کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دفرانسې دبیان ازادي، داسرائیلو ضد کاريکاتوریست ونیول شو
دفرانسې دبیان ازادي، داسرائیلو ضد کاريکاتوریست ونیول شو

دفرانسې دبیان ازادي، داسرائیلو ضد کاريکاتوریست ونیول شو


که څه هم لويديځ او په ځانګړې توګه فرانسه دبیان ازادۍ ته ځان ژمن بولي خو فرانسې داسرائیلو په خلاف دیوه کاريکاتور درسمولو له امله مشهور کاریکاتوریست زيون ونیو نیولی دی.

فرانسه چي په نړۍ کي دبیان دازادۍ دفاع کونکې اودبیان ازادۍ دهر انسان مسلم حق ګڼي په اسرائيلو دنیوکو له امله يې زیون ونیو نیولی دی.

کاریکاتوریست زیون نیو داسرائيلواو دامریکادظلمونودڅرګندولو لپاره ځیني کاریکاتورونه خپاره کړي وو، چي سمدلاسه ونیول شو.

زیون نیو په خپلو کارتونونو کي داسرائيلو له لوري دیوه فلسطیني ماشوم دوژلو کاريکاتور هم خپور کړی دی، همداراز يې دامریکا له لوري داسرائيلو دساتني لپاره دفلسطینیانو دله منځه وړلو په اړه یو کاريکاتور خپور کړی دی.

دنوموړي کارتونونه ټول دامریکا او اسرائيلو دظلمونو په اړه دي، په کاریکاتورونو کي ښکاري، چي له اسرائیلو سره په ظلم کي امریکابشپړه مرسته کوي.

دفرانسې یوې محکمې زیون نیو په توکمپالني او دیني نفرت تورن کړی دی.

فرانسې چي دچارلي ابدو مجلې له لوري داسلام دستر پيغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دتوهین آمیزه کاریکاتور له خپرولو څخه دبیان دازادۍ په توګه یادونه کوله او دايې دهرچا حق بالو، چي هر ډول کاریکاتور خپرولی شي، خو داسرائیلو ضد کاریکاتور يې ونشو زغملای او دبیان ازادۍ يې تر پښو لاندي کړه.

دیادوني وړ ده، چي لويديځ ټول شعارونه لکه دبشر حقونه، دبیان ازادۍ، دیني اومذهبي ازادۍ او داسي نور ټول دخپلو ګټو لپاره کاروي او خپله هیڅ ډول ژمنتیا نه ورته لري.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !