26-03-2015 نن په کابل کي دعلماوو په ګډون سلګونو کسانو په افغانستان کي دمدني ټولنو دبندولو غوښتنه کوله. عالمانو ویل، چي غرب غواړي دمدني ټولنو په واسطه په افغانستان کي بې اتفاقي ته لمن ووهي او غواړي دهمدې مدني ټولنو په وسيله دخلکو باور په علماوو کم کړي. سلګونه کسان دشاه دوشمشېره په سیمه کي راټول شوي وو او دمدني ټولنو او نورو کړیو له لوري يې اسلام او علماوو ته دسپکاوي وروستۍ هڅي وغندلې. دتیري پنجشنبې په ورځ دشاه دوشمشېره په سیمه کي دقرآن کریم دسوځولو په تور دیوې ښځي تر وژل کېدلو وروسته په اسلامي مقدساتو نیوکي ډيري شوي دي. مدني ټولني هڅه کوي، چي ددغې ښځي له وژلوڅخه داسلام په ضد ګټه واخلي او ددغې ښځي په وژنه کي علماء تورنوي. نننۍ مظاهره چي سلګونو کسانو پکي ګډون کړی وو، په رسنیو هم نیوکي وشوې، دمظاهرې ګډونوالو ویل، چي رسنۍ دغرب په اشارو هڅه کوي، ترڅو دعلماوو په وړاندي دخلکو کرکه را وپاروي. مظاهره کونکو «مرګ داسلام په دښمنانو» او دمدني ټولنو په ضدشعارونه ورکول. دګډ رژيم تر جوړېدلو راوروسته داسلامي مقدساتو سپکاوی تر پخوا زیات شوی دی، چي دافغانانو غوسه یې را پارولې ده. احمدظريف
نن په کابل کي دعلماوو په ګډون سلګونو کسانو په افغانستان کي دمدني ټولنو دبندولو غوښتنه کوله.
عالمانو ویل، چي غرب غواړي دمدني ټولنو په واسطه په افغانستان کي بې اتفاقي ته لمن ووهي او غواړي دهمدې مدني ټولنو په وسيله دخلکو باور په علماوو کم کړي.
سلګونه کسان دشاه دوشمشېره په سیمه کي راټول شوي وو او دمدني ټولنو او نورو کړیو له لوري يې اسلام او علماوو ته دسپکاوي وروستۍ هڅي وغندلې.
دتیري پنجشنبې په ورځ دشاه دوشمشېره په سیمه کي دقرآن کریم دسوځولو په تور دیوې ښځي تر وژل کېدلو وروسته په اسلامي مقدساتو نیوکي ډيري شوي دي.
مدني ټولني هڅه کوي، چي ددغې ښځي له وژلوڅخه داسلام په ضد ګټه واخلي او ددغې ښځي په وژنه کي علماء تورنوي.
نننۍ مظاهره چي سلګونو کسانو پکي ګډون کړی وو، په رسنیو هم نیوکي وشوې، دمظاهرې ګډونوالو ویل، چي رسنۍ دغرب په اشارو هڅه کوي، ترڅو دعلماوو په وړاندي دخلکو کرکه را وپاروي.
مظاهره کونکو «مرګ داسلام په دښمنانو» او دمدني ټولنو په ضدشعارونه ورکول.
دګډ رژيم تر جوړېدلو راوروسته داسلامي مقدساتو سپکاوی تر پخوا زیات شوی دی، چي دافغانانو غوسه یې را پارولې ده.
احمدظريف
03-07-2015
02-07-2015
01-07-2015
24-06-2015
روژه اوانرژې دانرژۍ ولاسته راوړلولپاره وغذاته اړتیاشته، هغه […]
قریب ته صدقه ورکول افضل دی اوکه مجاهدته ؟ پوښتنه: یوتن وایې […]
الاستفتاء رقم ۲۱۱۸ محترم مفتي صاحب ! زموږ قبله ګاه صاحب دشوګر بیمار […]
را ټولونکی : حماس افغان دويمه لويه ګناه قتل ( وژنه ) خداى جل جلاله […]