Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د شهیدانو موسکاوې د مقدس جهاد د حقانیت بېلګه!

د شهیدانو موسکاوې د مقدس جهاد د حقانیت بېلګه!


د کابل لاسپوڅې ادارې دتېرې یک شنبې په ورځ ( ۱۳۹۵ / ثور / ۱۹ ) د افغان مجاهد ولس ۶ تنه اصیل او سر سپارلي بچیان په خورا وحشت او د ټولو ارزښتونو خلاف په شهادت ورسول.
نوموړي مظلومان سیاسي اسیران وو، او په شهادت رسولو یې هم بشپړ سیاسي رنګ درلود، دسیاسي اسیرانو وژل په حقیقت کې د ټولو ارزښتونو خلاف لوی جنایت او خورا ناځوانه او بزدلانه عمل دی.
د نوموړو اسيرانو د شهادت د سیاسي والي لپاره همدا بسنه کوي چې له نن څخه څو کاله وړاندې اسیر ان شوي، او بیا د فاسدې ادارې په اصطلاح درې ګونو په نامه محکمو له خوا د اعدام حکم پرې شوی و، خو پلی کېږي نن! او هغه هم د ادارې د یو جاسوسي مرکز د له منځه تلو په بدل کې! وايي وهم دې چېرته او ډب دې چېرته خېژي! اسيران نیول شوي د کومو پېښو په اړه وو، او شهیدان د کومې پېښې په بدل کې شول؟!
کله چې بلواکه او په فساد کې سر تر پایه ډوبه غیر مشروع اداره د ځان واک و نه لري، د یرغلګرو په سفارت کې جوړه شوې وي او د هغوی له خوا پالل کېږي، په داسې حال کې څه ډول شونې ده چې د بل چا د برخلیک په اړه یې دې تصمیم قانوني حیثیت ولري.
دښمن باید سر خلاص کړي چې شهادت د مجاهدینو لوړ آرمان دی، د شهید کړل شویو اسیرانو مسکاوې مجاهدین د خپل دريځ په حقانیت لا باوري کوي، تازه روحیه او نوی مورال ور کوي. دا شهادتونه به هرو مرو رنګ راوړي، دښمن باید د کمونیستانو له کړنو او برخلیک نه پند واخلي!
مونږ د بشري حقونو په ځانګړي ډول د اسیرانو اړونده سازمانونو او ادارو غږ کوو چې د اسیرانو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپل انساني مسؤولیت په سمه توګه پوره کړی. باید د اسیرانو په حق کې د جنایتکارانو د جنایتونو مخه ونیسي. دا ډول جنایتونه که له یوې خوا د اسیرانو په حق جوت تېری او لوی ظلم دی، له بلې خوا په سیاسي وضعیت ژور او ناوړه اغیز پریباسي

Leave a Reply !



//