Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / په غزني کې دماشومانو دشهادت په اړه د تسلیت پیغام او څرګندونې
په غزني کې دماشومانو دشهادت په اړه د تسلیت پیغام او څرګندونې

په غزني کې دماشومانو دشهادت په اړه د تسلیت پیغام او څرګندونې


نن مازدیګر ناوخته د غزني ولایت په مرکز قاضي کلا سیمه کې د ماشومانو د لوبو په میدان کې د دښمن له یوې نيږدې پوستې څخه د هوان ډزې وشوې، چې له امله يې ۵ تنه ماشومان شهیدان او تر لسو پورې ټپيان شول.
له پيښې څخه لږ وروسته دښمن هڅه وکړه چې پيښه په مجاهدینو پورې وتړي، خو داخبره هيڅ حقیقت نه لري، موږ نن په سیمه کې هيڅ ډول عملیات او برید نه درلود اونه هم دلته زموږ لپاره کوم هدف وو.

موږ ددښمن دا وحشي عمل په کلکو ټکو غندو، او په پيښه کې دشهیدان شویو ماشومانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼو او قریبانو ته یې دتسلیت اعلی مراتب وړاندي کوو
دښمن تل هڅه کړې چې داسې موضوعات په مجاهدینو پسې وتړي او د هغو په ضد د تبلیغاتو په ډول استفاده ترې وکړي.
لازمه بولو چې په دې اړه خپل غبرګون وښيو، موږ د کره شواهدو له مخې دا جنایت د دښمن د وحشي عسکرو کار بولو.
د کابل رژیم امنیتي چارواکو ډیره هڅه وکړه چې په خپل جنایت پرده واچوي او پړه یي پر مجاهدینو واچوي خو څرنګه چې د محل خلک پوهیدل چې کار د دښمن د عسکرو لخوا شوی، نو يې د خپلو شهیدانو جسدونه د اعتراض په ډول د ولایت ودانۍ ته وروړل، او تر ماښام ناوخته پوري هلته په احتجاج ولاړ وو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۶/۱۴۳۶هـ ق
۳/۱/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/3/23م


Leave a Reply !



Leave a Reply !