کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / نيتنیاهو، که لومړی وزیر شو دفلسطیني دولت جوړولو ته به اجازه ورنه کړي
نيتنیاهو، که لومړی وزیر شو دفلسطیني دولت جوړولو ته به اجازه ورنه کړي

نيتنیاهو، که لومړی وزیر شو دفلسطیني دولت جوړولو ته به اجازه ورنه کړي


داسرائيلي رژيم افراطي لومړي وزیر بنیامین نيتنیاهو ویلي، چي که په انتخاباتو کي بریالی شي دفلسطيني دولت جوړولو ته به اجازه ورنه کړي.

نوموړي دغه خبري په داسي مهال کړي، چي نن سهار په ځايي وخت اوه بجې دپارلمان د۱۲۰ څوکیو لپاره رایه اچونه پيل شوې ده.

افراطی نيتنیاهو ویلي، چي دفلسطیني دولت جوړېدل داسرائیلو لپاره خطر ده او که بیاداسرائيلي رژیم لومړی وزیر شو دفلسطینیانو به هیڅ ډول مرعات ونه کړي.

نوموړي ویلي، چي داشغال شوي بیت المقدس په ختیځ کي به نوي یهودي میشت ځایونه جوړ کړي.

نتنیاهو کوښښ کوي، چي په اسلام ضد څرګندونو سره دیهودو رايي خپلي کړي، خو په دې وروستیو کي یوې سروې ښودلې، چي هیڅ ګوند به په انتخاباتوکي اکثریت ونه ګټي.

داسرائیلو دپارلمان لپاره په هرو څلورو کلونو کي یوځل انتخابات کیږي، ۲۶ ګوندونه دپارلمان د۱۲۰ څوکیو لپاره سیالي سره کوي، چي قوي يې دليکود او صهیونيستي اتحاد ګوندونه دي.

دانتخاباتو مرکزونه چي نن سهارد۶میليونو اسرائيلي رایه ورکونکو په مخ خلاص شول دماښام په لس بجې به بند شي.

په لومړنیو راپورونو کي ویل شوي، چي سهار مهال ډیر لږ خلک درايي اچوني دمرکزونو په مخ کي ليدل کېدل.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !