Home / اعلامیه / د کابل غزني په لویه لاره په بس موټر دبرید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
د کابل غزني په لویه لاره په بس موټر دبرید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل غزني په لویه لاره په بس موټر دبرید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې


 

تيره شپه د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ هفت آسیاب سیمه کې په لویه لاره د مسافرو په یوه بس موټر ډزې وشوې چې له امله يې د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.

اسلامي امارت دغه پيښه غندي او د استخباراتي کړیو کار يې بولي.

دا پيښه په مجاهدینو پورې اړه نه لري او نه هم دعامو خلکو په موټر ډزې او دهغو وژل کومه بریا، یا هدف دی.

موږ د وژل شووکسانو له کورنيو سره خواخوږي ښيو او هڅه کوو ترڅو د دغې پيښې عاملين پيداشي، که اسلامي امارت وتوانید چې دغه کسان وپيژني او ويې نيسي، ژمنه کوي چې هغوی به د شرعي حکم مطابق د خپل شوم عمل په سزا ورسوي. ان شاءالله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۴/۶/۱۴۳۶هـ ق

۴/۱/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/3/24م

 


Leave a Reply !



Leave a Reply !