Home / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / سوریه کي جګړې رواني دي، مخالفین دبصر الشام ښار ته ننوتلي
سوریه کي جګړې رواني دي، مخالفین دبصر الشام ښار ته ننوتلي

سوریه کي جګړې رواني دي، مخالفین دبصر الشام ښار ته ننوتلي


دسوريې دانقلاب عمومي هيئت اعلان کړی، چي درژیم مخالف وسله وال دبصرالشام ښار ته ننوتلي او په جګړو کي يې یوشمېر پوځیان او ملېشې وژلي دي.

راپورونه وايي، چي درژیم الوتکي دبصرالشام په ښار او ددرعا په نورو سیمو سخته بمباري کوي.

درژیم مخالفینو ویلي، چي دبصرالشام په ښار کي يې درژيم مهم مرکزونه او پوستې نیولي دي او له رژیم سره سخته جګړه روانه ده.

ویل شوي، چي دبصرالشام ښار استراتيژيک اهمیت لري.

په يوه بل پرمختګ کي دسوريې دوه اسلامي ډلي احرارالشام او صقور الشام سره یوځای شوي او له دواړو ډلو داحرارالشام الاسلامیة په نوم یوه ډله جوړه شوې ده.

داحرار الشام او صقور الشام مشرانوویلي، چي دوی دصف دیووالي له امله دغه اقدام کړی دی، دوی له نورو ډلو هم غوښتي، چي په خپلو منځو کي سره متحد شي، ترڅو دسوريې ظالم رژیم نسکور کړای شي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي درژیم الوتکو ددیرالزور اوحما په ولایتونوکي بمباري کړې ده، چي تراوسه يې دمرګ ژوبلي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

یاد سازمان ویلي، چي دالسويداء په بکا او ذيبین سیمو کي درژيم او اسلامي ډلو ترمنځ دجګړو په ترڅ کي درژيم ۹ پوځیان وژل شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي په دیرالزور، درعا، حمص، حماء، دمشق او نورو سیمو کي درژيم او مخالفینو ترمنځ جګړې رواني دي.

په سوریه کي جګړې په داسي مهال ادامه لري، چي تیره ورځ دالحق لواء چي له احرارالشام سره یوځای شوې درژیم یوه چورلکه وویشتله او دپيلوټ په ګډون يې پکي سپاره کسان ژوندي ونیول.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !