Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / ولس باید د یرغلګرو د دسیسو ښکار نشي!
ولس باید د یرغلګرو د دسیسو ښکار نشي!

ولس باید د یرغلګرو د دسیسو ښکار نشي!


له څو ورځو راهیسې د ټوټاپ په نامه د برېښنا د یوې پروژې پر سر د هېواد په ګڼو برخو کې قومي، سمتي او مذهبي کرکو او نفرتونو زور اخیستی، چې د افغانانو په سیاسي تاریخ کې یې بیلګه نه تر سترګو کېږي. دا هر څه د یرغلګرو په اشاره او د ګوډاګۍ ادارې تر څارنه لاندې ددې لپاره تر سره کېږي. تر څو له یوې خوا د ملي پروژو د پلي کېدو او د هېواد د پرمختګ مخنیوی
وشي، او له بلې خوا افغان ولس د تل لپاره په خپلو کې دښمن، د خپلو اړتیاوو او هیلو پوره کولو لپاره یرغلګرو او د هغوی
لاسپوڅو ته اړ وي، خپله اراده او واک ونه لري. بلکې د دوی له غوښتنو او ارادو سره سم و چلېږي.
افغان مجاهد ولس له پیله د یرغل او یرغلګرو قباحت پېژانده، چې د څه لپاره راغلي او څه غواړي! ځکه خو یې په وړاندې په مقدس جهاد لاس پورې کړ، او لا روان دی، خو هغه ځینې ناخبره او خوشباوره کسان چې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو په پوچو شعارونو یې باور کاوه، اوس به یې حقیقت درک کړی وي چې یرغلګر او د هغوی لاسپوڅې اداره څه غواړي او د څه لپاره کار کوي! که دوی په رښتیا د افغان ولس غم کولی په دې پنځه لس کلونو کې او له دومره پرېمانه امکاناتو سره خو به یې کم تر کمه د اوبو یو لوی بند جوړ کړی وی چې تر یو وخته افغان ولس پرې آسوده، او نورو ته له یو څه احتیاج نه خلاص وی.
دافغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټولو پرګنو او ولسونو غږ کوي چې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو د توطیو اودسیسو ښکار نه شئ! باید هوښیار اوسئ! د خپل مبارک دین حکم ته جدي پاملرنه وکړي، زمونږ او ستاسو مبارک دین مسلمانانو ته حکم کوي چې له هر ډول سمتي، قومي او ژبنیو کرکو څخه ځان وساتي، او دا د سلیم فطرت غوښتنه ده.
ددې پر ځای چې خپل فکر، ځواک او واک په خپلو کې د یو اوبل د ځپلو او کمزوري کولو لپاره کاروئ، باید د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د شړلو لپاره یې وکاروئ، تر څو خپله خپلواکي تر لاسه او د یو هوسا او ډاډمن ژوند لپاره لاره هواره شي. و ما ذلک علی الله بعزیز.

Leave a Reply !



//