Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د خونړیو طبیعي پېښو نه ولې عبرت نه اخلو … ؟!!

د خونړیو طبیعي پېښو نه ولې عبرت نه اخلو … ؟!!


مونږ د الله جل جلاله پر ځمکه اوسیږو، د الله جل جلاله د بیشمیره نعمتونو څخه استفاده کوو، مځکه او آسمان، وریځې او بادونه، بارانونه او واورې، سیندونه او خوړونه، غرونه او رغونه، فصلونه او باغونه او.. او.. دا ټول الله جل جلاله د انسان د ښه ژوند لپاره مسخر کړیدي، د مځکې واک او اختیار یې ورکړی دی او په هغي کې یې ټول هغه نعمتونه ایښي دي چې انسان په مادي ژوند کې ورته ضرورت لري. {وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي ٱلأرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ} (الأعراف -۱۰).

د انسان پیدایښت، د کائناتو ایجاد او دا ټول نعمتونه نه عبث او نه لوبه ده {وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ} (الأنبیاء- ۱۶) بلکې دلته یو ستر هدف شتون لري چې هغه د الله جل جلاله بنده ګي، پر مځکه د الهي نظام پلي کول او د اسلامي شریعت په رڼا کې ژوند تېرول، کله چې انسان د الهي شریعت په چوکاټ کې اوسیږي نو ټول کائنات د الله جل جلاله په حکم د انسان په خدمت کې نورمال چلیږي، خو کله چې انسان په خپله ایماني او اخلاقي دنده کې ناغیړي پیل کړي، ناشکري او سرکښي شروع کړي نو په طبیعت کې - د الله جل جلاله په اراده سره- تغیر راځي او نعمتونه په مصیبتونو بدلیږي: {وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنْ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ} (الأعراف- ۹۶).

یوازي په تېرو پنځلسو ورځو کې په ګران هېواد کې څو خونړۍ طبیعي پېښې رامنځته شوې چې متاسفانه هیڅ لوري توجه ورته ونه کړه او نه هم د متضررو کسانو سره چا مرسته وکړه:

۱- د سي شنبي په ورځ (۳ حمل ۱۳۹۵) د راغستان او کوب اب ولسولۍ د لارې په اوږدو کې د واورې ښویېدنې (برف کوچ) له کبله دري تنه شهیدان او اته تنه زخمیان شول، په داسي حال کې چې په سیمه کې د واورې ښویېدني د نورو پېښو خطر هم شتون لري، د راپورنو له مخې د بدخشان د پنځو ولسوالیو لارې له مرکز سره د واورې ورېدنې له کبله اوس مهال تړل شوې دي.

۲- د شنبي په ورځ (۷ حمل ۱۳۹۵) د کونړ د چپ درې ولسوالۍ کې له غره څخه د یوې تیږې د ښوېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي: یو سړی، مېرمن او دوه ماشومان یې شهیدان شوي دي، ویل کیږي چې په سیمه کې د ډېر ورښت په وجه تیږه له غره ښوېدلې او پر یو کور ورغلې ده.

۳- د شنبي په ورځ (۱۴ حمل ۱۳۹۵) د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کې د بارانو له امله درې تنه شهیدان شوي او ډېری زراعتي مځکې اوبه لاندې کړې دي.

۴- دارنګې د هېواد په بېلابېلو سیمو کي وروستیو ورښتونو او سيلاوونو زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، ۳۰ تنه شهیدان شوي او زرګونه جريبه ځمکه ویجاړه شوې ده، تر ټولو ډیر زیان په اروزګان، دایکندي او غزني ولایتونو کي رامنځ ته شوی دی، په کونړ او نورستان کې هم بارانونو ډېر زیانونه اړولي دي.

۵- په دوشنبه (۱۶ حمل ۱۳۹۵) راپور ورکړ شو چې له تېرو پنځو ورځو نه د اسمار ولسوالۍ په ډپ بروړو سیمه کې سړک ته له غره نه غټي تیږي راښوېدلې او د هر ډول موټرو په وړاندې یې لاره تړلې ده، د لارې د تړلو له امله د کونړ د ناړۍ، غازي آباد او دنورستان د کامدیش او برګیمټال خلکو ته زیات نقصان رسیدلی، د غذایې موادو نرخونه جګ شویدي.

ځیني خلک وژونکي طبیعي پېښې د چاپیریال او موسمي حالاتو سره تړي، زلزلې، سیلاوونه، طوفانونه او نور طبیعي آفتونه د هر یوه لپاره فیزکي دلائل او فلسفي بهاني لټوي، خو په حقیقت کې د دې ټولو ترشا د انسان عمل دی، دا ډول پېښې د الله جل جلاله د رحمت د تربیوي اړخ څرګندونه کوي، باید مسلمان عبرت ځیني واخلي، خپل حسابات له سره تصفیه کړي، توبه او استغفار وکړي، د مصیبت ځپلو سره مرسته وکړي، د ټولنې د اصلاح لپاره لاس په کار شي، د منکراتو او بد اخلاقیو مخه ونیسي تر څو د دنیوي او اخروي عذابونو څخه ځان او نور وساتي او د ناوړه پېښو مخه ډب شي. {وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ} (الشوری - ۳۰). والله الموفق


Leave a Reply !



//