Home / اعلامیه / د ۶ تنواسیرو مجاهدینو د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاندڅرګندونې(ږغیز)

د ۶ تنواسیرو مجاهدینو د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاندڅرګندونې(ږغیز)


اعوذبالله من الشیطان الرجیم ــ بسم الله الرحمن الرحیم

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿٢٣﴾ الاحزاب ۲۳ آیت

ژباړه: له مؤمنانو څخه ځينې داسې کسان شته چې له الله سره يې کړې ژمنه ريښتیا کړه، له هغوی څخه ځینو يې خپل نذر(دالله په لاره کې قربانیدل) پوره کړ او څوک د وخت راتلوته انتظار دي، هغوی پخپلو تګلارو کې هيڅ بدلون رانه ووست.

نن دکابل ادارې خپل له قساوته ډک وحشت ترسره کړ او په ډيره بزدلۍ سره يې ۶ تنه مظلوم محبوسین له زندانه را وايستل او په شهادت يي ورسول. انالله واناالیه راجعون

موږ د دښمن دغه ډارن عمل په ترټولو کلکو ټکو غندو، شهادت زموږ د مجاهدینو وروستۍ آرزو او آرمان دی، په داسې کولو سره دښمن نشي کولای خپلو شومو موخوته ورسیږي، که دخلکو په شهادت رسولو سره چا بریا ګټلای شوای نو کمونستان به اوس د افغانستان څه چې د ټولې سيمې واکمنان وو.

اوس به ان شاءالله مجاهدین د دښمن ټولې هغه ښکيلې ادارې د خپلو لومړنیو نظامي اهدافو په پلان کې داخلوي چې دمحبوسینو د شهادت سبب ګرځيدلي دي، دوی به یو هم د آرام ساه وانخلي اونه به يې هم اړوندان په اطمنان سره ژوند وشي کړای.

موږ له دښمن څخه د انتقام اخيستلو لپاره په زرګونه مجهزفدايي مجاهدین لرو، موږ به خپل وار هيڅکله هم پرې نږدو.

موږ د شهیدانو کورنیو ته د دې ستر افتخار چې ځوانان يې دالله په دین قربان شول، اشغالګر او مزدور دښمن ته يې د ذلت او تسلیمۍ سر ټيټ نکړ د دوی د شهادت په اړه مبارکي وايو، شهیدانو ته د الله تعالی په نزد لوړ مقام، کورنیو، خپلوانو او اړوندانو ته يي شفاعت غواړو، الله تعالی دې د دوی ټولو صبر جمیل او اجر جزیل په نصیب کړي. آمین یارب العلمین

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۸/۱هـ ق
۱۳۹۵/۲/۱۹ هــ ش 2016/5/8م

Play Link

څرګندونې په ږغ کې دلته اوریدلی شئ

Download Link

Leave a Reply !



//