Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / په غزني کي عسکر دخلکو کورونه لوټي

په غزني کي عسکر دخلکو کورونه لوټي


دغزني ولایت خلکو شکایت کړی، چي دهغو عملیاتو په ترڅ کي چي له تیرو دریو ورځو راهیسي ددې ولایت په اندړو او دهیک ولسوالیو کي پيل شوي عسکرو ددوی کورونه لوټلي دي.

په دغو عملیاتو کي چي نن يې څلورمه ورځ ده تراوسه درژیم له لوري دښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر ولسي وګړي ټپیان او شهیدان شوي دي.

راپورونه وايي، چي درژیم عسکر تراوسه دسړک په غاړه او دښتو کي ولاړ او دسړک دغاړي په کلیو کي عملیات کوي، عسکر دمجاهدینو له ویري ساحې ته نشي داخلېدلی.

له سيمي څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چي له تیرو دریو ورځو راهیسي درژیم له عسکرو سره جګړه روانه ده او تراوسه عسکرو هیڅ ډول پرمختګ نه دی کړی،یوازي دسړک دغاړي په کورونو کي دعملیاتو په نامه غلاوي کوي.

دسیمي خلک شکایت کوي، چي عسکر او اربکیان ددوی کورونو ته دتالاشۍ په بانه ورځي او بیايې له کورونو څخه غلاوي کوي.

ویل شوي، چي اربکیانواو درژيم عسکرو له ځینو کورونو څخه دښځو ګېڼې هم غلا کړي دي.

راپورونه وايي، چي درژیم عسکر هغه کلي او سیمي په هاوانونو او توپونو ولي، چي دوی له ویري ور تلای نشي.

تیره ورځ داجیري اردو عسکرو په اندړو ولسوالۍ کي یو ۷۰ کلن سپين ږيری په شهادت ورساوو.

راپورونه وايي، چي پرون ورځ په دهیک ولسوالۍ کي عسکرو دهاوان په برید کي چي په یوه کور ولګېدو، دوه تنه شهيدان، څلور میرمني او دوه تنه ماشومان يې ټپيان کړل.

دیادوني وړ ده، چي داندړو ولسوالۍ اربکیان له ډیر وخت راهیسي دهغو کلیو له خلکو څخه میاشتني ټيکسونه په زور اخلي، چي دوی پوستې پکي لري.

داندړو ولسوالۍ خلکو وړاندي هم څوځله داربکیانو له ظلم او تیري څخه شکايتونه کړي دي، ویل کیږي، چي اربکیان په دې برسېره چي له هره کوره میاشتنۍ معلومي پيسې اخلي،د سیمي مالداره خلک تښتوي اوبیايې دپيسو په بدل کي خوشي کوي، دیوه څېړنيز راپور له مخي، تراوسه اربکیانو تر۴ميلیونو زیاتي پيسې داندړو ولسوالۍ له خلکو اخیستي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !