵۲۸۰۴)
(۰۷۹۴۷۱۷۹۴۶)
۷/۱۲/۱۴۳۷/هق/۱۸/۶/۱۳۹۵هش


Leave a Reply !



//