Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د مشرانو شهادتونه جهادي صف ته نوی مورال ور کوي!
د مشرانو شهادتونه جهادي صف ته نوی مورال ور کوي!

د مشرانو شهادتونه جهادي صف ته نوی مورال ور کوي!


د اسلام دمبارک دین له مخې د حق په لاره کې شهادت د هر مسلمان آرمان دی، د شهادت لورېینه الله جل جلاله په ځينو کسانو کوي ( …ویتخذ منکم شهداء… ) آل عمران. ۱۴۰. ترڅو الله جل جلاله له تاسو څخه ځینې کسان د شهادت لپاره غوره کړي، شهادت دومره لوړ منزلت دی چې آن خیر البشر او سید الکونین نبي کریم صلی الله علیه وسلم دیو حدیث په یوه برخه کې داسې تمنا کړې: (…وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوَدِدْتُ أَنِّي أُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ ) رواه البخاري. باب تمني الشهادة.

ژباړه …زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح یې په واک کې ده چې هرومرو خوښوم د الله په لاره کې ووژل شم، بیا را ژوندی کړی شم، بیا ووژل شم، بیا را ژوندی کړی شم، بیا ووژل شم بیا راژوندی کړی شم او بیا ووژل شم.

د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمـد منصور رحمه الله شهادت د نوموړي لپاره د دنیا اوآخرت نیکنامي او عزت، او د افغان مجاهد ولس لپاره تاریخي ویاړ دی، دښمن باید پوه وي چې دغه ویاړمن شهادت د افغان مجاهد ولس په ځانګړي ډول د سنګر د مجاهدینو روحیه نه یوازې دا چې کمزورې کولی نشي بلکې پیاوړې کوي یې، د حق لاره قرباني غواړي، د شهیدانو وینې په حقیقت کې ددښمن لپاره توپان او د حق د لارویانو لپاره د لارې مشالونه دي.

یاده تروریستي پېښه ښيي چې یرغلګر نه غواړي افغان ولس خپلواک او آرام ژوند وکړي، هسې په خوله د سولې نارې وهي او په عمل کې د آرامۍ او سولې خلاف کړنو ته لاس اچوي.

یرغلګر او ور سره ملګري يې باید پوه شي چې په زور کلي نه کېږي، څه چې پنځلس کاله تاسو تجربه کړل، که په رښتیا غواړئ د خپلو عسکرو ژوند خوندي کړئ او افغان مظلوم او کړېدلی ولس د آرام ساه واخلي تر ټولو معقوله او منطقي لاره یې د اشغال پای ته رسول او افغان ولس خپل برخلیک ټاکلو ته پرېښودل دي.

د افغانستان اسلامي امارت په ټولو منصفو نړیوالو، اسلامي هېوادونو او مسلمانانو غږ کوي چې د یرغلګرې امریکې دا ډول تروریستي کړنې او ظلمونه په کلکه وغندي، او له افغان ولس سره د اشغال په پای ته رسولو کې هر اړخیزې مرستې وکړي.


Leave a Reply !



//