17-03-2015 د ننګرهار ولايت په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې د دښمن په ګڼو عسکرو سره درې ورځي درنې جګړې روانې وې او د ورځو په اوږدو کې پرې د ځمکنيو ماينونو چاودنې وشوې. ياد عسکر چې پوليس، مزدور عسکر، اربکيان او سپيشل فورس وو، په ګڼ تعداد کې له ځمکني او هوايي ځواک سره يادو ولسواليو ته د پوليسو د تبديلي او د مجاهدينو په ضد د يو لړ عملياتو د ترسره کولو په موخه راغلي وو. عسکر په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې پوره درې ورځي د مجاهدينو له سختو مخامخ بريدونو او چاودنو سره مخ وو. په دې درې ورځو کې په شيرزادو ولسوالۍ کې د دښمن ۱۳ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۴ تنه نور يې مرګوني ټپيان شول، له دې علاوه يې ۶ ټانګونه او رينجر موټر تخريب شول. دغه راز په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د چاودنو او بريدونو په پايله کې ۹ عسکر قتل او ۱۸ نور يې ژوبل شول، په دې سربېره ۲ زغروال ټانګونه او ۲ رينجر موټر په بشپړه توګه له منځه لاړل. د جګړې په مهال د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۵ تنه مجاهدين ټپيان شوي. د دښمن عسکر او هوايي ځواک د مجاهدينو له درې ورځني مقاومت وروسته بيګا شپه له شرمونکي ماتې سره مخ شول او د شپې په ۱ نيمه بجه د شپې له تيارې نه په استفاده له سيمو ووتل. 2015-03-17
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې د دښمن په ګڼو عسکرو سره درې ورځي درنې جګړې روانې وې او د ورځو په اوږدو کې پرې د ځمکنيو ماينونو چاودنې وشوې.
ياد عسکر چې پوليس، مزدور عسکر، اربکيان او سپيشل فورس وو، په ګڼ تعداد کې له ځمکني او هوايي ځواک سره يادو ولسواليو ته د پوليسو د تبديلي او د مجاهدينو په ضد د يو لړ عملياتو د ترسره کولو په موخه راغلي وو.
عسکر په خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو کې پوره درې ورځي د مجاهدينو له سختو مخامخ بريدونو او چاودنو سره مخ وو.
په دې درې ورځو کې په شيرزادو ولسوالۍ کې د دښمن ۱۳ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۴ تنه نور يې مرګوني ټپيان شول، له دې علاوه يې ۶ ټانګونه او رينجر موټر تخريب شول.
دغه راز په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د چاودنو او بريدونو په پايله کې ۹ عسکر قتل او ۱۸ نور يې ژوبل شول، په دې سربېره ۲ زغروال ټانګونه او ۲ رينجر موټر په بشپړه توګه له منځه لاړل.
د جګړې په مهال د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۵ تنه مجاهدين ټپيان شوي.
د دښمن عسکر او هوايي ځواک د مجاهدينو له درې ورځني مقاومت وروسته بيګا شپه له شرمونکي ماتې سره مخ شول او د شپې په ۱ نيمه بجه د شپې له تيارې نه په استفاده له سيمو ووتل.
2015-03-17
17-04-2015
14-04-2015
13-04-2015
12-04-2015
07-04-2015
Sorry, this feed is currently unavailable or does not exists anymore.
پوښتنه : نن سبا دالکترونیکي میډیا په مټ په ډېرو هیوادونوکې […]
الاستفتاء : محترم مفتی صاحب ! که چېري دلګۍ مشر یامالي مسئول مسکین وي […]
پوښتنه : کوم خلک چې له یو خارجي هیواد سره تجارت کوي اوله هغې خواڅخه […]
پوښتنه : علماء کرام ددې مسئلې په اړه څه فرمایې چې : ایزي لوډ کول جائز […]