Home / اعلامیه / د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کميسیون د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې خبرداری

د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کميسیون د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې خبرداری


هیوادوال خبر دي چې د افغانستان اسلامي امارت د مختلفو ادارو مسئولین د هیواد په لر او بر کې د نظامي چارو ترڅنګ په کلتوري، سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او نورو برخو کې د خپل هیواد د استقلال د دفاع، د یوه سوچه اسلامي نظام د حاکمیت او خپل مظلوم مسلمان ملت ته د خدمت او د هغوی د ښه ژوند لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

په همدې اساس په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې ته له بیلابیلو سیمو څخه قومي مخورو، مشرانو، او نورو عامو مسلمانانو لخوا په مکرر ډول د ترانسپورتي نقلیه او باربري وسايطو د چلوونکو څخه شکایتونه او پيشنهادونه رارسیدلي دي، دا ډول چې زموږ ګرانو هیوادوالو ته د چلونکو او ترانسپورتي شرکتونو لخوا د سفر په جریان کې دبې احتياطۍ او بې غورۍ له امله په مسلسل ډول مشکلات پيښيږي، مرګ ژوبله رامنځته کیږي او زیانونه اوړي.

موږ ګورو چې وخت ناوخته زموږ زیات شمیر هیوادوال په داسې حادثاتو او ترافيکي پيښو کې قرباني او متضرر کیږي لکه تیره ورځ چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې زموږ ۷۳ تنه هیوادوال په داسې پيښه کې شهیدان او لسګونه نور ټپيان شول، چې په دې قربانیانو کې ډیری ماشومان، ښځینه، سپین ږیري او ځوانان شامل دي.

په همدي اساس د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په چوکاټ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې مناسبه وګڼله چي اقدام وکړي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره د هیوادوالو د ژوند د تحفظ او خوندیتوب په غرض ټولو شخصي، ترانسپورتي او باربري موټرو شرکتونو او نمائندګیوته خبر ورکوي، چي په لویو لارو د سفر په مهال ټول ترافیکي قوانین په پام کې ولري او په عملي کولو یې مکلف دي.

اسلامي امارت ژمن دی، چي له دې هيسته به له سرغړونکو سره شرعي او قانوني چلند کوي.

همداراز که چیري په کومه سیمه کې کوم موټر چلونکی د سفر په جریان کې زموږ هر هیوادوال ته تکلیف او ستونزه ایجادوي، هیوادوال کولای شي، چي په سیمه کې نژدې د اسلامي امارت مجاهدینو ته شکایت ورسوي او یا هم په ولایتونو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې له استازو سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسي. والسلام

د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره

۱۴۳۷/۸/۲هـ ق

۱۳۹۵/۲/۲۰هـ ش ـــ 2016/5/9م

بریښنالیک: [email protected]

(۱)مرکزي شمیره، ۰۷۰۷۹۱۸۳۸۴

(۲)ـــ میدان وردګ ۰۷۸۱۸۱۱۵۷۷

(۳)ـــ زابل ۰۷۰۳۴۳۶۵۳۱

(۴)ـــ هلمند ۰۷۹۳۶۵۵۶۸۵/۰۷۹۵۶۲۶۶۴


Leave a Reply !



//