ددایکندي ولایت له ګیزاب ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : د ۱۴۳۶ سپوږمیز لیږدیز کال د جمادی الاولی په ۹ نيټه دیادي ولسوالۍ اړوند دخلچ سیمي ته ګڼ شمېر ګوډاګي عسکر ،پولیس او اربکیان له ۷۰ موټرو اوټانکونوسره دعملیاتوپه موخه راووتل چې سمدستي دمجاهدینو له لوري له سختو بریدونوسره مخ شول
له دښمن سره پوره ۱۳ ورځي جګړه وشوه چې په پایله کې یې پرون ورځ له سیمي نه ددرنو تلفاتوپه لیدلو سره په تېښته لاړ ل
دکره معلوماتو له مخې په دې ۱۳ ورځنۍ جګړه کې ددښمن ۲۴ تنه ګوډاګي عسکر پولیس اواربکیان قتل شول او ۲۵ نورسخت ژوبل ، ۴ شوبلې او ۲ عرادې رینجرموټریې په بشپړه توګه ویجاړشوي
په دې جګړه کې ۲ تنه مجاهدین زخمیان او ۲ نوردشهادت لوړمقام ته رسیدلي ، تقبلهم الله
خبرزیاتوي : پرون دتېښتي په مهال دښمن دخپل عادت له مخې دغچ اخستلو په موخه په سیمه کې دملکي خلکو کورونه دډيسي توپونو اوهاوانونو تربریدلاندي راوستل اوهمداراز یې په سیمه کې له چور اوتالان وروسته دملکي وګړو ۱۳ کورونه په بشپړه توګه سوځولي
2015/3/13