Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د کابل ادارې د استخباراتي ارګان په لسم ریاست د برید له یو تن پلانونکي سره مرکه

د کابل ادارې د استخباراتي ارګان په لسم ریاست د برید له یو تن پلانونکي سره مرکه


په کابل کې د کابل رژيم د استخباراتي ارګان په لسم ریاست د برید له یوتن طراح ملا عبدالمجید سره مو د یاد برید په اړه لنډه مرکه کړې چې لوستلو ته يې ستاسو پام را اړوو.

پوښتنه: که مهرباني وکړي په کابل کې د لوی فدایی برید په اړه دا راته واضحه کړي چې هدف څوک وو او څومره ډاډه یاست چې خپل هدف مو تر لاسه کړ؟

بسم الله الرحمن الرحيم، الحمدلله رب العلمین، والصلوة والسلام علی سیدالمرسلین امابعد:

دکابل ادارې په اصطلاح دملي امنيت یا استخباراتي ارګان لسم رياست ، خورا مهم ریاست وو، لومړی به له دې ځای څخه د کابل ادارې د ټولو لوړوپوړ چارواکو د امنیت محافظان ټاکل کیدل او استول کیدل، دلته به د ددغو ځانګړو کسانو روزنيزې دورې ترسره کیدلې، بل لسم ریاست دپخوانیو کمونستي رژيمونو د پاتې شونو او خورا قاسی القلبه وحشي څيرو یوه ګډوله وه، دلته په مظلومو افغانانو د اقرار اخیستلو لپاره خورا بدې جزاګانې تطبیقېدې، دلته ددښمن خورا مهم امنیتي اسناد ساتل کیدل، دلته له ټول هیواد څخه د استخباراتي جاسوسانو راپورونه راوړل کیدل او تر څیړنې لاندې نیول کیدل، لنډه داچې دا ځای د دښمن د زړه دیومهم ورید حيثیت درلود.

پوښتنه: دلته دبرید په ترسره کیدو سره دوه شیان راته روښانه کړي، لومړی دا ځای څه ډول موقیعت درلود، په دې معنی چې آیا دلته ملکي تاسیسات موجود وو چې برید ملکي خلکوته زیانمن تمام شوي وي، بل دلته به دښمن ته څومره تلفات اوښتي وي؟

ځواب: د دې ځای دقیق موقعیت داسې وو چې ختیځ (شرق) ته يې د پل محمودخان لخوا دجنوب په لور غزیدلی سړک، بیا دچمن حضوري یوه برخه ده، جنوب ته يې د عیدګاه مسجد ده چې یواځې په اخترونو کې خلک لمونځ په کې کوي نور څوک په کې شتون نلري، شمال خواته يې لومړی یو فرعي سړک، بیا ورپسې د کابل دریاب او ورپسې بل پوخ سړک ده چې له ختیځ خواڅخه دکابل ښارته ننوتلی، غرب خواته يې لوی سرای ده چې دنعیم کوچي سرای ورته وايي خو اوس مهال دولت کرایه کړی که يې اجاره نیولی، د استخباراتو دلسم ریاست او ځينو نورو دولتي ارګانونو موټر په کې پارک کیدل او د لسم ریاست اړوند دولتي موټروانان به پکې میشت وو.

