د غزني ولايت له شلګر ولسوالۍ نه د دښمن په پوسته او عسکرو د بريدونو خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو په ګندير سيمه کې بيګا شپه ناوخته د دښمن په پوسته بريد پيل کړ، د بريد په مهال د صاحب خان او قدم خيلو پوستو اربکيان سيمي ته د مرستي په موخه راروان وو چې د مجاهدينو له بريدونو سره مخ شول، بريدونو تر ناوخته دوام درلود.
د بريدونو په مهال اربکی قومندان ولي محمد، د دراني په نوم معاون يې او ۶ تنه اربکيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو ګڼ شمېر نور مرګوني ټپيان شول.
مجاهدينو له اربکيانو ۵ کلاشنکوفونه، ۱ پيکا، ۱ راکټ او يو شمېر نور مهمات غنيمت کړي.
د دښمن په ډزو کې د اسلامي امارت ۲ مجاهدين سرسرکي ټپيان شول.
2015-03-14