05-03-2016 دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه را لیږي, په مختلفو جبهو کې لاهم هوایي بمبارد ته دوام ورکوي او د شپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا د کابل ادارې په مختلفو ولایتونو کې جګړې پرا خي کړې دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې د مذا کراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر له پيله څخه د مذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم د افغاني مطرحو شخصیتونو غوښتنې په پام کې نیو ل شوي دي. له دې سره سره دا اوازې هم خپریږي چي په راروانو غوڼدو کې به د اسلامي امارت استازي د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور په اجازه ګډون کوي. موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې د اسلامي امارت محترم زعیم په دې غونډو کې د ګډون لپاره هیڅ چا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شوری په دې غونډو کې د ګډون فیصله کړې ده, اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې د پګواش په کانفرانس کې وضاحت وکړ اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، تر څو چې د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي، موږ په رسنیو هم غږ کوو چې له بې اساسه او له وا قعیت څخه لیري راپورونو خپرولو څخه دي ډډه وکړي او هر هغه خبر چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو او سیاسي دفتر له لوري نه وي تائيد شوی، هغه دي اسلامي امارت ته نه منسوبوي. د افغانستان اسلامي امارت 1437/۵/۲۵هـ ق ۱۳۹۴/۱۲/۱۵هـ ش ــ 2016/3/5م
دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه را لیږي, په مختلفو جبهو کې لاهم هوایي بمبارد ته دوام ورکوي او د شپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا د کابل ادارې په مختلفو ولایتونو کې جګړې پرا خي کړې دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې د مذا کراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر له پيله څخه د مذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم د افغاني مطرحو شخصیتونو غوښتنې په پام کې نیو ل شوي دي.
له دې سره سره دا اوازې هم خپریږي چي په راروانو غوڼدو کې به د اسلامي امارت استازي د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور په اجازه ګډون کوي.
موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې د اسلامي امارت محترم زعیم په دې غونډو کې د ګډون لپاره هیڅ چا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شوری په دې غونډو کې د ګډون فیصله کړې ده, اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې د پګواش په کانفرانس کې وضاحت وکړ اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، تر څو چې د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي، موږ په رسنیو هم غږ کوو چې له بې اساسه او له وا قعیت څخه لیري راپورونو خپرولو څخه دي ډډه وکړي او هر هغه خبر چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو او سیاسي دفتر له لوري نه وي تائيد شوی، هغه دي اسلامي امارت ته نه منسوبوي.
د افغانستان اسلامي امارت
1437/۵/۲۵هـ ق
۱۳۹۴/۱۲/۱۵هـ ش ــ 2016/3/5م
30-03-2016
29-03-2016
26-03-2016
23-03-2016
19-03-2016
18-03-2016
الاستفتاء رقم ……….محترم مفتي صاحب ! مایوه مجاهدته خپل […]
پوښتنه :دموبايل ځینې کمپنۍ خپلوصارفینوته ۱۵روپي قرض ورکوي کله چې […]
پوښتنه : محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چې زه یولابراتوار لرم چې […]
الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! په اوداسه کي دسر دمسحي مسنون کيفية څرنګه […]