پوښتنه: که د برید په اړه راته ووايي چې څه ډول مو پيل او تطبیق کړ؟

ځواب: زموږ برید هم د همدې دولتي پارکينګ (پخواني سرای) لخوا ترسره شو، د سرای او لسم ریاست ترمنځ یو نری د خښتو دیوال وو چې د منفجره موادو څخه ډک موټر په وسله ویجاړ کړل شو، ورسره نیږدې د لسم ریاست په انګړ کې دتعلیم میدان وو چې دبرید په مهال هم لسګونه تنه پکې د تعلیم او روزنې په کار بوخت وو، ورسره نیږدې لومړی بیا دوهم بیا دریم بیا څلورم بلاکونه وو چې د استخباراتو دفترونه، هستونګن ځایونه او نورې اړوندې ادارې په کې وي، له لومړني انفجار سره د تعلیم میدان، دوه لومړي بلاکونه او ډيره نوره ساحه محوه او نابود شول، په سرای (پارکینګ) کې ولاړ موټر هم ټول دولتي وو او موټروانان هم د امنيت مربوط خلک وو، چې موټرې ټولې ویجاړې او موټروانان ووژل شول، د لسم ریاست په لور کې په میدان کې په تعلیم اخته له دیرشو ډير استخباراتي کسان ووژل شول، په دوه ټاورونو یا بروجوو کې میشت پيره داران ووژل شول، دوه پرمخ کې نیږدې بلاکونه اکثره ونړیدل او پکې ميشت په لسګونه استخباراتي کارمندان، مامورین لوړ پوړې او ټيټ پوړې مسئولین ووژل شول، وروسته له پلان سره سم دوه تنه نور فدايي مجاهدین چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې، د پارکينګ لخوا لسم ریاست ته داخل شول او په باقي پاتو استخباراتي کسانو يې چې ټپي يا روغ پاتې وو برید پيل کړ، یو فدايي یو بلاک بل فدايي دوهم بلاک ته پورته شول، هلته میشت کسان یو يې هم ژوندي نه دی پریښی، ټول يې ووژل، ورپسې دریم او څلورم بلاکونو ته پورته شول، هلته يې هم یو کس ژوندی نه دی پريښی د لسم ریاست ټول پرسونل يې له منځه یوړل، بیا دوه ساعت بعد له بهرڅخه راغلو عسکرو سره جګړه پيل شوه، په هغه جګړه کې وروسته له دریو ساعتونو څخه یو فدايي مجاهد بل هم شهید شو، او دریم فدايي مجاهد چې مرمۍ او ټول شته وسائل ورتمام شوي وو د چاقوګانو په وسیله هم په عسکرو برید کړی وو چې الحمدلله زیان يې اړولی وو او په بریالیتوب سره له ریاست څخه بیرن راووت، خپلو ملګروته چې بهر ورته په مشخص ځای کې انتظار وو ځان راورساوو او هغه ساعت دکابل له ښاره راووتو.

پوښتنه: تاسو به دلته ټول څومره دښمنان وژلي وي؟

ځواب: زموږ د معلوماتو په اساس چې د یاد استخباراتي ارګان د حاضرۍ له دفتر او د معاشاتو د توزیع له دفتر څخه مو ترلاسه کړي وو په دې ځای کې هره ورځ په سلګونه کسان اوسیدل، دندې يي لرلي او هره ورځ به راتلل، د دې ځای دکسانو د ښه پيژندو او دقیق شمیر لپاره موږ له برید څخه مخکې تقریبا لس ورځې پرلپسې دا ځای سهار تر بیګا تعقیب کړ، په یوه ساعت کې ۱۷۰ کسان دې ریاست ته داخلیدل، له دې څخه ماسوا په کاسټر موټرو کې هم غټ تعداد خلک هره ورځ راتلل چې شمیر يې خورا ډير وو، دغو دلايلوته په کتو موږ په دې باور یو چې په یاد برید کې دلته له څلور سوه ډيرو استخباراتي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې، چې د برید په ورځ اکثره دښمن پټ کړل او هڅه يې وکړه چې د تلفاتو شمیر ه کمه ښکاره شي، یوه بله مهمه خبره دا هم ده چې په دې ځای کې بهرني مشاورین هم وژل شوي، چې دښمن لا د هغو یادونه نه ده کړي، دا چې د هغو شمیر څو ته رسیده، دقیق معلومات يې نه دی شوي.

