کور / news / تازه خبر : هلمند نوزادکې یوه قرارګاه ۵ پوستې فتح ۲۰ عسکرقتل ګڼ مهمات غنیمت شول

تازه خبر : هلمند نوزادکې یوه قرارګاه ۵ پوستې فتح ۲۰ عسکرقتل ګڼ مهمات غنیمت شول


دهلمندولایت له نوزاد ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه شپه دخیبرعملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ دبازارپه مربوطاتوکې دخیبرعملیاتوپه لړکې داسلامي امارت مجاهدینو بیګاه ماسخوتن ۹ بجې ددښمن په پوستو اوقرارګاه پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل

بریدو نه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو پوره څلورساعته یې دوام وکړ

دبریدونو په پایله کې یوه قرارګاه او څلور پوستې دبازارپه مربوطاتوکې اویوه بله پوسته دداني تنګي په سیمه کې په بشپړه توګه فتح ۲۰ تنه ګوډاګي عسکرځآی پرځای قتل اوګڼ شمېرنورسخت ژوبل شول

وروسته سیمي ته دکومک په موخه ګڼ شمېر عسکر راورسیدل چې هغه هم دمجاهدینو ترکارنده ګوزارونو لاندي راغلل اویوه شوبله یې دخښ شوي ماین په مټ والوزول شوه چې په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته داکثره وژل شویو عسکرو جسدونه دجګړې په ډګر پاتي دي

ددښمن ۲ ثقیلان ، یوامریکايي ټوپک ، ۴ کلاشنکوفونه یوهاوان اوګڼ شمېر نورمهمات مجاهدینو غنیمت کړل

په جګړه کې څلورتنه مجاهدین زخمیان او ۳ نور دشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، تقبلهم الله 2015/3/17


Leave a Reply !



Leave a Reply !