Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / په یمن کي دحوثيانو په خلاف دسعودي عملیات روان دي

په یمن کي دحوثيانو په خلاف دسعودي عملیات روان دي


له تیري نيمي شپې راهیسي په یمن کي دحوثي ملېشو په خلاف دسعودي عربستان په مشرۍ دلسو هیوادونو عملیات روان دي.

دسعودي عربستان او نورو هیوادونو الوتکو دحوثیانو په مهمو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه عملیات چي دعاصفة الحزم په نوم پيل شوي، اوس هم روان دي، ویل شوي، چي په صنعا کي دولسمشرۍ ماڼۍ، دحوثیانو پوځي مرکزونه، هوايي ډګر او یوشمېر نور ځایونه بمبار شوي دي.

راپورونه وايي، چي دصنعاپه هوايي ډګر کي دحوثیانو څلور الوتکي دبمبارۍ په ترڅ کي تخریب شوي دي.

ویل شوي، چي دعاصفة الحزم په عملیاتو کي دالعند په هوايي ډګر هم بریدونه شوي دي، چي مخکي دامریکایانو مهمه اډه بلل کېدله او تیره ورځ حوثیانو ولکه پرې وکړه.

په امریکاکي دسعودي عربستان سفیر ویلي، چي دوی دیمن دمشروع ولسمشر منصور هادي په غوښتنه دغه عملیات پيل کړي دي، نوموړي وویل، چي دغه بریدونه دامریکاپه مشوره پيل شوي دي.

ریاض ویلي، ترڅو چي خپلو موخو ته رسيږو دغه عملیات به روان وي.

دخلیج هیوادونو ویلي، چي دحوثیانو په خلاف يې عملیات وروسته ترهغه پيل کړل، چي دسولي خبري ناکامي شوې.

راپورونه وايي، چي دهوايي بریدونو له ا مله حوثیانو خپل پرمختګ درولی دی او له ځینو سیمو څخه تيښتي ته اړ شوي دي.

دغه بمباري په داسي مهال پيل شوې، چي حوثیانو دیمن دموقتي پلازمیني عدن په لوري په ډیره چټکي سره پرمختګ کاوو.

احمدظریف


Leave a Reply !



Leave a Reply !