پوښتنه: ستاسو په باور دا ځای له امنيتي پلوه څومره مهم وو او څه ډول امنیت يې ساتل کیده؟

ځواب: اصلي خبره د الله تعالی د نصرت ده، که د انساني عقل له مخې ورته وګورې دلته له منفجره موادو ډک موټر رسول او بیا انفجار، ورسره مسلح کسان داخلول محال ښکاري، داچې موږ داسې مهال دسر په سترګو ولید چې عملي شو، نو زه خوسل په سلو کې په دې خبره متقین یم چې دلته د الله تعالی خاص نصرت او کومک وو چې مجاهدینو ته يې ور په برخه کړ، د دښمن پلانونه يي شنډ کړل او زموږ آرمان يې پوره کړ، تاسو به پوهیږئ چې په دغه ساحه کې ارګ هم لنډ موقعیت لري، د دفاع وزارت هم لنډ واټن لري، په دریمه مرتبه کې پخپله استخباراتي ارګان مهم ځای ده او دښمن يې د امنیت ساتلو ته ډير متوجه وو، داچې موږ بریالي شوو داسې عملیات اجرا کړو، دا د الله تعالی له کومک او خاص نصرت څخه ماسوا بل څه نشم بللی اونه هم زموږ کمال ده، بس الهی مرسته وه او الله تعالی دغو ظالمو کفر پالو څيروته زموږ په لاس عذاب ورکاوه چې موږ يې ورته ورسولو.

پوښتنه: تاسو وويل چې یوتن فدايي مجاهد بیرته بهر راوتلی لومړی دهغه راوتل څه ډول ممکن شول، دوهم هغه څه وايي چې دننه يي څه ولیدل او وکړل؟

ځواب: هو! یوتن فدايي مجاهد الحمدلله په بریالیتوب سره بیرن راووت، موږ ورته خوښ شو چې دبل برید لپاره يې تیاره تجربه حاصله کړه او دبیا جهاد فرصت يي وموند، خو نومړی مجاهد ډير سخت خفه وو او ژړل يې، ځکه شهادت يي ارمان وو خو شهید نشو، په هرحال کله چې نوموړی فدايي مجاهد ته مرمۍ ، بمونه او هرڅه ورخلاص شوي وو، دوه عسکر يې په چاقوګانو هم وژلي وو، بیا چون دښمن د انفجار او برید له امله ډير سخت سرسام شوی وو، مجاهد په بیرته راوتلو باندې بریالی شو، موږ هم چون د انتظار ځای ورته مشخص کړی وو، ځکه له مخکې پوهیدو چې کیدای شي برید ونشي، څه ستونزه پيدا شي چې ملګري بیرته راووځي، نو به دغه ځای ته ځان رارسوي، همداسې وشول کله چې پنځه ساعت ووتل، نوموړی مجاهد په حیرانونکي ډول ترموږ راورسید او د څو ساعتونو په دننه کې مصئون ځای ته راووتو، زه خو دا هم د الله تعالی بل لوی نصرت بولم چې د دښمن له دومره محفوظ ځای څخه او بیا له دومره لوی برید څخه وروسته یو مجاهد په بیرته سالم را وتلو بریالی کیږي.

دښمن ته د تلفاتو په اړه دغه مجاهد ویل چې په انفجار کې خورا ډير کسان وژل شوي او هرځای پراته وو، خو کوم کسان چې په دریم اوڅلورم بلاک کې ژوندي پاټې وو هغوی سخت وارخطا وو هيڅ يې له وسه نه کیدل، موږ یو یو ويشتل او وژل، ځينې کسان ټپيان هم وو چې موږ ووژل، دی وايي ما په خپل لاس وژل شوي کسان حساب کړل، ما په تنهایی ۵۸ تنه وژلي دي، هغه بل ملګری له ما څخه ښه موقعیت درلود هغه هم له دې زیات وژلي دي او په انفجار کې خو به تاسو هم پوهیږي چې د یاد ریاست په دننه کې مطلق اکثریت وژل شوي وو.

پوښتنه: که د یادو دریواړو فدايي مجاهدینو لږ تعرف راته وکړئ؟

ځواب: دغزوې ترسره کونکي مجاهدين، درۍ کسان وو:

۱ــ جمال الدين چې په ملګرو کې په عبدالله مشهور وو دميدان ښار اوسيدنکي په يوه مجاهده کورنۍ کې زيږيدلی وو څه وخت وړاند يي دوه وروڼه دښمن سره لاس په لاس جګړه کې شهيدان شوي دي ټوله کورنۍ يې جهادپاله ده خپله يي دجهاد په لار کې هم بند تير کړی وو او هم زخمي شوی وو ، نږدې دری کاله يي دشهادت په انتظار کې تير کړي وو ….

۲ــ سيد عبدالولي اغا چې داستشهاد په ډګر کې په فريداغا سره پيژندل کيده، دی هم په يوه جهاد پروره کورنۍ کې زيږيدلی وو خپله يي دځینومصروفیتونو له امله د درسونو ويلو فرصت له لاسه ورکړی وو خو ايماني فراست يي دژوند تګلاره تياره پرېنښودله ، نوموړي هم دخدای په لار کې دبند سختې په ورين تندي زغملې وې او دهغو پرهرونو يادونه يي کوله چې دهمدې پلورل شويو انسانانو له لورې يې داسلامي شعائرو دتوهين په صورت کې په سينه جوړ شوي وو - دشهادت ددې ستر انعام لپاره یې څلور کاله انتظار کړی وو .

3ــ دريم ملګری چې دامنيتي ملحوظاتو له امله يي نوم نه اخلو چون لا ژوندی دی او د خطراحتمال شته، هغه په یوه باشهامت کورنۍ کې زیږيدلی وو، تکړه او زړور مجاهدوو، اوس هم بیا په جهادي پلانونو بوخت دی، دبیا برید لپاره يې ښه تجربه ولیده، ښه امتحان يې ورکړ، شهادت يې لوی آرمان دی، چې کله بیا امر ورته کیږي، ان شاءالله دبیا قربانۍ ډګر ته به ځي.

پوښتنه: که تاسو د برید د دقیق پلان په اړه لږ توضیحات راکړئ؟

ځواب: پـــلان :

د اوږدې مودې له هر اړخیزو پلټنو او څارنو وروسته پلان دبريد دتنظيمونکو مجاهدينو له لوري طرحه او دتنفيذ لپاره وړاندې شو، هدف دقبلې (غرب) له اړخه دموټرو له تم ځای څخه چې درياست ودانۍ سره جوخت موقعيت لري ښه او دقيق په نښه کېدلای شوای دانفجار له صحنې څخه درياست تر لومړۍ ودانۍ پورې فاصله لس متره اومانع يې تر منځ صرف ديوې خښتې ديوال وو، تر دې ځايه وررسيدل هم نسبتا له نورو زايو څخه خوندي او آسانه وو.

موټر بم له مناسب حجم سره د لارې دخلاصولو لپاره او درياست له څلور ودانيو څخه اټکلادلومړنيو دوه ودانيو د له منځه وړلو لپاره وټاکل شو او په همدومره تخریبي بارودو ډک کړل شو.

دوه تنه استشهاديان په کلاشينکوفونو، نارنجکو، برچو ، ځانګړو جوړو شويو لاسي بمونو (۱۱) شاجورونو او دفاعي واسکټونو باندې مجهز وو، درياست دپاتې ودانيو دتصفيه کولو او پاتې پرسونل دله منځه وړلو لپاره توظیف شوي وو.

هدف دشپې پر مهال لا ډېر اسانه په نښه کېدای شوای خو له دې وجې چې دشپې عمله کمه وه او دورځې پر مهال په رسمي وخت به يې پرسونل تقريبا پوره وو ځکه مو توکل وکړ او درب لا يزال په مرسته مو دورځې په سختو امنيتي تدابيرو کې دبريد پلان پر مخه بوتلو چې دهغه ذات جل جلاله په مرسته پرته له کوم خنډ څخه عملي هم شو الحمدلله.

