16-04-2016 د اونۍ تبصره : د تېرې شنبې په ورځ (۲۱ حمل ۱۳۹۵) د اشغالګرې امریکا د بهرنیو چارو وزیر “جان کېري” په نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید او د کابل د دوه سرې ادارې له چارواکو سره یې په ګڼو غونډو کې برخه واخیسته، د ورځي په پای کې یې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو، په متکبرانه ډول یې وویل: د ملي يووالي حکومت عمر پنځه کلن دى…؟!!. نوموړي نیژدې شل میاشتې مخکې د ټولو ارزښتونو او اصولو خلاف د هغه مهال د انتخاباتو پایلې لغوه کړې او د امریکا په سفارت کې یې د سختو ناندریو وروسته د - ملي یووالي - په نامه د کابل دوه سرې او ناندرییزه اداره وزیږوله، نن یې دا دي د دغې ناکامې ادارې وخت هم په غیر منطقي ډول تمدید کړ. د “جان کېري” دغه کړنه د نړۍ لپاره څرګند پیغام لري چې امریکا لا هم هیڅ قانون ته درناوی نه لري، او نه ځان ورته ژمن بولي، او هغه دیموکراسي یې هم په اوبو لاهو کړه چې د پلي کولو په بهانه یې په سلهاوو زره افغانان قتل عام کړل، په سلهاوو زره امریکایان یې د دغې ناحقې جګړې په اور کې وریت کړل او په میلیاردونو ډالر یې مصرف کړل. د “جان کېري” وینا له یوه لوري د کابل ګوډاګۍ اداره د رسوایېاو خجالت په سیند کې ډوبه کړه، او له بلې خوا یې د افغان غیور ولس د غصي او قهر نوي څپه راوپارول، او هغه کسان هم ښه په زیر او زور پوه شول چې په نوموړې اداره کې په یوه او بله پلمه کار کوي، چې له دې وروسته په دغه غلامه اداره کې د کار کولو لپاره هیڅ بهانه یا دلیل وجود نلري. د کابل دوه سري بي کفایته اداره نور نه مشروعیت لري او نه هم د بقا چانس، دغه اداره چې لا پخوا شړېدلې وه، او د سیاسي مبصرینو له نظره د پاڼ او پړانګ ترمینځ قرار لري: یو طرف ته خپل مینځي شخړو کاواکه کړې او بل طرف ته ولسي نارضایتي اوج ته رسیدلې، بیکاري ده، فساد او درغلي ده، د خلکو ورځنۍ چارې په ټپه ولاړې دي، دا دي د “جان کېري” آمرانه فیصلې نوره هم د زوال او نابودۍ خوا ته کش کړه، د ولس د عمومي قیام سره یې مخ کړه، د رسنیو د راپورونو له مخې د “جان کېري” دغه غیر معقول او اشغالګرانه حرکت ګران هېواد له بحران سره مخ کړی دی او د مختلفو سیاسي ډلو، سیاسي څېرو، مخورو شخصیتونو بلکې د عام ولس انتقادونه یې راپارولي دي. امریکا د پنځلس کلن اشغال په دوران کې په خپلو وعدو وفا ونه کړه: د بیا رغونې په پلمه یې افغانستان وران کړ، د اقتصادي ښیرازۍ په ځای یې ولس د غربت او فقر سره مخ کړ، ځوانان مو په سیندونو او بیدیاوو کې د مرګ سره ډغرې وهي، دا دي نن یې د دوی خوښ نظام دیموکراسي هم په انارشیزم بدله کړه. په ګران هېواد کې د اشغالګرو دغو ناروا کړنو او ظلمونو اسلامي امارت اړ کړی دی چې خپلو مقدسو جهادي عملیاتو ته ادامه ورکړي او د خپل دین، ولس او وطن څخه دفاع وکړي، دادی د تېرې سې شنبې په ورځ یې (۵ رجب ۱۴۳۷هق) د عمري عملیاتو په نامه نوي جهادي عملیات پیل کړل، تر څو خپل هېواد ازاد کړي، او د ولس په خوښه د افغان شموله اسلامي حکومت لپاره زمینه برابره کړي. والله الموفق
22-04-2016
20-04-2016
12-04-2016
11-04-2016
10-04-2016
16-04-2016
وقال تبارک وتعالی: کتب علیکم القتال وهوکره لکم وعسی ان […]
مفتي شاهد (حقاني) دبشریت سترلارښودحضرت محمد مصطفی rلا څوارلس سوه […]
دلیکوال خپله کتاب یاد نه وي مشهور عرب عالم او ادیب علي الطنطاوي […]
استفتاء :محترم مفتي صاحب ! ډیری مجاهدين اوس دشهیدانوجنازي په […]