24-03-2015 دامریکاپه تنسي ایالت کي دآسټن بی پوهنتون ته څېرمه دوسله وال برید په ترڅ کي ۵ تنه ټپیان شوي دي. دپولیسو ویاندې ناټالي هال ویلي، چي برید دآسټن بی پوهنتون ته څېرمه تیره شپه په ځايي وخت ۹ بجې ترسره شو، چي له برید وروسته سيمي ته پولیس ورسېدل او دپيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي. دتنسي ایالت چارواکو ویلي، چي تراوسه دبرید په تړاو څوک نیول شوي نه دي، چارواکو دبرید په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي. امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چي دپيښي ټپیان روغتونونو ته ليږدول شوي دي، چي دروغتیايي وضعیت په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی. په امریکاکي دا برید په داسي مهال ترسره کیږي، چي په دې وروستیو کي په لويديځ کي بریدونه ډیر شوي، چي له امله يې خلک سخت اندېښمن شوي دي. ویل کیږي، چي دامریکايي حکومت له لوري له ليږکیو سره ناوړه چلند او دهغوی دحقونو تر پښو لاندي کول ډیری وخت ددې لامل کيږي، چي دلږکیو له لوري بریدونه ترسره شي. په امریکاکي په دوام داره توګه له ليږکیو سره نژادي تعبیض کیږي، وژل کیږي او حقونه یې تر پښو لاندي کيږي، چي هغوی بیا په انتقامي بریدونو لاس پوري کوي. احمدظريف
دامریکاپه تنسي ایالت کي دآسټن بی پوهنتون ته څېرمه دوسله وال برید په ترڅ کي ۵ تنه ټپیان شوي دي.
دپولیسو ویاندې ناټالي هال ویلي، چي برید دآسټن بی پوهنتون ته څېرمه تیره شپه په ځايي وخت ۹ بجې ترسره شو، چي له برید وروسته سيمي ته پولیس ورسېدل او دپيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.
دتنسي ایالت چارواکو ویلي، چي تراوسه دبرید په تړاو څوک نیول شوي نه دي، چارواکو دبرید په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چي دپيښي ټپیان روغتونونو ته ليږدول شوي دي، چي دروغتیايي وضعیت په اړه يې راپور نه دی ورکړل شوی.
په امریکاکي دا برید په داسي مهال ترسره کیږي، چي په دې وروستیو کي په لويديځ کي بریدونه ډیر شوي، چي له امله يې خلک سخت اندېښمن شوي دي.
ویل کیږي، چي دامریکايي حکومت له لوري له ليږکیو سره ناوړه چلند او دهغوی دحقونو تر پښو لاندي کول ډیری وخت ددې لامل کيږي، چي دلږکیو له لوري بریدونه ترسره شي.
په امریکاکي په دوام داره توګه له ليږکیو سره نژادي تعبیض کیږي، وژل کیږي او حقونه یې تر پښو لاندي کيږي، چي هغوی بیا په انتقامي بریدونو لاس پوري کوي.
احمدظريف
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]