15-02-2016 له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمريز کال د دلوې د میاشتې په ۲۶ نيټه زموږ په هیواد افغانستان کې د شوروي اتحاد اشغالګر ځواکونه په ټولیزه توګه په ګونډو شول او د افغانانو په تاریخ کې د شهامت او مردانه ګۍ بل لوی ویاړ ثبت شو. په افغانستان کې له لس کلن وحشت او دهشت څخه وروسته د شوروي یرغلګرو بشپړه ماتې او د ټولو شته او پرمختللو جنګي وسائلو سره سره تيښته دحق په وړاندې د باطل د شکست خورا ښکاره بیلګه ده. زموږ د ملت او دین دښمنانو تل هڅه کړې چې دلته ناورین راوړي، بې دینۍ ترویج کړي، ملک مو ونیسي او اراده مو سلب کړي، خو لله الحمد بریالي شوي نه دي او خپل آرمانونه يې له ځانه سره ګور ته وړي. متأسفانه چې له شوروي اتحاد څخه وروسته د نړۍ پاتې مستکبرینو په افغانستان کې د شورویانو له ماتې نه تنها دا چې عبرت وانخيست بلکی په عین هماغه پل يې پل کیښود او د دې مظلوم او بیچاره ولس په عزت، آبرو، خاوره، دین او فرهنګ يې ورته یرغل وکړ. د شورویانو له شرم او خجالت څخه ډکه ماتې او له یو لکو ډيرو مجهزو عسکرو تيښته ثابتوي چې دا ولس څوک هضم کولای نه شي، د ایمان او سپيڅلو موخو په وړاندې يې مانع نشي واقع کیدلای او چا يې چې د نیولو او ایل کولو تکل کړی هغوی دې د شورویانو په برخلیک د اخته کیدو انتظار باسي. نننۍ امریکايي اشغالګر هم د بشپړې ماتې په مورګو ولاړ دي، وروسته له څوارلس کلن اشغال څخه يې هيڅ ترلاسه نکړل، د ایمان او افغاني غیرت په وړاندې په ګونډه شوي او لرې نه ده چې موږ به د شوریانو د ماتې په څير د امریکایانو دبشپړې ماتې تاریخ هم په خپل تقویم کې اضافه کړو. اسلامي امارت د شوروي اتحاد دسرو پوځونو د ماتې د ورځې په مناسبت د خپل ویاړلي مجاهد ملت قهرمانۍ ستايي او د دې لارې قربانۍ ورکونکو ته له الله تعالی څخه اجر ونه غواړي. په عین حال کې هوډ لري چې ان شاءالله د اسلامي امارت مجاهدین به د شوروي اتحاد په څير امریکايي اشغالګرو ته هم بشپړه ماتې ورکوي، زموږ مظلوم ولس به يې له شره په امن کوي او د خپلي ایماني فريضې په توګه به جهاد تر هغو جاري ساتي چې یو امریکايي اشغالګر عسکر هم په دې خاوره کې شتون ولري او د اسلامي نظام په وړاندې مانع واقع شي. ان شاءالله تعالی وما ذالک علی الله بعزیز د افغانستان اسلامي امارت ۱۴۳۷/۵/۶هـ ق ۱۳۹۴/۱۱/۲۶هـ ش ــ 2016/2/15م
30-03-2016
29-03-2016
26-03-2016
23-03-2016
19-03-2016
18-03-2016
الاستفتاء رقم ……….محترم مفتي صاحب ! مایوه مجاهدته خپل […]
پوښتنه :دموبايل ځینې کمپنۍ خپلوصارفینوته ۱۵روپي قرض ورکوي کله چې […]
پوښتنه : محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چې زه یولابراتوار لرم چې […]
الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! په اوداسه کي دسر دمسحي مسنون کيفية څرنګه […]