پوښتنه: د برید په اړه د دښمن ادعا داوه چې دلته اکثره ملکیان وژل شوي دي، ستاسو معلومات او غبرګون څه دی؟

ځواب: زموږ غلیمانو (اشغالګرو او مزدورانو يي) په تیرو څوارلسو کالو کې تقریبا زموږ هر برید د ولسي خلکو په ضد برید بللی او خپله ناکامۍ، تلفات او شرم يې په همدې آوازه خپرولو کې پټ کړی، په تأسف سره چې ځينو ټولنو یا رسنیو هم ددښمن دخولې خبرې تکرار کړي او خپرې کړې دي چې هغه د دښمنو کړیو لخوا تمیویليږي او دهمداسې ورځو د پروپاګند لپاره ساتل شوي، د کابل وروستی برید د موقعیت له پلوه د لوی سرای (د موټرو تمځای) چې دولتی وو همداراز د لسم استخباراتي ریاست په چهاردیوالۍ کې ددنه ترسره شوی، بهر يې هيڅ پرزه او چره نه ده شیندل شوي او نه ددې ځای په سل مترۍ کې ملکي خلک پريښودل کیدل، هو یوه خبره باید ومنو چې د انفجار دقوت له امله په ډيرو ځایونو کې شیشې ماتې شوي او ځينې ملکي خلک په شیشو سره خوږ شول چې ټول سطحی وو او دا دهر برید جانبي عارض دی، چې په مطلق ډول ځان ورڅخه ساتل شوني نه دي.

دکابل په برید کې هيڅ ملکي چې د استخباراتو دریاست پورې تړاو ونه لري، نه دی وژل شوي، او نه هم دبل چا دوژل کیدو پلان وو، په تیرو دوو ورځو کې به تاسو پخپله د دښمن له سرچینو څخه هم اوریدلي وي چې وژل شوي او ټپيان شوي څه باندې ۴۰۰ کسان د یاد ریاست اړوند خلک وو، یا کارمند، یا مامور، یاموټروان، یا مشر یا کشر.

د ملکي تلفاتو د نه شتون یو بل دلیل زه داهم تاسو ته وایم چې که چیرې واقعا ملکي خلک تلف شوي وايي نو د دښمن پورې اړوندو رسنیو او اشخاصو به دپخوانیو پيښو، یا دعراق او سورې د پيښو تصویرونه دکابل د برید په نامه نه نشر کول، بلکې واقعا د کابل د برید تصویرونه به يې خپاره کړي وو چې واضحه کړی يې واي چې داده ملکيان وژل شوي.

دملکي خلکو ځورول او تلف کول د تأسف خبره ده، خو زموږ مجاهدین تر خپل ټول توان او وس پورې هڅه کوي چې ملکي خلک، ملکي تأسیسات او ملکي کورونه مخامخ تر برید لاندې رانشي.

پوښتنه: دښمن د تل په څير، ستاسو دغه طرحه شوي بریدهم، له هیواد څخه بهر طرحه شوي حتی دکاونډي هیواد پورې تړي، ستاسو ځواب څه دی؟

ځواب: دلته دوه خبرې دي، یو واقعا دبرید طرحه او پلان، دوهم د دښمن موخه او تبلغیات.

زه په تاکيد سره ویلی شم چې د کابل برید موږ دلته په کابل کې طرحه او عملي کړ، زموږ هغه ټيم چې په کابل کې د مهمو اهدافو دتشخيص دنده په غاړه لري، یاد ځای، دلته شته هدف او دلته موجود موانع ټول يې له نږدې ولیدل، پلان مو ورته جوړ کړ او عملي مو کړ، دا داسې کوم بریدنه وو چې موږ له غیر معمولي وسلو، وسائلو او پلان څخه کار اخیستی وی چې پخوامو نشوای کولای او اوس سوالونه راپورته کړي، موږ دکابل په شمول په ټول هیواد کې په زرګونه دا ډول بریدونه کړي، دبهرنیو ځواکونو په مصئونو ځایونو او اهدافو، دکابل ادارې په مهمو اهدافو حتی دامریکایانو په استخباراتي مراکزو مو داسې بریدونه کړي، همدا ډول وروستی بریدهم زموږ تر خپل توان لاندې او پخپله طرحه ترسره شوي برید وو.

