کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دبشارالاسد رژیم يوځل بیادزهرجن کلورین غاز په کارولو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
دبشارالاسد رژیم يوځل بیادزهرجن کلورین غاز په کارولو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دبشارالاسد رژیم يوځل بیادزهرجن کلورین غاز په کارولو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


دبشارالاسد درژیم اړوند جنګي الوتکو په ادلب کي دزهرجن کلورین غاز په کارولو سره لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سوري فعالانو ویلي، چي درژيم جنګي الوتکو دادلب په سرمین، بنش اوتخاریم ښارونو هغه بېلري بمونه غورځولي، چي دکلورین په زهرجنو غازو مشتمل وو.

راپورونه وايي، چي ددغه زهرجن غاز له امله دښځو اوماشومانو په ګډون دریالس تنه وژل شوي او تر۱۰۰ زیات کسان ټپيان شوي دي.

ویل شوي، چي دکلورین غاز له امله دډیری کسانو ساوي بندي شوي او وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي ددغو غازو له امله ديوې کورنۍ ټول شپږ غړي ساه بندي شوي او وژل شوي دي.

سوري فعالانو خبر ورکړی، چي له تیرو دوو ورځو راهیسي درژيم له لوري دادلب په زیاتو ښارونو بمباري روانه ده او دکلورین غازو له امله خلک سخت په ویره کي شوي دي اوزیات شمېر کسان له ښارونو دښتو ته وتلي دي.

دادلب په سرمين ښار کي ډاکټرانو ویلي، چي تراوسه ۷۵ کسان ددغو غازو له امله ټپیان شوي دي، ډاکټرانو ویلي، چي اکسيجن او نور اړین طبي مواد نه لري.

سوري فعالانو دهغو لسګونو کسانو ويدیوګاني نشر کړي، چي په سیمه کي ددغو غازو له امله ټپيان او وژل شوي دي.

ویل شوي، چي کېدلی شي دوژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.

دالومړی ځل نه دی، چي درژیم له لوري زهرجن کلورین غاز کارول کیږي، بلکه دسوريې رژيم تردې وړاندي دډول ډول کيمیاوي موادو په کارولو سره سلګونه کسان وژلي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !