کور / ابدي ژوندي / د شیخ الشهدآء مولانا عبدالله الذاکري صاحب رحمه الله ژوند او کارنامو ته کتنه
د شیخ الشهدآء مولانا عبدالله الذاکري صاحب رحمه الله ژوند او کارنامو ته کتنه

د شیخ الشهدآء مولانا عبدالله الذاکري صاحب رحمه الله ژوند او کارنامو ته کتنه


لیکنه : عبدالرؤف حکمت

پیړۍ وشوې چې اسلامي امت له سترو مصائبو او ازمویښتونو سره مخامخ دی،په ځانګړي توګه داروپایانو له صنعتي او ساینسي پیشرفت وروسته درسته اسلامي نړۍ د کفري یرغلګرو خصوضا اروپایي اشغالګرو د پوځي،سیاسي،فکري او اقتصادي استعمار او استثمار په لومو کې ښکېله ده.

خو د اسلامي نړۍ ددې بدې ورځې او مسلمانانو دمحکومیت په وړاندې ټول امت هم خاموشه نه دی،بلکې د امت په منځ کې شته داسې علماء، مفکرین،مجاهدین ،لیکوالان او نور بادرکه خلک چې دامت بدې ورځې یي خوبونه تښتولي او خپل ژوند یي د مسلمانانو ویښولو او دکفر په وړاندې مبارزې ته وقف کړی دی .

که دافغانستان په سطحه وایو، ددې هیواد د معاصرې کفرځپونکې مبارزې په لړ کې یو ویاړمن،نه ماتیدونکی او لارښود مبارز شیخ مولانا عبدالله ذاکري رحمه الله و، چې دکمونیستي تاړاک له وخته نیولې بیا په افغانستان دامریکایانو د یرغل او شکست تر مهاله یي په ټولو دورو کې د یوه ویښونکي او بادرکه لارښود په حیث خپله وظیفه سرته رسولې، مسلمانان یي دکفر په اغراضو او فریبونه آګاه کړي، او د حقې لارې رهنمایي ورته کړې ده .

د شیخ عبدالله ذاکري صاحب همدا جهادي او دعوتي موقف و چې د کفر پلان جوړونکي او ستراتیژیستان یي نارامه کړي او له اندیښنو سره مخ کړي وو، نوځکه یي په پای کې په یوه شیطاني قاتلانه هڅه کې د اسلامي امت دغه ویاړمن رهبر په نښه کړ او په شهادت یي ورساوو.

د جناب شهید ذاکري صاحب د شهادت د لومړني تلین په مناسبت غواړو د نوموړي دژوند اوکارنامو په اړه لنډ معلومات درسره شریک کړو هیله ده چې تنده مو پرې ماته شي .

پیدایښت او دژوند لومړني مراحل

شیخ الشهداء عبدالله ذاکري صاحب په ۱۳۵۳ هـ ق کال کې چې له ۱۳۱۳ هـ ش او ۱۹۳۴میلادي کال سره سمون خوري دافغانستان د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار ته څیرمه د ذاکرشریف په کلي کې دنیا ته سترګې وغړولې، د پلار نوم یي شیخ میا نظام الدین صاحب او د نیکه نوم یې شیخ میا خیرالدین صاحب و.

د ذاکري صاحب کورنۍ له څو پیړیو راهیسې په همدې سیمې کې دعلم او سلوک یو نوموتې کورنۍ وه، د دوی نیکونه تر څو پیړیو علماء، مشائخ او صوفیه کرام تیر شوي وو، جناب ذاکري صاحب چې له ماشوموالي یې په څیره کې دکمال او نبوغ نښې څرګندې وې، له څلورکلنۍ څخه یې دخپل والدصاحب تر سیوري لاندې د علم زده کړه پیل کړه،په خپله سیمه کې له څه مودې زده کړې وروسته یي د علم په حصول پسې سفر پیل کړ، دکندهار او شاوخوا سیمو په مختلفو مدارسو سربیره یې په غزني ولایت کې هم زده کړې وکړې،دغه راز یي دپاکستان دبلوچستان په ایالت کې هم د علم د طلب سلسله تعقیب کړه،په ۱۳۳۴هـ ش کال کې نوموړی د ۲۱ کلنۍ په عمر له دیني علومو فارغ او په کندهار کې یي د فضیلت دستار د وخت دجیدو علماء کرامو او مشائخو په لاس پرسر کړ .

د تعلیم ،تزکیې او تبلیغ ژوند

د شیخ ذاکري صاحب کورنۍ لکه څنګه چې دعلم کورنۍ وه دغه راز یې د تصوف او تزکیې په برخه کې هم خدمات سرته رسول ددوی خاندان د تصوف د نقشبندیه مجددیه بانوریه طریقې له لارې دعامه اصلاح او تزکیې چاره پرمخ وړله،جناب ذاکري صاحب په تانده ځوانۍ کې لا دهمدې طریقې دیوه سالک په حیث په طریقت کې داخل شوی و تردې چې د علم د سفر له خاتمې سره یوځای یې د طریقت لړۍ هم پای ته ورسوله او په نقشبندیه طریقه کې ورته د ارشاد اذن وشو.

له فراغت وروسته نوموړي په تدریس او اصلاح سربیره د دین تبلیغ په لاره کې هم خدمت ته ملا وتړله، باید وویل شي چې نوموړی لومړنی کس و چې کندهار ته یې ددین د دعوت او تبلیغ هغه ټولګي راوغوښتل چې دهند دستر عالم مولانا الیاس صاحب لخوا یي د تشکیل بنسټ ایښودل شوی او په درسته نړۍ کې یي دتبلیغ چارې پیل کړې وې، پخوا ددعوت د لارې دغو ټولګیو ته په افغانستان کې خلکو دشک او بدګمانۍ په سترګه کتل خو شیخ ذاکري صاحب له هراړخیزې پلټنې وروسته دوی کندهار ښار ته رادعوت کړل چې په دې ډول دخلکو دباور وړ وګرځیدل او شیخ صاحب خپله مدرسه د دعوت تبلیغ مرکز وګرځوله.

دغه راز شیخ ذاکري صاحب د علمي خدمت په لړ کې د کندهار ښار په کابل دروازه کې د دارالعلوم صدیقیه په نوم یوه ستره مدرسه تأسیس کړه چې تر ډيره وخته یي ددیني علم د خپراوي په لاره کې ستر خدمتونه ترسره کړل،دغه مدرسه چې د مولوي محب الله اخندزاده،مولوي عبدالغفور سناني،محمدرسول اخندزاده اومولوي عبیدالله ایوبي صاحب غوندې ستر ستر علماء کرام په کې استادان وو، دطالبانو شمیر یي ۵۰۰ کسانو ته رسیده ، چې د ۱۳۰ په شاوخوا کې طالبانو یي په دورة الحدیث کې شرکت درلود اوکال په کال فارغیدل .

که څه هم په شاهي دوران او بیا د داود خان د جمهوریت په وخت کې په افغانستان کې ددیني علماء او دیني مدارسو په وړاندې ډیر زیات مشکلات او خنډونه موجود و، خو شیخ ذاکري صاحب په پوره زړورتوب او متانت سره د ثور د کودتاه تر وخته خپله مدرسه فعاله وساتله او په هماغو سختو شرایطو کې یي ددیني علم د خپرولو په لاره کې نه هیردوندوکي خدمتونه سرته ورسول .

د کمونیستانوکودتاه او دشیخ صاحب زنداني کیدل

کله چې دکمونیستانو لخوا د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه پوځي کودتا رامنځته او دین دښمنه کمونیستان واک ته ورسیدل،ددوی لومړی کار په مدارسو او دین پالو اشخاصو بریدونه و، دهیواد دزرګونو علماءکرامو او مشائخو غوندې کمونیستانو له کودتا دوه اونۍ وروسته شیخ ذاکري صاحب هم ونیو او مدرسه یې وربنده کړه،د کمونیستانو لخوا د لومړي ځل بندي کیدلو په وار شیخ صاحب څلویښت شپې دکندهار په زندان کې تېرې کړې او له هغه وروسته راخوشی شو، خو څه موده وروسته نوموړی بیا ونیول شو چې دا ځل یي لس نیمي میاشتې په کندهار او کابل کې د کمونیستانو په وحشي زندانونو او توقیف خانو کې تیرې کړې.

د کندهار په زندان کې د شیخ صاحب تاریخي او جرأتمندانه کردار تراوسه د هغه مهال د زندانیانو په یاد پاته دی،په دې اړه د هغه مهال دکندهار یو زنداني قاضي عبیدالرحمن صاحب وایي : زه دکندهار په زندان کې بندي وم ، دکمونیستانو زندان و ، چې دهر عادي عسکر لخوا وژل کیدل ، اعدام او شکنجه عادي خبره وه ، هرعادي کمونیست دوژلو پوره واک درلود ، په زندان کې سخت وحشت و ، چې هیچا غږ نه شوای پورته کولای او نه یي له کمونیستي جلادانو سره ځواب ویلای شوای ، مګر یوه ورځ یې یو تن زندان ته راووست ، چې زندانیانو ته یي نوې روحیه ورکړه او دمحبس وضعیت یي بدل کړ ، داسړی عبدالله ذاکري وو ، سخت تعذیبونه یي ورکړي وو او ولچک یې لاسونو ته سرچپه وراچولي وو ، مګر له ټول ځور سره سره یې خلقیانو ته داسې خبرې کولې ، چې چا یي تصور نه شوای کولای ، هغوی یې کفار او دروس غلامان بلل او په ډاګه یي دجهاد خبرې کولې ، مشاجرې یې ورسره کولې او ګواښونه یي ورته کول، کمونیستانو په ډیرو تعذیبونو کوښښ وکړ چې دده خوله وربنده کړي مګر ونه توانیدل ، که هغوی به دمرګ ګواښ ورته کاوو ده په ډاګه ورته ویل چې شهادت ته اماده یم ،پخوا چې بندیانو له ډاره لمونځونه نه شوای کولای ، ذاکري صاحب په کندهار زندان کې په لومړي ځل اذان او د جماعت لمونځ شروع کړل ، چې ډیر بندیان به ورپسې په جمعه ولاړ وو .

د کندهار ولایت اوسیدونکی مولوي عبدالستار صاحب هم په دې اړه دنوموړي دجرأتمندانه کردار یادونه کوي او وایي، په زندان کې په جهادي موقف درلودلو سربیره یو وخت جناب ذاکري صاحب په کندهار کې دخلقیانو والي انجنیر ظریف او دوزیرانو په شمول د کمونیستي حکومت نورو لوړرتبه چارواکو وروغوښت او له جهاد څخه دلاس اخیستو په مقابل کې یي د پیسو،ډیرمادیاتو او منصب وړاندیز ورته وکړ،حتی دایي ورته وویل چې تاته به حکومت کې اوقاف وزارت درکړو،موټر او شخصي هلیکوفتر به دې په اختیار کې وي، خو شیخ صاحب ورته وویل چې که تاسو اسلام ته متعهد یاست،قبله مو بیت الله او رهبر مو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وي، نو نه یوازې زه بلکې ټول اولس مو ملاتړی دی، مګر که رهبر مو لینن وي،او قبله مو مسکو او د کمونیزم په قانون عقیده لرئ،نو له تاسو سره جهاد فرض دی،که ددې ولس خلک له جهاد لاس واخلي نو د وطن کاڼي او غرونه به له تاسو سره جهاد کوي ځکه دا داسلام خاوره ده او کفري نظام نه قبلوي.

سره له دې چې د شیخ صاحب جرأتمن موقف او جهادي خبرو ته په پام سره چا تصور نه کاوو چې نوموړی به د کمونیستانو له زندانه خلاصیږي، خو الله تعالی نوموړي ته نجات ورکړ او د روسانو له یرغل لږ موده وړاندې نوموړی له زندان څخه خلاص شو،د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي په ۲۶ مه نیټه نوموړي د خپل ځان او کورنۍ دامن په خاطر او دجهاد په اراده دهجرت لار ونیوه او له کندهار څخه یې د بلوچستان کویټې ته هجرت وکړ .

د کمونیزم په خلاف جهاد

د کندهار ولایت اوسیدونکی ملا محمد رسول د صدیقیې مدرسې له وخته د شیخ صاحب د شاګرد او خادم په حیث له نوموړي سره یوځای پاته شوی،او په ټولو جهادي سفرونو کې له نوموړي سره ملګری و، نوموړی وایي کله چې شیخ صاحب پاکستان ته هجرت وکړ، لومړی د جنوب اوغرب حوزې د لس ولایاتو عمومي جهادي مسؤل وټاکل شو،چې د مجاهدینو درهنمایي او اکمالاتو وظیفه به یې ترسره کوله ،شیخ صاحب دغه مسؤلیت تر دریو میاشتو پورې وکړ،خو کله چې د ځینو قومندانانو او مالي کارکوونکو فساد ورته معلوم شو، نوموړی په ټینګه د هغوی په خلاف ودرید، تردې چې خبره جهادي رهبرانو ته ورسیده، داچې یو شمیر مخکښ قومندانان په دې خورد و برد کې اخته وو، او تنظیمي مشرانو هم پرې سترګې پټولې شیخ صاحب د اعتراض په ډول له خپل مسؤلیت څخه استعفاء ورکړه او ویي ویل چې زه نه شم کولای د خپل مسؤلیت په ساحه کې دغه حالت وزغمم.

ملا محمد رسول اخند په دې برخه کې یو مثال ذکر کوي وایي یو وخت د مجاهدینو لپاره ځانګړې تفنګچې راغلې وې،شیخ صاحب غوښتل چې دا ټولې تفنګچې په کندهار ښار او نورو ښاري سیمو کې مجاهدینو چریکانو ته ورتقسیم کړي،خو ولایتي امیرانو او قومندانانو کوښښ کاوو،چې یوه یوه تفنګچه دځان لپاره وګرځوي،شیخ صاحب ددوی ددې خبرې سخت مخالف شو او ورته ویي ویل چې تاسونه شرمیږئ چې د جهاد مال په شخصي توګه استعمالوئ،مجاهدین وسلو ته ضرورت لري هغوی په دې تفنګچو اسلام ساتي خو تاسو ورباندې خپل ځانونه ساتئ، اول حق دهغوی دی.

شیخ صاحب دغه ډول په قومندانانو پسې دوسلو او پیسو د تقسیم په برخه کې حسابونه راواخیستل او په دې برخه کې یي له ستر اختلاس څخه پرده پورته کړ، کله چې یي په دې اړه د تنظیمي مشرانو سوړ چلند او چشم پوشي ولیده، نو یي استعفاء ورکړه.

له استعفاء وروسته شیخ صاحب خپل دفتر درلود، په داسې حال کې چې په هیڅ تنظیم کې یي غړیتوب نه درلود،له مجاهدینو سره یې پرته له تبعیضه په مختلفو بخشونو کې مرستې کولې،نوموړی به په کیمپونو ګرځیده علماء او عوام یې جهاد ته دعوتول دغه رنګه هغه علماء او ناچاره مجاهدین چې بي وسه به وو مرسته یي ورسره کوله.

د هجرت په دیار کې په جهادي او اصلاحي هڅو سربیره نوموړی بیابیا افغانستان ته هم تلو او په جهاد کې یي ونډه اخیستله،ملامحمدرسول چې په دې ټولو سفرونو کې له شیخ صاحب سره یوځای و، وایي نوموړي لومړنی سفر هلمند ولایت ته وکړ هلته چې د رئیس عبدالواحد او نسیم اخندزاده په نوم ددوو مشهورو قومندانانو ترمنځ جنجال و شیخ صاحب په خپلو هڅو سره ددوی ترمنځ جنجال ختم کړ او ترمنځ یي صلح وکړه .

له هغه وروسته شیخ صاحب د افغانستان جنوب او مرکزي سیمو ته مکرر سفرونه وکړل، په دې لړکې نوموړي یو مهم سفر د ۱۳۶۴هـ ش کال داسد میاشتې په ۹ نیټې پیل کړ،په دې سفر کې نوموړی زابل ته لاړ په دې ولایت کې یي د ملامدد او نورو محلي قومندانانو په جهادي کیمپونو او مراکزو وګرځید،د قلات، میزانې او نورو سیمو له لیدلو وروسته کندهار ته لاړ دارغنداب، محله جات،زنګاوات، پاشمول،او تقریبا د کندهار د ټولو ولسوالیو په جهادي جبهو وګرځید او له هغه وروسته روزګان ولایت ته لاړ.

د اسلامي امارت پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او د شوروي ضد جهاد وخت وتلی مجاهد ملامحمد غوث اخند وایي،شیخ ذاکري صاحب داسې وخت روزګان ولایت ته راغی چې په روزګان کې د شورویانوپه خلاف په دهراوود کې ستر جنګ روان و، د دهراوود دغه جنګ یو له سختو جنګونو و چې تقریبا دوه نیمې میاشتې یي وخت ونیو، د روسانو ګڼ شمیر طیارې په کې نسکورې شوې او دواړو خواوو سخت تلفات ورسیدل، شیخ ذاکري صاحب دهمدې جنګ په مهال په سیمه کې و او له مجاهدینو سره یي اوږه په اوږه په جهاد کې برخه اخیسته.

د شیخ صاحب دې جهادي سفر شپاړس میاشتې وخت ونیو چې په ټولو کې یي په عملي جهاد سربیره مجاهدینو ته لارښووونې کولې او د جبهاتو ترمنځ اختلافات یي له منځه وړل.

شیخ صاحب په ۱۳۶۶/۴/۲۹ هـ ش نیټه د یوه بل ۸ میاشتني سفر په لړ کې د زابل د اتغر په لار ، قلات سرخګان، او له هغه ځایه کندهار ته لاړ، د کندهار په مختلفو سیمو له ګرځیدو وروسته هلمند ته لاړ او هلته یي د بیلابیلو جبهاتو له مجاهدینو سره ولیدل او لازمې لارښوونې یي ورته وکړې.

د نوموړي بل مهم سفر د ۱۳۶۷ هـ ش کال د حمل په ۲۱ مه پیل شو په دې سفرکې نوموړی د ریګ له لارې کندهار ته لاړ، هلته یي د ۶ میاشنیو هڅو په لړ کې د ټولو جبهاتو مجاهدین سره متحد کړل، ترڅو په کمونیستي رژیم باندې په هماهنګه توګه بریدونه پیل کړي.

په دې ټولو سفرونو کې دشیخ صاحب هڅه داوه چې مجاهدینو ته لازمې لارښوونې وکړې، د جهاد علیا اهدافو ته یي متوجه کړي،له فساد،ظلم،اختلاف او ناروا تجاوزاتو څخه یي وساتي،دغه راز یي دمختلفو تنظیمونو دقومندانانو او مجاهدینو ترمنځ خپل اختلافات هم له منځه وړل او د اصلاح هڅې یي کولې.

شیخ صاحب که څه هم دکوم تنظیمي رسمي غړیتوب یي نه درلود خوپه جهاد کې یي فعاله ونډه اخیسته، نوموړی یوازینی کس و چې ټول تنظیمي مشرانو ته یې سپيني خبرې کولې او خپلو اشتباهاتو ته یي متوجه کول،د مجاهدینو اکمال،معالجه، دیتیمانو او بې وسه مهاجرینو کفالت او له هغوی سره مرسته ، دعلماء کرامو پالنه او ورسره مرسته دنوموړي له مهمو مصروفیتونو څخه و، هغه مهال چې دجهاد ځیني اکمالاتي حلقات په دې هڅه کې وو چې جهادي تنظیمونه نور هم زیات کړي او په دې توګه دمجاهدینو د اتحاد مخه ونیسي، شیخ صاحب ته په بیلابیلو طریقو پیشنهادونه وشول،چې جلا تنظیم اعلان کړي خو شیخ صاحب دا غوښتنې ونه منلې ځکه نوموړي د ګوندونو تعدد ستره فتنه بلله او کوښښ یي کاوو چې شته تنظیمونه سره نږدې اومتحد کړي .

د اتحاد علماء افغانستان تأسیس

د شورویانوله تیښتې وروسته د نجیب دواکمنۍ په مهال چې د جهادي تنظیمونو ترمنځ د نفاق او ذات البییني نزاع علامې راڅرګندیدلې،دغه راز نوي راوارد شوي افکار او عقائد هم دافغانانو ترمنځ د خپریدو په حال کې وو جناب ذاکري صاحب د یو شمیر نورو جیدو علماء کرامو سره په ګډه د همدې مشکلاتو دمخنیوي لپاره په سلګونو علماء کرام راغونډ کړل او دیوه غیرسیاسي اصلاحي اتحاد پیشنهاد یي ورته وکړ، ددې اتحاد هدف دا و چې دا به یو اصلاحي ټولی وي،د ټولنې اصلاح،د مجاهدینو ترمنځ ثالثیت او نور د خیر کارونه به ترسره کوي، ددې اتحاد لومړنۍ غونډه چې د ۱۳۶۷هـ ش کال د قوس په ۱۶ مه ترسره شوه ۷۰۰ علماء کرامو په کې ګډون درلود،ددې غونډه په پایله کې دافغانستان دعلماء داتحاد منشور په پنځو فصلونو او ۴۴ مادو کې تصویب شو.

د شیخ ذاکري صاحب په مشرۍ اتحاد علماء افغانستان د افغانستان او اسلامي نړۍ د قضایاوو اړوند خپل مسؤلیت په ډیره ښه توګه ترسره کړ،د علماء کرامو دې ټولي مسلسلې غونډې درلودې اوپه هغو کې یي د بیلابیلو مسائلو او قضایاوو په اړه بحثونه کول او بیا یي هغه د فتاوو او پیغامونو په حیث نشرول، له عادي فقهي مسائلو واخله بیا تر سترو سیاسي پیښو او قضایاوو پورې اتحاد علماء افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو رهنمایي کوله.

۱۹۹۱ م کال کې د خلیج د جنګ په مهال امریکا د صدام د مخنیوي تر عنوان لاندې په لسګونو زره پوځیان جزیرة العرب ته داخل کړل،شیخ ذاکري صاحب او دده ملګرو دامریکایانو دغه اقدام په سختو ټکو وغانده او له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې یي دامریکایي متجاوزو عسکرو خلاف جهاد په مسلمه امت فرض عین وباله،په افغانستان کې دتنظیمي جګړو په مهال هم ذاکري صاحب بیا بیا کابل ته لاړ او دمخالفو جهتونو ترمنځ د اوربند او صلحې کوښښونه یي وکړل،دغه راز یي تنظیمي رهبران دې ته هڅول چې له جګړو او فساد څخه لاس واخلي او داسلامي شریعت د تطبیق لپاره کار وکړي، په دې لړ کې نوموړي بیا بیا خپله وجیبه ترسره کړه د تنظیمي جګړو د مخنیوي لپاره یي ۱۱ ځله کابل ته سفر وکړ او د یو مخلص ، جرأتمند او غیور مؤمن په حیث یي تنظیمي جګړه مار مشران خپلو غلطیو ته متوجه اوتأدیب کړل.

د اتحاد علماء افغانستان تنظیم لخوا په افغانستان دامریکا یرغل هم وغندل شو او دامریکا خلاف جهاد په فرضیت یي فتوی صادره کړه،دغه راز د نړیوال استکبار د اسلام ضد هڅو په وړاندې لکه د توحیدادیان تر نامه لاندې ګمراهانه هڅه، په مصر کې د ډاکټر مرسي د اسلامي ګوند حکومت نړولو او داسې نورو قضایاوو په اړه خپل دریځ روښانه کړی او دنړیوال کفر ټول دسائس یي بربنډول .

د شیخ ذاکري صاحب په مشرۍ دعلماء کرامو دې ډلې په لسګونو مسائلو باندې ځانګړې څیړنه کړې او دفتوی په شکل یي ترخلکو رسولي دي،دغه راز یي وخت په وخت داسلامي هیوادونو مشرانو او مخکښو څيرو ته بیا بیا تنبیهي او اصلاحي لیکونه استولي چې شمیر یي ۵۰۰ ته رسیږي .

د امریکا په خلاف جهاد

شیخ ذاکري صاحب په خپلو شخصي وظایفو او محلي اصلاحي چارو سربیره له سیاسي مسائلو څخه هم بې پروا نه و، نوموړي داسلامي امارت د واکمنۍ په مهال مسلسل افغانستان ته سفرونه درلودل نه یوازې یي دامارت چارواکي اصلاح ته دعوتول،بلکې داسلامی امارت زعیم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد ته یي هم همیشه نیکې توصیه کولې،نوموړي داسلامي امارت او مخالفینو ترمنځ په صلحه کې هم څو ځلې کوښښونه وکړل.

کله چې امریکایانو په افغانستان دحملې اراده وکړه، شیخ صاحب د یوې فتوی په صدور د امریکا په خلاف جهاد فرض عین وباله نوموړی له امریکایي تجاوز څخه لږه موده مخکې افغانستان ته لاړ ،د هیواد په ګڼو جنوبي،مرکزي او جنوب ختیځو ولایاتو وګرځید، له عامو خلکو او علماء کرامو سره یي ولیدل او دجهاد دعوت یي ورکړ.

نوموړی د امریکا خلاف د روان جهاد کلک حامي و، په غونډو، مجالسو او حتی د رسنیو له لارې یي همیشه خلک دامریکا په خلاف جهاد ته رابلل، او داشغال په صورت کې هرډول صلحه یي د اسلام له اساساتو سرغړونه بلله.

شیخ صاحب په ډیر جدیت د هغو تش په نامه علماء خلاف و چې امریکایي یرغل د نړیوالو مرسته بولي او جواز ورکوي،نوموړی د سعودي عرب د یوه مفتی په ځواب کې چې دامریکا په خلاف جهاد یي نامشروع باله ، وویل چې دغه مفتي یا خو جاهل دی چې له اسلامه نه دی خبر او یا هم دجال دی، چې خلک دوکه کوي او له ځانه یي دکفر مدافع وکیل جوړ کړی دی.

شیخ ذاکري صاحب لکه څنګه یي چې په لومړي ځل په ۱۹۹۱ م کال کې د حجاز په اسلامي خاورو د امریکایي یرغل په وړاندې دجهاد فتوی ورکړې وه د ژوند ترپایه په هماغه جهادي موقف مستقیم پاته شو، او امریکایي د اسلامي امت ستر دښمن باله.

نوموړي دافغانستان په قضیه کې خپل موقف په لاندې ټکو کې خلاصه کړی و.

۱ – امریکا دې په خپله ناکامي په ښکاره اعتراف وکړي

۲- خپل وحشي او ظالم پوځیان له دې افغانستانه وباسي

۳ - افغانانو ته دې د یرغل او جګړې په پایله کې د رسیدلو ځاني او مالي زیانونو تاوان ورکړي،دافغانستان له چارو دې لاس واخلي افغانان چې په خپل همت نړیوال استعمارګر ماتولی شي که نړیوال ترې لاس واخلي خپل هیواد هم په خپله جوړولای شي .

په دې وروستیوکې چې دامریکایانو ددایمي اډو موضوع مطرح شوه،شیخ صاحب په ډیر جدیت سره ددې اډو په وړاندې ودرید حکومتي چارواکو یي تهدید کړل چې باید ددې تړون له امضاء څخه لاس واخلي دغه راز یي په رسنیو کې په خپلو مرکو کې ددې اډو په مخالفت د پام وړ مرکې ترسره کړې،دا چې شیخ صاحب په همدې حساس وخت کې د نامعلومو قاتلانو د برید هدف وګرځید داسې ګمان کیږي چې کیدای شي امریکایي استخباراتي قاتلانو د یادې موضوع په اړه د شیخ صاحب د موقف له امله نوموړی په نښه کړی وي .

امربالمعروف و نهی عن المنکر

شیخ صاحب لکه څنګه چې ځان له حرامو او مشبهاتو ساتلی و او همیشه یي نیک کارونه، اذکار ، وظائف او خیریه چارې ترسره کولې ،نورو ته یي هم تل په نیکو کارونو امر کاوو او د حرامو اوناروا کارونو په مقابل کې یي په جدیت سره مبارزه کوله.