داچې دښمن ولي د داسې بریدونو په اړه له افغانستان څخه بهر لاس اچوي داخبره هم دوه علتونه لري، یو داچې دښمن غواړي د اسلامي امارت دمجاهدینو قوت او توانمندي کمه وښيي، خپل شرم اوخجالت کابو کړي، ناتوانۍ او کمزورۍ پټه کړي، مجاهدین بدنام کړي، یوه نوعه عامه ذهنیت په بله سوق کړي.

دوهم علت يې دادی چې د دښمن ټولې کړۍ، د دښمن پورې اړوند ځينې منافق تحلیل کونکي او یو شمیر نور ناخبره خلک د ایمان له کمزورۍ سره مخ دي، دوی حیران دي چې داڅه ډول ممکنه شوه چې دومره ډيره وسله او داسې خطرناکه وسیله داسې ځای ته راورسول شوه، که ته ورته ووايي چې دا دالله تعالی نصرت وو، تاسو يې ړانده کړئ او مجاهدینو ته يې توفیق ورکړ، نو داخبره دوی ځکه نشي منلای چې دوی په دې خبره باندې ایمان نه لري چې الله تعالی به هم د انسان مرسته کوي، دوی هرڅه دخپل عقل په تله تلي، دوی له مجاهدینو سره دالله تعالی لخوا په قرآن کریم کې لسګونه ځایه د نصرت او بریالیتوب له وعدو یا خبر نه دی او یا ایمان او باور نه پرې لري، کله چي دوی له دا ډول حالت سره مخ کيږي، نو له پوچو عقلي دلایلو استفاده کوي زموږ بریدونوته غلط محمل لټوي، توجیه کوي يې او آسانه داچې دا دپاکستاني استخباراتو او دپاکستان دجنرالانو کاربولي، شرم هم نه ورځي چې دا څه ډول پاکستان دی چې له فاریابه تر بدخشانه، له کندزه تر پکتیکا، له هراته تر ننگرهاره په هرڅه کې دپاکستان لاس وي او هرځای ای اس آی او پاکستاني جنرالان به کار اخته وي، موږ له دا ډول خبرو څخه هيڅ نه متأثره کیږو، ځکه د پخواني جهاد په وخت کې هم دشورویانو په اوږو سپرو کمونستان همدا ډول تبلغات کول، که نن د امریکا په اوږو سپاره غلامان هغه خبرې کوي، د پخوانیو هغو په څير هيڅ ګټه به ورته ونکړي او حقایق نشي بدلولای.

پوښتنه: دښمن ویلي وو چې عمري عملیات هسې تبلیغات دي، اوس څه فکر کوئ چې د دښمن یاده خبره سمه وخته که څرنګه؟

ځواب: کاشکي دا پوښتنه اوس چا له دښمن څخه کړي وای چې دوی اوس څه فکر لري، عمري عملیاتو الحمدالله دخپلې لومړنۍ اونۍ په جریان کې ثابته کړه چې دا عملیات ناکام نه بلکي د دښمن بیخ ښکونکي عملیات دي، دا عملیات به د دښمن زړه را وکاږي، دا عملیات به دښمن ان شاءالله په بشپړ ډول مات اونابود کړي او د اشغالګرو او غلامانو په تابوت به وروستی میخ ټک وهي، موږ د یادو عملیاتو په لړکې ډير دا ډول نور پلانونه هم لرو، هیله لرو چې الله تعالی راسره مرسته وکړي او په بریالیتوب سره يې ترسره کړو، لکه د استخباراتو دلسم ریاست د تباهي په څير په نورو ځایونو کې هم د دښمن هدفونه له منځه یوسو او د دې ولس لپاره د نجات په کار کې لویه ونډه ادا کړو.

ان شاءالله تعالی

ملا عبدالمجید، د کابل د بریدونو یو تن طراح


Leave a Reply !



//