Home / news / په پروان کې امریکايي اشغالګرو او مزدورو عسکرو دعامو خلکو په ځورولو او چاپو لاس پورې کړی

په پروان کې امریکايي اشغالګرو او مزدورو عسکرو دعامو خلکو په ځورولو او چاپو لاس پورې کړی


له تیرو څو ورځو را په دې خوا د پروان ولایت د مرکز چاریکارو، بګرام، جبل السراج او سیدخیلو ولسوالیو اړوند کلیو او کورونو باندې امریکايي اشغالګروعسکرو او دکابل ادارې مزدورو استخباراتو دعامو کليوالو په ضد چاپې وهل پيل کړي دي.
د دغو بریدونو او وحشتونو په لړکې د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو او د سیدخیلو ولسوالۍ په کليو باندې چاپې وهل شوې، خلک له کورونو راايستل شوي، وهل شوي او ډبول شوي، کورونه يي بې موجبه تلاشي شوي او له کورڅخه يې قیمتې توکي په غلا وړل شوي دي.
د بګرام ولسوالۍ دکراچي کلي کې دشیرمحمد په نوم د یوعام کلیوال په کور تیره شپه چاپه وهل شوی، پخپله شیرمحمد يې په خورا قساوت سره دخپلې کورنۍ ترمخ شهید کړی، ۳ زامن او خپلوان يي ټپيان او له ځانه سره یوړل، کور يي تلاشي او بیا چور کړ.
همدا راز د پروان د مرکز چاریکارو مربوط عبدي بای په کلی هم امریکایانو او غلامانو څو شپې مخکې چاپه اچولي خلک يې وهلي ډبولي او بندیان کړي دي، د کور قیمتې توکي يي له ځانه سره په غلا وړي دي.
دا وحشت په داسې حال کې زیاتيږي چې دښمن د هیواد په لر او برکې د مجاهدینو له سختو بریدونو او وارخطايویو سره مخ دی.
دښمن دجګړې په ډګر کې له ناکامیو او تلفاتو لیدو څخه وروسته هڅه کوي چې کسات له عامو خلکو واخلي د شک او غلطو راپورو نو په اساس دخلکو په کورونو حمله کوي، ځورول کوي او وحشت ته يې مخه کړي.
په هیواد کې تیرو تجربو ښودلې چې دعامو خلکو په وړاندې دا ډول ظلم او دهغو په کورنو تیری کول به د امریکایي اشغالګرو او دهغو د غلامانو په ضد دولس کرکه لاهم زیاته کړي، ددې پرځای چې داکار يي په امنیت ساتلو کې مرسته ورسره وکړي ان شاءالله د زوال په ګړندي کیدو کې به يي ممد تمام شي او ملت به د خپل ځان د هرڅه ژرنجات په هیله هم له مجاهدینو سره خپلې همکارۍ ډیروي او د دښمن په وړاندې به يي نفرت اوج ته رسیږي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۷/۸/۸هـ ق
۱۳۹۵/۲/۲۶هـ ش ــ 2016/5/16م


Leave a Reply !



//