کور / اعلامیه / د سولې او مذاکراتو دآوازو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه
د سولې او مذاکراتو دآوازو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

د سولې او مذاکراتو دآوازو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه


له څه وخت راهیسي په رسنیو کې د کابل ادارې او اسلامي امارت تر منځ د خبرو او مذاکراتو آوازې ډېرې ګرمې شوې دي. په داسې حال کې چې دا ډول آوازې هېڅ حقیقت نه لري، نه د اسلامي امارت له خوا د کابل له ادارې سره اړیکې نیول شوې دي او نه یې بل چا ته دنده سپارلې ده.

په دې کې شک نشته چې هوسايي او آرامي د هر ولس په ځانګړي ډول افغان ولس اساسي غوښتنه ده، خو دا هغه وخت تر سره کېږي چې یرغلګر ځواکونه زمونږ د هېواد اشغال ته د پای ټکی کېږدي، او د افغان ولس تروړل شوی مسلم او ثابت حق ( خپلواکي) اعاده کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د همدې موخې لپاره له دیارلسو کلونو راهیسې د یرغلګرو په وړاندې په مقدس جهاد لاس پورې کړی، او د نظامي فعالیت تر څنګ یې له څو کلونو راهیسې سیاسي هڅې هم پیل کړې دي، تر څو د خپل هېواد اشغال پای ته ورسوي، او یو افغان شموله خپلواک اسلامي نظام پکې را منځ ته کړي.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر په تېر کې ډېرې هڅې کړې، او لا لګیا دی چې له سیاسي لارې د هېواد اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي، خو متاسفانه چې د ځینو شرخوښو څېرو او لوریو له خوا نوموړې هڅې له خنډ سره مخ شوې.

اسلامي امارت له پخوا نه د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره دوه اړخیزه او ښې اړیکې لري، چې په ترڅ کې يې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه کړي او کوي یې تر څو نړیوالو ته د خپل ولس د مظلومیت او مشروع داعیې آواز ورسوي.

خو دسیاسي دفتر غړیو تر اوسه هېڅ کوم هېواد ته د کابل له ادارې سره د خبرو او مذاکراتو په موخه نه سفر کړی، او نه یې له چا سره کومه غونډه او ملاقات کړی دی.

که څه هم چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو له خوا څو څو ځله دا ډول آوازې په خپل وخت رد شوې دي، خو دا چې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر د امارت د سیاسي چارو د پر مخ وړلو یوازینی آدرس دی، نو خپلو مجاهدینو وروڼو، ولس او نړۍ ته په ډاګه کوي چې کومې آوازې چې په رسنیو کې وخت په وخت سر را پورته کوي، یوازې یوه تبلیغاتي جګړه ده چې داسلامي امارت په وړاندې پر مخ وړل کېږي.

د یادونې ده چې کله که د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو او خپلو ملي ګټو په رڼا کې د خبرو اړوند کوم ګام پورته کوي هغه به د خپلو اړونده رسمي جهتونو له خوا خامخا له خپلو مجاهدینو، ولس او نړۍ سره شریکوي.

د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر

۱۴۳۶/۵/۲۱

۲۰۱۵ / ۳ / ۱۲


Leave a Reply !



Leave a Reply !