کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / یمن، په بیضاء کي ۲۰ حوثیان وژل شوي
یمن، په بیضاء کي ۲۰ حوثیان وژل شوي

یمن، په بیضاء کي ۲۰ حوثیان وژل شوي


دانصارالشريعة اسلامي ډلي اعلان کړی، چي دیمن په بيضاء ولایت کي يې تر۲۰ زیات حوثیان وژلي دي.

انصارالشريعة ډلي ویلي، چي ددوی دوه تنه دبیضاء په السوايدة سیمه کي دحوثیانو مرکز ته ننوتل اوهلته يې په میشتو حوثیانو برید پيل کړ.

دغه جګړه چي تر ۴۵ دقيقو پوري روانه وه، په ترڅ کي يې په مرکز کي میشت ټول حوثیان وژل شوي دي، ويل شوي، چي په دغه مرکز کي به له ۲۰ څخه تر ۳۰ پوري حوثیان اوسیدل.

په بیضاء ولایت کي دماین یوې چاودني دحوثیانو ملاتړی مشر مصطفی رماح وژلی او درې تنه نور يې ټپیان کړي دي.

دتیر سپتمبرپه میاشت کي د پلازمیني صنعا تر نیولو وروسته حوثیانو دبیضاء او یوشمېر نورو ولایتونو له لوري ته مخه کړه، چي دانصارالشريعة او قبائلو له لوري له سخت مقاومت سره مخ دي.

دیادوني وړ ده، چي اوس مهال په یمن کي دوه پلازمیني او دوه يې مشران دي، دحوثیانو پلازمينه صنعا ده او دیمن دپخواني ولسمشر منصور هادی پلازمینه عدن دی.

داسي اندېښنې ډيري شوي، چي یمن به هم دمذهبي جګړې په لوري روان شي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !