23-03-2015 دترکيې یوې نظامي محکمې پرېکړه کړې، چي له مخي يې دوسله والو ځواکونوپه پوځي اډو، دفترونو او داستوګني په ځایونو کي په حجاب لګېدلی بندیز لري شو. دترکیې پوځي محکمې دترکیې دوسله والو ځواکونو دتشکيلاتو دقانون هغه ماده باطله کړه، چي له مخي يې په ځانګړو نظامي ځایونو کي په حجاب بندیز لګول شوی وو. ویل شوي، چي محکمې دغه پرېکړه وروسته ترهغه وکړه، چي کله دترکيې دوسله والو ځواکونو دیوه افسر میرمن په حجاب کي داستوګني بلاکونو ته ننوتله او دځینو مقاماتو له مخالفت سره مخ شوه، دغې میرمني محکمې ته مراجعه وکړه او څرګنده يې کړه، چي په ټولو ملکي ادارو کي په حجاب لګېدلی بندیز لري شوی دی، باید په پوځي ادارو او ځایونو کي هم په حجاب بندیز لري شي. دانقرې نظامي محکمې ددغې حجاب لرونکې میرمني په ګټه پرېکړه کړې او په نظامي ځایونو کي يې په حجاب لګېدلی بندیز ختم کړ. له دې پرېکړي سره په ترکیه کي په حجاب لګېدلي ټول بندیزونه لري شول. دیادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي په ښوونځیو، عامه ځايونو، ملکي ادارو او داسي نورو کي په حجاب لګېدلي بنديزونه لري شوي دي. په ترکیه کي له ۱۹۲۵ کال راهیسي په حجاب بندیز لګول شوی وو، چي په دې وروستیو کلونو کي دعدالت او پرمختګ دواکمن ګوند له لوري په تدريجي ډول دغه بنديزونه لري شوي دي، چي وروستی هغې يې اوس ختم شو. که څه هم دترکیې دحکومت له لوري په حجاب دبندیزونو له لري کېدلوسره ددغه هیواد سيکولر ګوندونه خپل مخالفت ښيي، خو حکومت وايي، چي دحجاب اغوستل دهري ميرمني خپل حق ده، چي باید دا حق ورڅخه وانخیستل شي. احمدظريف
دترکيې یوې نظامي محکمې پرېکړه کړې، چي له مخي يې دوسله والو ځواکونوپه پوځي اډو، دفترونو او داستوګني په ځایونو کي په حجاب لګېدلی بندیز لري شو.
دترکیې پوځي محکمې دترکیې دوسله والو ځواکونو دتشکيلاتو دقانون هغه ماده باطله کړه، چي له مخي يې په ځانګړو نظامي ځایونو کي په حجاب بندیز لګول شوی وو.
ویل شوي، چي محکمې دغه پرېکړه وروسته ترهغه وکړه، چي کله دترکيې دوسله والو ځواکونو دیوه افسر میرمن په حجاب کي داستوګني بلاکونو ته ننوتله او دځینو مقاماتو له مخالفت سره مخ شوه، دغې میرمني محکمې ته مراجعه وکړه او څرګنده يې کړه، چي په ټولو ملکي ادارو کي په حجاب لګېدلی بندیز لري شوی دی، باید په پوځي ادارو او ځایونو کي هم په حجاب بندیز لري شي.
دانقرې نظامي محکمې ددغې حجاب لرونکې میرمني په ګټه پرېکړه کړې او په نظامي ځایونو کي يې په حجاب لګېدلی بندیز ختم کړ.
له دې پرېکړي سره په ترکیه کي په حجاب لګېدلي ټول بندیزونه لري شول.
دیادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي په ښوونځیو، عامه ځايونو، ملکي ادارو او داسي نورو کي په حجاب لګېدلي بنديزونه لري شوي دي.
په ترکیه کي له ۱۹۲۵ کال راهیسي په حجاب بندیز لګول شوی وو، چي په دې وروستیو کلونو کي دعدالت او پرمختګ دواکمن ګوند له لوري په تدريجي ډول دغه بنديزونه لري شوي دي، چي وروستی هغې يې اوس ختم شو.
که څه هم دترکیې دحکومت له لوري په حجاب دبندیزونو له لري کېدلوسره ددغه هیواد سيکولر ګوندونه خپل مخالفت ښيي، خو حکومت وايي، چي دحجاب اغوستل دهري ميرمني خپل حق ده، چي باید دا حق ورڅخه وانخیستل شي.
احمدظريف
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]