Home / news / غزني کې دښمن د خلکو کورونه په توپونو ويشتلي
غزني کې دښمن د خلکو کورونه په توپونو ويشتلي

غزني کې دښمن د خلکو کورونه په توپونو ويشتلي


له پرون راهيسې دښمن د غزني ولایت په شلګر او دیک ولسواليو کې د مجاهدینو په ضد د عملیاتو د پيل ادعاوې کوي.

په دغو ځایونو کې د دښمن بې روحې عسکر، پولیس او اربکیان د مجاهدینو له سختو بریدونو سره مخ شوي او ځای په ځای دریدلي دی.

له پرونه راهيسې په یادو سیمو کې ددښمن ۳ ټانکونه ویجاړ شوي او ګڼ شمير عسکر او پوليس يې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

وروسته له هغه چې په یادو ټولو سیمو کې د مجاهدینو لخوا دښمن ته خوله ماتونکی ځواب وویل شو، دښمن هم له ملکي خلکو نه د انتقام اخیستلو ته مخه کړه چې له تیرې ورځې راهيسې يې د شلګر ولسوالۍ په شیرقلعه، ګوریانو، بیدکه، چهاردیوال، او نیازو کلي، طلاقلعه، چهارخانه کلي او د دیک ولسوالۍ نیازقلعه، سرانداز قلعه او شیراکلي دا ټول د هوان او توپونو تر بریدونو لاندې راوستي چې په یادو سیمو کې يي ګڼ ملکي خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کړي او زخمیان کړي دی، عجیبه لا دا چې تور يې هم په مجاهدینو پورې کړي چې دا دهغو هوانونه دي؟!!

له بله پلوه نن دښمن ادعا وکړه چې په شلګر ولسوالۍ کې يي ۱۳ مجاهدین شهیدان او ۸ ټپيان کړي دي.

داخبره هیڅ حقیقت نه لري، په ټوله جګړه کې زموږ ۳ تنه مجاهدین سطحي ټپيان شوي دي ، نور هيڅ زیان نه لرو، همدا راز دښمن تیره شپه د شلګر ولسوالۍ په لیوانو سیمه کې یو اویا کلن سپین ږیری چې په پښو نشوای ګرځیدلی له کوره را ايستلي او د مجاهدینو د قومندان په تور يې شهید کړی دي.

دیو بل خبر له مخې نن له غرمې مخکې د غزني قرباغ ولسوالۍ کروسای سیمه کې ۲تنه مزدور عسکر په یوه قوي انفجار کې ځای په ځای ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۵/۶/۱۴۳۶ هــ ق

۵/۱/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/3/25م


Leave a Reply !



Leave a Reply !