نوموړي د بدعاتو، غیرشرعي طریقو،غربي کفري افکارو،فحاشۍ،عریانۍ او نورو فتنو د مخنیوي لپاره تل هڅه کوله ، نه یوازې یي په خبرو او موعظو کې خلک تنبیه کول، بلکې دفتواوو په صدور او رسالو په اشاعت سره یي کوښښ کوو، چې د ګناهونو مخه ونیسي،نوموړی د فلمونو،تصویرکشۍ،ټي وي،کیبل ،له غیراسلامي هیوادونو د غوښو د راواریدیدو دغه راز د بانک د سودي نظام،غربي اینجیو ګانود فعالیت،غربي تعلیمي طریقې او نورو غیراسلامي پدیدو سخت مخالف و.

دغه راز نوموړي د خلکو ددیني تعلیم او ارشاد لپاره همیشه هڅه کوله په دې لړ کې یې په ۱۴۳۳ هـ ق کال کې په جوماتونو کې دخلکو د ارشاد او دیني تعلیم لپاره یوه جامعه طریقه جوړه کړه او علماء کرام او امامان یي وګومارل چې د خپل جومات عامو خلکو ته د دیني ضروریاتو درسونه وښيي.

لیکلي آثار

شیخ صاحب په خپل علمي ژوند کې ګڼ شمیر آثار لیکلي دي چې دځینو نومونه یي په لاندې ډول دي .

الاذکار و فضائلها ،التصوف و مقاماته العشرة فی ضوء القرآن والسنة ،الافتاء فی عدم جواز التصاویر والاوثان،اقوال المفسرین والفقهاء الحنفیة فی موجب السعی الی صلوة الجمعة و ترک التجارة،تنبیه الاخوان علی استماع قرأة القرآن ،التحقیق الاتم فی مسئلة لبس الخاتم ،اقوال العلماء فی منع خروج النساء ،العجالة النافعة فی سقی النفس العاطشة،تبدیل النسب ومذمته فی الاسلام،القول الفاصل بین الحق والباطل،حکم الشوری فی الشریعة الغراء،فصل الخطاب فی تشریح الخضاب،البیان الوافی فی بیان حکم المعازف والمزامیر و الملاهی، حکم الهجرة فی الشریعة المنورة،اشراط الساعة، اقوال الاخیار فی تشریح مولد النبی المختار،بیان المغرورین وعلاجهم،اثبات الکرامة بالقرآن والسنة، علاج الاسقام بالحجامة فی الاسلام، القول المفصل فی خواص العسل، الاستشفاء باستعیال الحبة السوداء ،حکم اللحوم المستوردة من دول الکافرة،القول الجمیل فی فضیلة دعاء الخلیل،زاد الابرار الاستغفار بالاسحار،الدر المکنون فی فضیلة دعاء ذی النون علیه السلام ، الاحادیث الشریفه فی فضیلة الحوقله … و غیره

شهادت

شیخ ذاکري صاحب د ۱۴۳۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۸ مه نیټه چې د لمریز کال ۱۳۹۲ د سلواغې له نهمې سره برابره وه د چهارشنبې په ورځ ،کله چې د ماسپښین دلمانځه له امامت او اداء کولو وروسته د سنتو داداء کولو لپاره کور ته روان و، دمسجد په صحن کې دروازې ته نږدې د دوو تنو ناپیژانده کسانو لخوا ورباندې ډزې وشوې،د صحنې دشاهدانو شیخ صاحب په زړه له لګیدلو وروسته یوازې الحمدلله الفاظ وویل او مخ په قبله وغورځېد، او دشهادت جام یي نوش کړ. انالله وانا الیه راجعون

د شیخ صاحب د جنازې لمونځ یوه ورځ وروسته دپاکستان د بلوچستان ایالت دمرکز کویټې په ایوب سټډیم کې د لسګونه زره ګډونوالو په شرکت سره ترسره شو،چې دافغانستان او پاکستان ګڼ شمیر مشهورو علماء کرامو او مشایخو هم په کې ګډون کړی و،د نوموړي دجنازې لمونځ دده د زوی جناب مفتي عبدالقیوم الذاکري صاحب لخوا اداء شو او د همدې ورځې په ماښام شپږ بجو د کویټې سبزل روډ ته څیرمه د ذاکري مسجد سره نږدې دمدرسې په داخل کې خاورو ته وسپارل شو.

له شهادت وروسته نوموړي ته د دارالعلوم حقانیه مدرسې د شیخ الحدیث او داسلامي نړۍ د ستر عالم دکتور شیرعلي شاه مدني صاحب لخوا د ( شیخ الشهداء ) لقب ورکړل شو، چې وروسته همدالقب د سترو علماء کرامو مفتی محمد تقي عثماني،شیخ الحدیث مولانا حمدالله داجوي ، مفتي زرولي خان صاحب او نورو علماء کرامو لخوا هم تائید شو.

ځینې خاطرې

د شیخ صاحب ژوند ګڼ اړخونه درلودل،نوموړي یو مصروف او پرحادثه ژوند درلود، په دې لنډه لیکنه کې د نوموړي دژوند په ټولو جالبو پیښو احاطه ناممکنه بریښي اما کوښښ کوو چې د ژوند بعضې جالبو خاطرو ته یي اشاره وکړو .

د زابل اوسیدونکی مولوي عبدالقادر وایي:

د شهید ملامددد دجبهې مجاهد ملاخیرالدین راته کیسه کوله چې د روسانو خلاف د جهادپه وخت کې شیخ ذاکري صاحب زابل ته راغلی و،کله چې زموږ جهادي مرکز ته راغی په دې سیمه دښمن حمله وکړه او عملیات یي پیل کړل، زیاتره مجاهدینو دغرو په خوا لاړل او ځانونه یي متواري کړل،خو ذاکري صاحب د نورو خلاف په یوه ډبره سنګر ونیو اوددښمن په طیارو یي د کلاشیکوف ټکان پیل کړل،د مجاهدینو یوه ځایي مسؤل ملا عصمت ورته وویل چې شیخ صاحب د ماشیندار مرمۍ طیارې ته نه رسیږي، خدای نخواسته کوم تاوان درته ونه رسوي.

شیخ صاحب ځواب ورکړ: نارې مه وهه، رسیدل یي په ما او تا لازم نه دي، هغه بل مالک دی، په موږ یوازې د کافرو ویشتل فرض عین دي.

د شیخ صاحب د کورنۍ د غړو او نږدې متعلقینو په وینا نوموړي ته الله تعالی د تقوی او توکل تر څنګ د شجاعت او زهد صفت هم ورکړی و،شیخ صاحب درست عمر خپل جهادي دریځ په پوره جرأت سره بیاناوو،نوموړي به خپله ویل چې دا دالله تعالی احسان دی چې زما زړه په ایمان دومره مطمئن دی چې ددنیا دلویو کفري قوتونو او حکومتونو څخه یوه ذره خطر په زړه کې نه رالویږې او نه ورته د مچ د وزر غوندې په حیثیت قائل یم،ځکه زما پردې ایمان دی چې خدای یو دی او ډیر خدایان نشته،د کائناتو فیصلې یوازې دهغه ذات جل جلاله په تصرف کې دي،د مرګ او ژوند ، عزت او ذلت، تکلیف او راحت او د ژوند د ټولو پیښو اختیار یوازې له الله تعالی سره دی او ټول دالله تعالی د ارادې او تقدیر له مخې کیږي، نو په داسې حالت کې به ولې مؤمن له بل چا څخه د ډار احساس کوي !

د شیخ صاحب د زهد او له دنیا څخه د بي پروایۍ صفت هم ډیر بارز و، نوموړي له منصب ،حکومت او چوکۍ سره نه یوازې مینه نه درلوده بلکې نفرت او کرکه یي ترې کوله،په تیرو ۳۵ کلونو کې په افغانستان کې مختلف حکومتونه راغلل او لاړل په دې جریان کې هرچا په حکومتونو کې یوڅه پیدا کړل، خو دشیخ صاحب ترپایه هماغه د غربت ژوند و،نوموړي ته بیا بیا ډیر مواقع په لاس ورغلل او په امتحاناتو کې واقع شو خو الله تعالی په دې ابتلاوو کې بریالی کړ، نوموړي به ویل که ما غوښتی چې پیسې او زر جمع کړم نو ما به د زرو خښتې جمع کړې وای ،خو نوموړي تر پایه دغربت ژوند ته ترجیح ورکوله نوموړی تر ۱۴۳۱ هـ ق کال پورې په د بل چا په یوه معمولي سرای کې ګوزاره کوله، په همدې کال د کویټې دشالدرې مدرسې مهتمم شیخ الحدیث حافظ عبدالواحد صاحب لخوا ورته په سبزل روډ خپله شخصي ځمکه هبه شوه،او د قاري غلام حضرت صاحب چې اصلا د کندهار او اوس د کویټي اوسیدونکی دی لخوا ورته په همدې ځمکه کور او مدرسه جوړ کړای شول،چې نوموړی په وروستیو کلونوکې همدې کور ته رامنتقل شواو د شهادت ترنیټي یي همدلته ژوند کاوو.

د شیخ صاحب د ژوند خاطرات او خواږه یادونه خورا زیات دي خو داچې د مطلب د ډیر تطویل باعث ګرځي په همدې کفایت کوو الله تعالی دې دشیخ صاحب شهادت قبول او په اخلافو کې دي الله تعالی دده امثال پیدا کړي . آمین یارب العلمین


Leave a Reply !



Leave a Reply !