Home / اعلامیه / د امیر المؤمنین د جهادي تاریخ لیکلو په اړه د هغه د کورنۍ اعلامیه
د امیر المؤمنین  د جهادي تاریخ لیکلو په اړه د هغه  د کورنۍ اعلامیه

د امیر المؤمنین د جهادي تاریخ لیکلو په اړه د هغه د کورنۍ اعلامیه


تاریخ د ټولنې او دهغې د شخصیتونو د کارنامو او خدمتونو د تحفظ او خوندیتوب یواځینۍ وسیله ده .
او تاریخ د هرې ټولنې د مخورو شخصیتونو د کارنامو او ټولنیزو خدمتونو د تلپاتي کیدو اساسي ذریعه ده .
همدا تاریخ دی چې مونږ ته د ماضي جریانات په خاموشه ژبه بیانوي او دا را نه غواړي چې د خپل راتلونکي نسل د پوهي او خبرتیا لپاره د خپل معاصر دور جریانات د هغه حافظې ته وسپارو.
ژوندي ولسونه خپل تاریخ د خپلو مثبتو کړو وړو په ترسره کولو ژوندي ساتي او د محکومو ولسونو تاریخ هم د مستعمرینو له خوا په محکومیت لیکل کیږي.
د همدې تاریخي ضرورت او اهمیت له مخې د افغانستان د اسلامي امارت د مؤسس عالیقدر امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله کورنۍ او د هغه نیږدې متعلقین په پام کې لري چې د نوموړي د جهادي ژوند تاریخ او د افغانستان د اسلامي امارت د مهمو پیښو په اړه د هغه مواقف او د خارجي اشغالګرو په وړاندې د جهادي مقاومت د رهبري جریانات په پوره امانت داري او مسؤلیت سره تفصیلا ولیکي .
له‍ذا کوم لیکوال وروڼه او نور صحافتي جهتونه چې له امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله سره د خپل خلوص نیت او میني له مخې د نوموړي د ژوند په تاریخ لیکلو لګیا او یايي د لیکلو اراده لري ، مونږ په ډیر احترام او درناوي ترې داغوښتنه لرو چې په دې اړه خپلې مرستې له مونږ سره شریکې او په شخصي او عندي ډول له څه لیکلو څخه ډ ډه وکړي.
ځکه د مرحوم امیر المؤمنین کورنۍ د هغه د جهادي ژوند واقعات ، او په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د خارجي یرغلګرو په خلاف د جهادي قیادت رهبري یو ستر امانت بولي او خپل ولس ته د دغه ستر امانت د واقعیتونو په رسولو کې خپل ځان تر ټولو مستحق ګڼي .
د امیر المؤمنین کورنۍ او د هغه متعلقین اراده لري په دې اړه ټول واقعیتونه په پوره امانت داري او مسؤلیت سره په مستند او تفصیلي ډول رایوځای او بیايي په کتابي بڼه چاپ او د خپل مؤمن او مجاهد ولس او مسلمانانو په خدمت کې ورکړي .
ومن الله التوفیق.
د امیر المؤمنین ورور الحاج ملا عبدالمنان اخوند او د هغه ځوی مولوي محمد یعقوب (مجاهد)
۱۲/ ۶/ ۱۴۳۷ هق
۱/ ۱۲/ ۱۳۹۴ هش
۲۰/ ۲/ ۲۰۱۶ م

Leave a Reply !



//