Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / آیا جنرال “جان مک نیکولسن” به جګړه وګټي؟!!

آیا جنرال “جان مک نیکولسن” به جګړه وګټي؟!!


د اونۍ تبصره /

د رسنیو وروستني راپورونو ښیې چې امریکایې جنرال جان مک نیکولسن په ګران هېواد کې د اشغالګرو قواوو د اوسني قوماندان “جان کېمپبل ځای ناستی نومول شوی دی، نیکولسن ته د مشرانو جرګي (کانګرس) دتایید رایه ور کړي، نو موړی به د اشغالګرو قواوو د نوي قوماندان په توګه د افغانانو د وژلو، ځورولو، د هېواد نه ایستلو ته اړ کول، او د کابل د دوه سرې ادارې د ساتلو، تمویل او اداره کولو دنده په غاړه ولري، او د مخکني جنرال “جان کېمپبل په څېر به د واک سرچینه وي، د کابل اداره به د خپل مینځي شخړو د حل او فصل په موخه ده ته مراجعه کوي، د دوه سرې اداري اړوند مسلح ځواک به روزي او د جګړې هدف به هم د نوموړي جنرال لخوا ورکول کیږي، بلکې یرغلګر به په جګړو کې برخه اخلي، واضح خبره ده چې بیا به هم ولس د جګړې موخه وي؛ ځکه چې اشغال نه مني.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د “جان مک نیکولسن وړتیا ستایلې ده، هغه یې د افغانستان او نړۍ په پیمانه باتجربه جنرال او د ځواکونو د مشرتوب وړ شخص بللی دی ؛ خو ایا د نوموړي جنرال دغه اوصاف د جګړي د ګټلو لپاره بسنه کوي؟.

پر افغانستان د تپل شوې جګړي وروستنۍ لسیزي ته که نظر وکړو څرګندیږي چې د اشغالګرو قواوو امریکایې قوماندانان د ډېر زیات پوځ او قوت په شتون کې او پر افغان ولس د زیات ظلم، وحشت او بربریت سره سره یو په بل پسي په مات زړه او ټیټو سترګو له ګران هېواد نه وتلي دي، د بېلګي په ډول: د امریکا اوناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ مکیرنان، جنرال سټانلی مکرېسټال، جنرال ډیویډ پټریاس او جنرال جان الن نومونه یادولای شو، د هغه مهال د امریکایې ویاندویانو او مطبوعاتو له نظره د دغو جنرالانو هر یو پیاوړۍ با تجربه او افلاطون ته ورته شخص و، مګر د جګړي په ډګر کې د دغو جنرالانو ناکامي او د ځینو اخلاقي فساد یې د هیچا نه پټ نه دی.

دلته پوښتنه دا مطرح کیږي: چې د امریکایې جنرالانو یا - په بل عبارت- د امریکا د ناکامۍ وجه او علت څه دی؟ سره له دي چې د زور او زرو، د پوځي قوت او لوژیستکي ابزارو، د وسلو او مهماتو، د ملګرو او چوپړیانو پریماني ده، د جګړې ټول اړخونه د مادیاتو له بابه پیاوړي دي، امریکايې واکمنو او پوهانو ته په کار ده چې دا مسئله په غور سره وڅیړي ترڅو په جګړه کې د ناکامۍ سر او راز ورته څرګند شي.

زمونږ په باور د ناسم هدف په لور حرکت د اشغالګرو د ناکامۍ علت دی، دوی خپل مالونه، وسلې او پوځیان د فساد د خپرولو او په نړیواله سطحه د یوې فاسدې ادارې د ساتلو لپاره قرباني کوي، دوی خو په ظاهره الله تعالی مني، مګر د الله پاک حکمونه نه مني، ځکه الله جل جلاله فساد او مفسدین نه خوښوي {وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ} (البقرة - ۲۰۵) دوی د فساد او مفسدینو ساتنه او ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت د قوت سرچینه په الله جل جلاله ایمان، توکل او د الله تعالی په نصرت باور دی او د پیاوړتیا راز یې د هدف په سپیڅلتیا او د ولس په ملاتړ کې نغښتی دی، اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي عادل نظام د قیام لپاره جهاد پیل کړی دی، د هېواد استقلال او ازادي، د اشغالګرو قواوو نه د خپل ملت د نجات او د فساد د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي، تاریخ شاهد دی چې د بریالیتوب راز د هدف په تقدس کې پروت وي، د ابراهیم علیه السلام او نمرود، د موسی علیه السلام او فرعون، د طالوت علیه السلام او جالوت او د محمد صلی الله علیه وسلم او ابو جهل د مبارزې تاریخ ګواهي ورکوي چې په وروستني پړاو کې حق غالب وي، که څه هم د جګړي په لومړنيو پړاوونو کې د حق او باطل پلې پورته کښته کیږي: {وَتِلْكَ الأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ الناس} (آل عمران - ۱۴۰). والله الموفق


Leave a Reply !



//