Home / اعلامیه / د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب د وفات په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه
د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب د وفات په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه

د مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب د وفات په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه


په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي دهیواد نومیالی جهادي شخصیت ملا محمد حسن رحماني صاحب په حق ورسید.
انا لله وانا الیه راجعون
مرحوم رحماني صاحب د شوروي یرغل پرمهال د ګران هیواد په جنوب لودیځه حوزه کي په ډيرو محاذونوکي جهاد کړی ؤ او په همدې جهاد کي یې یوه پښه هم له لاسه ورکړې وه.
کله چي اسلامي امارت تاسیس شو، مرحوم رحماني صاحب ورسره ملګری شو، وروسته رحماني صاحب د کندهار دوالي په حیث وټاکل شو چي دامریکایانو تریرغل پوري یې پرهمدغه دنده دولس خدمت وکړ.
رحماني صاحب پر افغانستان د امریکانوتر یرغل وروسته د اسلامي امارت په جهادي تشکیلاتو کي د رهبري شوری د غړی په حیث ښه خدمت ترسره کړ.
مرحوم ملا محمد حسن رحماني صاحب په دې وروستیو کي د ځیګر دسرطان په ناروغۍ مبتلا ؤ چي تیره شپه یې دهمدې ناروغۍ په سبب له دې فاني نړۍ سره الوداع وکړه او دابدیت په لوري وکوچید.
اسلامي امارت دمرحوم دټولو خدمتونودقدروني ترڅنګ دنوموړي وفات ټولو مسلمانانو خصوصا داسلامي امارت لپاره یوه لویه ضایعه ګني له لوی اومهربان څښتن څخه مرحوم ملا محمدحسن رحماني صاحب ته مغفرت،فردوس جنت، دوستانو او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړي. والسلام
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری
۱۴۳۷/۴/۳۰هـ ق
۱۳۹۴/۱۱/۲۰هـ ق ــ 2016/2/9م

Leave a Reply !



//