کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / شمالي کوریا ۷ ميزائل ازمايلي
شمالي کوریا ۷ ميزائل ازمايلي

شمالي کوریا ۷ ميزائل ازمايلي


دجنوبی کوریا ددفاع وزارت ویلي، چي شمالي کوریا اوه ميزائل په ختیځ سمندر کي ازمايلي دي.

ویل شوي، چي دميزائلودازمایلوپه مهال دشمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ هم حاضر وو.

دغه میزائل په داسي مهال ازمايل شوي، چي دجنوبی کوریا او امریکاترمنځ دګډو پوځي مانورو لومړۍ دوره پای ته رسېدلې ده.

دجنوبی کوریا ددفاع وزارت ویلي، چي ۷ ميزائل تیره شپه دسونډوک ښار اړوند سیمي څخه توغول شوي او په سمندر کي لګېدلي دي.

دجنوبی کوریا چارواکو ویلي، چي دمیزائلو نوي ازماینه بېلابېلو ډولونو ته شامله وه.

ویل شوي، چي دا ازمايني دپوځي مانورو په مقابل کي دخپل قوت دڅرګندولو لپاره شوي دي.

دیادوني وړ ده، چي تیره میاشت هم شمالي کوریادجنوبی کوریا او امریکاترمنځ دپوځي مانورو په ځواب کي دميزائلو ازماینه وکړه، شمالي کوریا وايي، چي دغه پوځي تمرینات ددوی دملي امنیت لپاره ګواښ دي.

وړاندي دشمالي کوریا ولسمشر خپل پوځ ته په امریکا دبرید لپاره دتیارسۍ اعلان کړی وو، نوموړي ویلي وو، چي که اړتیا وویني په امریکا او متحدینو به يې برید پيل کړي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !