Home / شعراو ادب / لکه دا زړه

لکه دا زړه


بهار مستغفر

عجــــــــــــــیبه راته ګـران یې دا په څه لکه دا زړه
بې تا مي نشته ژوند یوه شــــــــــېبه لکه دا زړه

دا ټول د بازارونو مصنوعي ښــــــــــکلي درځار شه
اې! تا ته وایــــــــــــــم بس دغه یو ته لکه دا زړه

چي بوټي یې ریـــــــــــحان دي او ډبري یې یاقوت
خو ته غــــــــېږه کي اوسې د دې غره لکه دا زړه

دا ټول دامت غړي درنه سا اخلي جـــــــــــــــــــانانه
ســــــــــــــینه کې یې د میني یو ټوټه لکه دا زړه

خدای مکړه زمونږ روحه مونږ به ټول شو زاره ترکي
چي مونږ سره به کاندې مخه ښه لــــــــکه دا زړه

که نور خزان ځپلو زړو کې ساتي بـــــــــــــــــهارونه
خو تا (بـــــــهار) سـاتي کور کې د زړه لکه دا زړه


Leave a Reply !



//